د ټولټاکنو اصلاحات:
د ټولټاکنو د اصلاحاتو په برخه کې، د افغانستان عام وګړي وايي چې تر هرڅه وړاندې دې د هویت سمې او د اعتبار وړ تذکرې ووېشل شي. عام خلک دا هم وايي که سیاسي ډلې غواړي عام خلک بیا پر ټولټاکنو اعتبار وکړي او پدغه پروسه کې برخه واخلي؛ نو د رڼو ټولټاکنو د اصلاحاتو “یوازنی لار” د برېښنايي تذکرو ژر تر ژره وېشل دي.
اداري فساد:
عام افغانان هره ورځ له اداري فساد او مفسدو چارواکو څخه سر ټکوي او له دې برخې ډېر رنځ وړي، او عام وگړي وايي چې هغوی ولسمشر اشرف غني ته د دې لپاره رایې ورکړې، څو له دولتي ادارو مفسد چارواکي لري کړي او عدلي او قضايي ادارو ته یې معرفي کړي، مګر لیدل کیږي چې په دغه برخه کې اوس ډیر کم یا هیڅ کار نه ترسره شوی. عام افغانان له ټاکل شوي ولسمشر څخه هیله او غوښتنه لري؛ څو د خپل قانوني صلاحیتونو څخه په کار اخیستنې سره له عامو افغانانو سره مرسته وکړي او هرڅه ژر مفسد چارواکي چې په هره کچه وي له عامه ادارو څخه لري کړي.
د ماليې په هکله د خلکو غوښتنې او د دولت مکلفیتونه:
د افغانستان عام وګړي تل له خپلو دولتونو سره مرسته کړې او خپل مکلفیتونه یې سر ته رسولي، مګر هغوی دا هم وايي چې له بده مرغه د افغانستان تېر او اوسني دولتونه ندي توانیدلي؛ څو د خپلو عامو خلکو پر پلونو پل کیږدي، او د خپلو عامو خلکو ستونزو لپاره د حل مناسبې لارې پیدا کړي. د افغانستان عام وګړي پدې نظر دي چې له مالیې اخیستنې سره سم، حکومت او دولت باید دغه لاندې کارونه ترسره کړي:
۱ – له هرڅه مخکې ژر باید د اداري فساد مخه ونیول شي او مفسد چارواکي دي له دولتي ادارو لرې کړای شي.
۲- د افغانستان له وضعیت سره سم باید د مالیې یو مناسب او روڼ سیستم جوړ شي او عام وګړي باید لدې سیستم څخه اطلاع ولري؛ څو افغان ولس وکولای شي په سمه توګه دې بهیر کې ګډون وکړي.
۲ – د عامو خلکو د مالیو دقیق حساب او لګښتونه باید معلوم وي، او عامو وګړو ته باید د هغوی د مالیو دقیق حساب ورکړ شي.
۴ – حکومت دې هڅه وکړي؛ څو په ټول هیواد کې سوله او امنیت تامین شي.
۵ – ټولو عامه وګړو ته باید مناسب عامه خدمات ورسول شي.
د پولیسو په برخه کې اصلاحات:
عام افغانان له ولسمشر څخه غواړي، څو د کورنیو چارو نوي وزیر ته لارښوونه وکړي؛ څو ټولو پولیسانو او په ځانګړي توګه هغه پولیس چې په څلور لارو کې دندې لري، هدایت ورکړي چې عام خلک او په ځانګړې توګه د وسایطو لرونکي ونه ځوروي، او د عامو خلکو د ځورولو پر ځای خپلې پولیسي دندې ترسره کړي.
د حکومت په ادارو کې اصلاحات:
عام افغانان له ولسمشر څخه هیله او غوښتنه لري، څو د حکومت جګپوړيو او ټیټ پوړيو چارواکو ته لارښوونه وکړي، څو لږ تر لږه په اوونۍ کې “یو ځل” له خپلو مجللو دفترونو څخه راووځي او له عامو وګړو سره اړیکې ونیسي، څو دغه چارواکي وکولای شي د خپلو مکلفیتونو په برخه کې د عامه وګړو له اړتیاوو او ستونزو څخه خبر شي او د هغوی د اړتیاوو او ستونزو لپاره حل لارې پیدا کړي.
دا هغه غوښتنې دي چې اوسمهال عام افغانان ورباندې خبرې کوي او په دې لټه کې دي چې افغان دولت دې دغو برخو ته پاملرنه وکړي. د دولتونو اساسي دنده او مکلفیت دا دی چې د عامو خلکو هیلو او غوښتنو ته باید په سمه او دوامداره توګه پاملرنه وکړي.