د نړۍ ډېری هېوادونه دي چې په لسهاوو مليتونه ژوند پکې کوي، ويلی شو چې ژبې يې هم سره توپیر لري. دوی په سلهاوو، حتا زرهاوو کلونو يو ځای سره اوسيدلي دي؛ مذهبونه او دينونه يې هم سره بېل دي. د هغو هېوادونو ملي سياسيونو تل يو ډېر مهم اوبنسټيز پل چې ايښی، دادی چې ټولنه يې د ژبې، قوم او دين په اساس نده رغولې، دوی د هر ټبر څخه ملي او هېواددوستي کسان تقويه کړي او د سیاست لوړو پوړيو ته يې رسولي دي؛اما احتیاط يې د کومو سياسيونو سره کړی دی؟

هغه سياسيون چې د هېواد ملي ګټې ورته مهمې ندي، يا هم د ملي ګټو په وړاندې تحرکات کوي، له پښو يې غورځولي او يا يې هم وخت ندی ورکړی چې د حکومت واګې په لاس کې واخلي.

په افغانستان کې برعکس عمل ترسره شوی دی، کله چې موقته اداره رامنځته شوه، پانګونه په هغو څېرو ډېره وشوه چې د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا ورته مهمه نده؛ د دوی لپاره خپلې قومي، سمتي،ژبنۍ او ګوندي ګټې د هېواد له ګټو ډېرې مهمې وې او دي. پخواني ولسمشر کرزي دغه سياسيون د ډالرو څخه وپړسول، واک يې ورکړ او د هېواد سياست يې تر ډېره پر دوی ليلام کړ، حتا تر دې چې سياست يې ورته ميراثي وګرځاوه.

کله چې  اشرف غني ولسمشر شو، نو ولس هيله مند وو، چې دهغو اشخاصو بازار به ور وتړي چې، په خاوره او ملي نواميسو سوداګري کوي، خو داسې يو وار ونشول بلکې ګټلی واک يې پنځوس سلنه  ورډالۍ کړ. ښاغلي اشرف غني نه يواځې واک ورنيم کړ بلکې خپل ځان يې د همدغو ډلو په واک کې ورکړ؛ بېلګه يې دا ده چې هېڅ يوه مقرري د خپل سيال ډااکټر عبداله بې سلا  نه کولای شي او نه يې کله هم خوب ويني.

هغه واليان چې ښاغلي کرزي د واک اوپيسو په هوا پړسولي وو،  اوس لا پسې چاغ شول، لا غټې بلاوې ترې جوړې شوې، لا متکبره شول، آن دا چې اوس ارګ ګواښي او په زغرده نارې وهي چې د چا پلار مې له دندې نشي ګوښه کولی.
افغان ولس يو ستونځهېرونکی ملت دی، ځکه اوس هم د هغو ټوپکسالارانو تر شا زنده باد وايي، چاچې لوټلی او وژلی دي، اوس هم په هغو ننګ کوي، خو فرق دومره دی چې دا خلک دولس برخه ده، خو يواځې او يواځې په يوه قوم پورې تړاو لري؛ دا ډول خلک په پښتون، تاجک ، ازبک او هزاره قومونو کې شتون لري، خو په ځينو قومونو کې لږ او په ځينو کې پريمانه دي. دوی بيا د خپل قوم ټوپکسالار اتل بولي خو دبل قوم ټوپکسالار ته د غله لقب ورکوي.

ښاغلي اشرف غني، د کرزي په پله پل کېښود او ثابته يې کړه چې دی هم د  ښاغلي کرزي په څېر د خپلې کرسۍ لپاره ټوپکسالار څه چې، هغوی چې د هېواد د تجزيې نارې وهي هغوی هم منلی او په واک  ورګډولی شي.

بله موضوع  په متوازن ډول  د اشخاصو په دندو ګمارل دي، چې ولسمشر يو ځل بيا د ښاغلي کرزي په  څېر د ځينو ولاياتو د خلکو سره د مور او مېرې چلند پيل کړی او لا به دوام پیدا کړي، د بېلګې په توګه د پنجشېر ولسوالۍ چې اوس ولايت شوی دی، څو د مهمو وزارتونو وزيران لري، ايا دا يوه ولسوالۍ د ټول تاجک قوم استازيتوب کولی شي؟

په همدې ډول لويه پکتيا يادولی شو، چې يواځې پکتيا يو وزير لري، خو نه پکتيکا او نه هم خوست کوم وزير درلودلی دی؛ ولسمشر د لويې پکتيا حق په نورو زورورو خوړلی او لايې خوري. کله چې ستونځه پرې راشي نو بيا لويې پکتیا ته رامنډه کړي، چې تاسو مې کور ياست، هله ننګه وکړئ.

ډېری قومونه حق په زور اخلي، ځکه دوی همداسې زورواکي لري، کله چې د قوم ګټه يې  په خطر کې شي نو د خپل قوم سره يې د ولسمشر مرستيال هم چيغې وهي چې پر موږ ظلم کيږي، وزير، معين او رييس خو په لومړي قطار کې مرګ په ارګ وايي، مګر ولسمشر ورته سر غوځوي، چې تاسو په حق ياست.

لنډه دا چې، د ولسمشر څخه مو هيله داده چې هغه اشخاص چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا په زيان دي، مخه يې ونيسي، د دوی تحرکات ورشنډ کړي، که دا نشي کولی، نو لادې له بلاوو تور دېوان نه جوړوي.

د يو موټي افغانستان په هيله


د لیکوالو نظر د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي

One thought on “د افغانستان سياسي واک د تجزيه طلبو په ولکه کې/ جمال ناصر اصولي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *