په دین پسې، ملایان وایي، کفار دي، مخه یې نیسي؛ په افغانیت پسې، عامیان وایي، ایران دی، افغانستان یې ښه نه اېسي! خبره د مشرانو جرګې په پرېکړه وه؛ په برښنایي تذکیرو کې د دین او افغانیت نه لیکل!
آریانا تلویزیون کې مې د لویې جرګې د غونډې بهیر کوت، چې د سیاف صیب د ګوند غټ سړي، د لویې جرګې مشر، مسلمیار صیب، په آسانۍ ومنله، و یې ویل ځئ، وړاندې، ځئ … دا دې نه یې، دین او افغانیت او کوم بل شی (تخلص) یې ښودل، یانې سمه ده، په برښنایي تذکیرو کې دې دا شیان نه یې، وړاندې ځئ!
په پېښور کې مې د سیاف صیب اخبار، اتحاد اسلامي، مخې ته ودرېد، د ده د تنظیم د وخت کولتوري مشر به و، هغه غټ مولوي صیب، قیام الدین کشاف، مې مخې ته ودرېد، هغه غټ عالم دین! د اخبار په سر مقاله کې یې د افغان ملت کلیمه تېره شوې وه، له خبرېدلو سره یې، وایي، و نه کتل، په څو زره کاپۍ اخبار یې، د پېښور په خیبر بازار کې دوه سره ارې کېښودې، ټوټه، ټوته یې کړ … موږ ویل، اخبار یې بلا پسې، بله سرمقاله به ولیکي، چې اوس په افغان ملتیانو را و نه دانګي! د سیاف صیب خو سویه له افغان، ملت، افغان ملت او وطن نه، خدای شاهد حال دی، جیګه ده، د امت او خلافت په سویه سړی دی؛ خو د دین په خبره کې به، وایي، هماغه د کفارو د پښې خبره وه، ولسمشرۍ ته به را روان انتخاباتي کمپاین و، غلي پاتې شو!
آبل کال پاکستاني جرنیل حمیدګل، حکمتیار صیب او جلال الدین حقاني وښودل، ویي ویل، لکه د ده داسې سم اصلي پاکستانیان دي، آخر! د حزب اسلامي یوه چار واکي، په غبرګون کې، ښه اوږده مقاله ولیکله، تمه وه چې د حکمتیاسر صیب د افغانیت سپیناوي وکړي، یانې حکمتیار صیب سمه ده مسلمان دی، شک نشته، خو افغان دی، پاکستانی خو نه دی! باور په خدای وکړئ چې که به لیکوال ټکی پکې د حکمتیار صیب د افغانیت لیکلي وي، ما ویل، ورځه دا هم د امت خبره ده، ملیت او افغانیت وړې خبرې دي! خو، د جنرال حمیدګل له خولې مې، د حکمتیار صیب د پاکستانیتوب ټکی، چې کله واره برابره شوې، د مقالې لیکوال ته یاده کړې، سم لکه د پوزې پېزوان یې چې وي!
د ۱۹۸۱ کال خبره مې مخې ته ودرېده، حداد صیب مې مخې ته ودرېد، په پېښور کې وو، په کبابیانو کې، عجبه خبره یې وکړه، ویې ویل، چې که شوروي اتحاد د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې په موږ افغانانو دعوه وکړي، افغانستان را نه ګټلی شي؛ اریان ورته پاتې شوو؛ ویې ویل، د اریانتیا خبره نه ده، وایي که افغانان وطن خرڅوي (کمونستان یې ښودل)، حق، شورویان وایي، د دوی کېږي؛ بیا هم اریان پاتې شولو؛ حداد صیب روغه خبره وکړه، ویې ویل، شورویان وایي چې، که افغانستان خرڅېږي، حق د شفعدار کېږي، او شوروي د افغانستان غټ شفعدار دی!
افغان ملتیان، د وطن او افغانیت هغه غټ مدعیان او شفعداران، دوی خو پرېده، ورځه احدي صیب یې په خوله د سیاسي عقامت مهر لګولی، غلي دي، غلي دې وي؛ نور غټ غټ، غیر ګوندي، آزاد ملي ګرایان، دموکراتان نور نور، چې د وطن او ملت درغنې یې په سینه ډبولې، ټول د کابل د مشورتي لویې جرګې څونامۍ، ته به وایې، ووهل، د مشرانو د جرګې د دین او افغانیت په سودا کې چوپه خوله پاتې شول! دا ټول بلا پسې، د دین او وطن دا دومره غټه سودا ګوره، د ولسمشرۍ هغه یوولس تنه نوماندان، بیا یې هغه غټ نوماند، هغه د شپون صیب کمپیوټر سری، اشرف غني احمدزی، ګوره، ټول یو له بله، همدا اوس، انتخابات لا چېرته دي، له ښوی نه پسې ښوی وختل، یو هم د خدای راستۍ میدان ته را و نه وت!
ما ویل چې له دین او افغانیت نه په تېرېدو کې، بیا هم د شفعې او شفعدار خبره نه وي: که خبره د زولیت وي، افغانستان د امریکې، ووایم د ناتو، په زولیت کې دی، شکه نشته؛ خو غټ شفعداران خو، پاکستان او ایران وایي، موږ یو!
واک صیب د اوسلو له کنډو نه یو یو ډز کوې خو ګوره چې مخ ته قریب الرحمان سعید ته ووایه چې سر ټیټ کړي چې هغه ونه لګېږي.