د لوی افغانستان سرلیکنه –
د افغانستان اقتصادي بنسټ د صادراتو له لارې پیاوړی کیدی شي صادرات کولی شي چې هیواد د اقتصادي بحران نه وباسي کلونه وړاندې دخلق ډموکراتیک حکومت په وخت کې دافغانستان د صادراتو او ورادتو ګراف موازي روان و او هم دصادراتو لپاره حکومت جدي او بنیادي کارونه کړي وو، دبیلګې په توګه په منطقه کې منظم رقابت او دخپلو توکو لپاره یو خاص او ځانګړی نوم د صادراتي توکو د ساتنې لپاره پرمختللي وسایل او ځایونه جوړشوي و، د خلقیانو او له دې نه وړاندې حکومتونه په دې وتدانیدل چې دافغانستان دصادراتو لپاره بنیادي او اساسي کارونه ترسره کړي. او هم دخپلو کورني تولیدي توکو لپاره ښه بازارونه پیدا کړي.
په ټوله نړۍ کې هر حکومت او نظام غواړي چې اقتصادي بنسټ دصادراتو له لارې پیاوړی کړي هرهیواد دخپلو توکو او دکورني تولیداتو لپاره منظمه بازارموندنه کوي او هم له نورو هیوادنو سره رقابت کوي کله چې یو هیواد صادرات ولري نو په هغه هیواد کې دکار زمینه ډيره وي عام وګړو ته دکار زمیني دبرابریدو ترڅنګ دهیواد دپیسو سیاست هم ثبات لري او پیسه خپل ارزښت او مقام دټولو نړۍ د دپیسو سره ځان برابر ګڼلۍ شي
افغانستان یو زارعتي هیواد دی او دا سکټور کولی شي چې دافغانستان اقتصادي مشکل حل کړي او هم د زارعتي توکو دصادراتو له لاري افغانستان په منطقه کې یو ستر اقتصادي قدرت باندي بدل کړي خو دنوي حکومت دجوړیدلو سره سم څو مختلفې اداري دافغانستان د صادراتو د پیاوړتیا په پلمه او نومونه رامینځ ته شوي چې په حقیقت کې دیوې پروژې لنډه مهاله فکر په درلودلو سره هغه کارونه چې په تیرو څو کلونو کې چې باید ترسره شوي وی ترسره نه شول.
دافغانستان د صادراتو پراختیا اداره چې دهیواد دسوداګرۍ او صنایعو وزارت یوه اجرایوي اداره ده تراوسه په دي نه ده توانیدلې چې خپل صادرکونکي وپیژني.
اطاق تجارت وصنایع چې د خپل محدود کمیشن لپاره د افغانستان د صادر کونکو استازیتوب وکړو چې تراوسه پوري په دي نه دي توانیدلي دصادراتو دقیقه احصایه راټوله کړي.
نور مختلف خارجي ډونران او مرسته کونکي ادارې هم دخپلو بودجې دمصرفولو لپاره هر نوع فعالتونه ترسره کړه خو بیا هم دافغانستان صادرات څلورسوه میلونه ډالرو نه پورته نه شول، په مقابل کې واردا ت ۷ ملیارده ډالر برابریږي چې دا رقم دتخمیني احصايي له مخي ۵ فیصده صادرات او ۹۵ فیصده واردات چې داقتصاد له نظره یو تر خطرناکه او غټ کسر په صادراتو او ورادتو کې ګڼل کیدی شي تراوسه پورې ورته توجو نه ده شوې.
همدا لامل دی چې ګاونډيان په خصوص پاکستان او ایران دافغانستان داخلي توکي په خپلو نومونو خارج ته صادروي حکومت تر دې دمه په دې نه دی توانیدلی چې دافغانستان دصادراتو لپاره یو منظم مکنانیزم جوړ کړي خارجي ډونران وهڅوي ترڅو په بنسټيزه او بنیادي پروژو کې پانګوانه وکړي ترڅو صادراتو بهیر اسانه او منظم شي دقاچاق مخنوی وشي او دخپلو توکو دصادراتو دتشویق لپاره مالیه په صادرکونکو معاف کړي د غیري قانوني پیسو مخنوی وکړي د ټرانیزټ او ټرانسپورت ستونزه ورته حل کړي منظمه کارګو سیسټم ورته جوړکړي سړې خوني جوړ کړي ترڅو خپل زراعتي توکي پکې وساتل شي بازارموندنه ورته وشي او دتوکو لپاره منظم تحقیقي مرکزونه جوړشي ترڅو افغاني تولیدات په نړیوال معیار او دنړیوالو د غوښتنو سره منظم دصادراتو لپاره اماده شي.
دسوداګرۍ او صنایعو وزارت دنده ده چې دافغانستان داخلي تولیدات وپیژني او هم ېې د صادراتو لپاره زمینه برابره کړي خو دافغانستان دسوداګرۍ او صنایعو وزارت د چترلاندي داسي اداري او مرکزونه جوړ شوي چې دصادراتو بهیر ته ېې غټ غټ خنډونه جوړ کړي.
یوه اداره د بلي اداري سره موازي او برابر حرکتونه او فعالیتونه کوي ددي ادارو جوړښت له پخوا نه یوه جدي ستونزه ګڼل کیدی شي ځکه په دي ادارتو کې يو ډول مافیايي ګړۍ مسلطي دي او صرف دخپلو کمیشنونو لپاره ېې یو عادي ګاغذ په مختلفو نومونو باندي په خلکو پلوري او هم ېې یو عادي سرتیفکيټ چې په نړیواله سطح هیڅ دمنلو وړ نه وي په صادرکونکو پلوري او له صادرکونکو نه پیسي اخلي او په دوي خپل کمیشن چارج کوي چې له امله ېې دصادراتو په بهیر جدي تاثیر غورځولۍ .
دافغانستان دصادرکونکو ډيري ستونزي دي چې حکومت ورباندې نه دي توانیدلي ځواب ووایې او په هر ځآی کې حکومت په دي بهانه چې د بازار ازاد اقتصاد دی ځان له مسولیته باسي .
زموږ دصادر کونکو جدي ستونزه داده چې دوي په سنتي ډول خپل صادرات کوي او خپلو حقوقو نه ددفاع لپاره یو منظم مرکز نه لري چې هلته خپل مشکلات وړاندي کړي چې دا ستونزه خپله دصادرکونکو ګڼل کیدی شي چې دوی تراوسه په دې نه دي توانیدلي چې دخپلو د حقوقو ددفاع لپاره دحکومت سره مذاکرات او یا هم ورته وړاندیزونه وکړي او که کړي هم وي نو حکومت ورته ترواسه مثبت ځواب نه دي وویلی .
یوه بله جدي ستونزه چې دصادراتو دبهیر او صادرکونکو په مخ کې پرته ده هغه دځمکو موضوع ده تراوسه پورې دصادر کونکو لپاره ځمکه نه ده ورکړل شوې چې صادرکونکي پکې خپله پانګه اچونه وکړي دصادرکونکو خو حکومت هروخت دځمکي په اړه خپله عاجزي په څرنګده ټکو کړې دوی واېې چې ځمکه غاصیبونو غصب کړې او دحکومت دا ځواب ددوي عاجزي او بې کفایتي ښکاره کوي چې تراوسه په دي نه دي توانیدلي چې خپله ځمکه دغاصیبونو له منګلو خلاص کړي .
افغانستان به ترکله پوري دیو مصرفي هیواد په توګه پاتي شي په شته امکاناتو او توکو کې اوس هم افغانستان دګاونډيانو لاس ته ناست دی !!!
په شته مال کې سوالګره یو
په شته وطن کې خوار یو