شانګهای او افغانستان:
ګاونډي او جغرافیايي موقعیت دانتخاب وړ نه دي، خو کولای شو په ګډه معقول او پر ځای سیمه ییز سیاستونه وټاکو. له همدې لیدلوري ګورو، چې د افغانستان متقابلې اړیکې د شانګهای له غړیو هېوادونو سره څه ډول دي؟
افغانستان یو جنګځپلی ، بې وزله په وچه کې راګیر هېواد دی چې دفوق العاده مهم اوستراتیژیک موقعیت په لرلو سره د دریو بشري حوزو(منځنۍ آسیا ، سویلي آسیااومنځني ختیځ ) تر منځ د وصل کړۍ ده.
له ګاونډیو حوزو څخه د افغانستان اړتیا ترانزیتي لارې دي ، ځکه نو دوستانه او ښې اړیکې غواړي ، او له ګاونډیو سره دنه لاسوهنې پر بنسټ داسې اړیکې غوره بولي چې دولت یې له دولت او خلک يې له خلکو سره ټینګوي.
خو افغانستان ته د ګاونډیو حوزو اړتیاتر دې ډیره ده:
د افغانستان ثبات د سیمې د امنیت او ان د نړۍ د هېوادونود امنیت تضمین دی.
یو قوي اوباثباته افغانستان کولای شي د سیمې د هېوادونو لپاره یو ښه اقتصادي شریک وي.
د نړیوال تروریزم پراختیا او د مخدره موادو کښت هغه دوه لاملونه دي، چې د شانګهای د غړیو هېوادونو پام یې دافغانستان پیښو ته رااړولی دی. ښایي درېیم لامل هم شته او هغه په افغانستان کې د غرب او متحده ایالاتو پوځي حضور دی، چې د شانګهای د غړوهیوادونو د اندیښنې سبب ګرځي،خود قضیې ظاهر دا دی، چې غرب او امریکا هم د تروریزم د پلټنې او تعقیب لپاره افغانستان ته راغلي دي.
قدرمنو دوستانو:
دا هغه موارد دي، چې ډیر ځله په مطبوعاتو او سیاسي مجالسو کې مطرح شوي دي. ګاوندي هېوادونه هم د افغانستان د قضیې په هکله خپل نظریات لري، ګاونډي په یوه بڼه ، لویدیځوال په بله بڼه او ښایي د شانګهای غړي هېوادونه له ټولو څخه متفاوت نظریات ولري، مګرداخبره کمه اوریدل شوې ده، چې افغانان دې ستونځې ته څه ډول ګوري؟ شاید له دې لیدلوري څخه ددې ستونځې تعریف له دوستانو سره مرسته وکړي چې له دې کشالې څخه یو روڼ تصویر تر لاسه کړي.
مونږ افغانان دا سې فکر کوو، چې د افغانستان جګړه نه یوه کورنۍ جګړه ده او نه هم کومه ایډیولوژیکه او عقیدوي جګړه او یا هم د واک یا خاورې پر سر جګړه.شاید داسې لاملونه کله کله د جګړې داوږدولو لپاره وکارول شي خو ، د جګړې اصلي لاملونه د ګاونډیو سیالۍ او دنړیوالوځواکونو ستراتیژیکې ګټې دي، چې په خپلو استخباراتي فعالیتونو یې په افغانستان کې یوه نیابتی جګړروانه کړې ده، دا جګړه د دوی د ګټو لپاره، ددوی دلا زیات نفو‌ذ لپاره او دځینوپټو او نا څرګند و اهدافولپاره روانه ده. داسې یوه جګړه چې ګټونکی نه لري، مګر بایلونکي او قربانیان یې د افغانستان بېوسه خلک دي.
دا منو ،چې ځینې مصنوعي او له بهره راوارد شوي کورني عوامل لکه: قومي، ژبني او مذهبي اختلافات ، له دین او دولت څخه متفاوت تعریفونه ، بیسوادي، فساد، مخدره توکي ، بېوزلي او بیکاري به ددې جګړې اور لا پسې ډیروي ،مګر دجګړې سیاسي ارادې په نړیواله سطح بل ځای کې دي، چې کله افغانان د هغوپه هکله پوښتنه کوي، کوم ځواب ورته نه ورکول کیږي. د افغانستان له خلکو سره ډیرې پوښتنې شته، چې نړیوالې ټولنې تر اوسه کوم ځواب ورته نه دی ورکړی.
د جګړې د اهدافو په اړه دیوه روښانه تفاهم نشتوالی په عامه افکارو کې د شک او تردید لامل شوی، چې خلک پر راون بهیر خپل اعتماد له لاسه ورکولای شي. داعتماد نشتوالی په افغانستان کې دجګړې د دوام او د حکومت د ناتوانۍ لامل ګرځي. موږدروانې جګړې په اړه د افغانانو له داسې یوه تصور سره مخامخ یو.
دشنګهای له حوزې سره دافغانستان د اړیکو څرنګوالی هم له همداسې یوې جګړې څخه اغیزمن دی. د قفقاز او چیچین پیښې، منځنۍ اسیا ته د ورتلونکو وسلوالو ډلو ، دهند دچاودونو ، د سینکیانګ او ایغورستان دمخالفتونو او په افغانستان کې د وژنو او ورانیو سرچینې سره ګډې دي.
مونږ او تاسو باید د هغو مرکزونو او سیمو د پیژندلو هڅه وکړو، چې داټولې پېښې ورڅخه رامنځته کیږي او که نه بیا به نو دا ومنو چې دغو تروریستي ډلو او شبکو ته وسلې او نور پوځي امکانات له آسمانه رالویږي!
د مخدره توکو تولید او قاچاق د ډیرو نا امنیولامل ګرځي چې د افغانستان حکومت په یوازیتوب ددغو ستونزو د مقابلې توان ځکه نه لري، چې ددې لړۍ ځواکمنې کړۍ په افغانستان کې نه ،بلکې په سیمه او نړۍ کې خورې دي. زموږ په نظر دمخدره توکو مخنیوی په ګواښ او یا هم نصیحت کولو نشي کیدای. مونږ په دغه برخه کې هم ګډ کار او تر هر څه مخکې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ متقابل اعتماد ته اړتیا لرو.
تر هغو چې دبهرنیو لاسوهنو او شته ستونځو لپاره یوه نړیواله لاره پیدا نه شي، که د ټولې نړۍ پولیس هم افغانستان ته، دمخدره موادو د کنټرول لپاره راوړل شي، کومه ګټه به ونکړي.زما په نظر مخدره توکې یوه مجرده پدیده نه ده ، له سیاسي وضعیت ، بې وزلۍ ، جګړې او نړیوالو لوبو سره مخامخ اړیکي لري.
مونږ نه شو کولای کروندګر یوازې د نړیوالې ټولنې په پینځو کیلو ګرامو غنمو باندې متقاعد کړو چې نور دې کوکنار نه کري.
څه باید وکړو؟
دا یوه اساسي پوښتنه ده، اجازه راکړئ ددې پوښتنې ځواب د شانګهای د غړو هېوادونو د صلاحیتونو په حوزو کې وپلټو.
مخکې وویل شول، چې د شانګهای غړیو هېوادونو ته دتروریزم لمن پراخيدل ، دمخدره توکو کښت او قاچاق او د دې هېوادونو پولوته نږدې د ناټو پوځي حضور دا ټول هغه څه دي ،چې د شانګهای د غړو هېوادونو د انديښنې لامل ګرځي.
نو باید د هر یو په هکله فکر وکړو.
۱-دشانګهای غړي هېوادونه له دې ډاریږي، چې ددوی مسلمان میشته سیموته د تندلارو خپریدا چټکه نشي، دې ټکي ته باید پام وشي چې د داسې ډلو زیږنځای په کوم ځای کې دی؟ په دې هکله باید فکر وکړو چې ددغو ډلو پټنځایونه، وسلې، دروزنې مرکزونه چیرې دي او په دې برخه کې پاکستان څه مرسته کولای شي؟ ددغو یاغي سیمو د کنټرول لپاره، د شانګهای د غړو هېوادونو امکانات کوم دي؟
زمونږ په اند له اقتصادي فشارونو څخه نیولې دتروریستي مرکزونو د ځپلو تر بریده هرڅه تر بحث لاندې راتلای شي . دافغانانو فریاد دادی ، چې تروریستي مرکزونه تر افغانستانه بهر دي ، خو جګړه د افغانستان په کلیو او بانډو کې روانه ده ، دا ولې؟ دا داسې ده لکه د یوه چا چې په سر درد وي خو ډاکتر یې ګاونډي ته د پښو د مفاصلو درمل ورکړي.
۲-دویم ګواښ مخدره توکي دي، چې په بې ثباتۍ کې رول لري، د مخدره توکو ګټه یا عاید د دریو ډلو جیبونو ته ورلویږي. لومړنۍ ډله د مخدره توکو نړیواله مافیا یا قاچاق وړونکي دي. دویمه ډله په سیمه کې هغه تروریستي ډلې دي، چې د تریاکو د کرکیلې زمینه برابروي او هغه کوچنۍ برخه یې چې حتی د حساب وړ هم نه ده افغان کروندګروته په لاس ورځي.
د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړئ ،چې د نظم او قانون په تامین سره د کوکنارو د کښت مخنیوی وکړي په دې برخه کې کولای شو افغانان د اقتصادي زیرمو په بیا رغاونه کې بوخت کړو .
بله دا چې کرنه او د زراعت عصري کول نه یوازې د مخدره توکو د مخنیوي لامل ګرځي، بلکي د حکومت مدني حضور او حاکمت ته پراختیا وربخښي او دا خپله د مخدره توکو د مخنیوي تضمین کیدای شي.
همدارنګه د امنیتي سکتور تقویه هم کولای شي په دغه برخه کې مرسته وکړي، خو له ټولو سره سره بیا هم ټینګار کوو ، چې د سولې او امنیت له ټینګیدو پرته له مخدره توکیو سره مجرده مبارزه ناشونې ده.
۳-د ناټو او متحده ایالاتو شتون:
د سپتمبر ۱۱مه ټولو خلکو ته یاده ده. د عامو افغانانو له نظره، چې هغوی دتاریخ په اوږدوکې هېڅکله هم د بهرنیو ځواکونو شتون په خپل هېواد کې نه دی منلي ووسته له هغې پيښې څخه يي دا ومنله، چې نړیواله ټولنه دې ور سره د افغانستان په امنیت او ثبات کې مرسته وکړي، مګر څه وشول چې وروسته هر څه بدل شول؟ او وضعیت دغه حالت ته ورسیده.د افغانانوزغم کوم شي پای ته ورساوه؟ موږ فکر کوو په دې اړه ښايي د افغانستان ، ناټو او ان د شنګهای غړیو تر منځ همکاري رامنځته شي ، چې ددغې ګډې ستونځې په اړه ګډ کار وشي.
اوس مونږ چیرته ځوو؟آیا کولای شویوه نړیوله ناسته په دغه برخه کې رامنځ ته کړو،آیا شانګهای کولای شي ددغې ناستې کوربه شي، چې د لویدیځ او شنګهای تر منځ د پورته یادوشویو ځانګړیو ستونځو په اړه د همکارۍ او ملګرتوب لارې چارې وپلټي؟
مونږ پوهیږو چې په ناببره توګه د نړیوالې ټولنې وتل به له افغانستان څخه څه پایلې ولري؟ ګاوندي همدې ته په تمه دي ، چې یو ځل بیا افغانستان ته ننوځي او دلته به بیا کورنی جګړه چې بهرنۍ ریښې به لري، رامنځ ته کیدای شي. عرب، چیچین ، ازبک، تاجک او حتي اروپایان به افغانستان ته راشي او هغه وخت به افغانستان او سیمه دا نیمه امن او ثبات هم له لاسه ورکړي.
دا په دې مانا نه ده ، چې ګواکې افغانان غواړي نړیوال ځواکونه تر ابده په افغانستان کې پاتې شي.مونږ باید په سیمه کې د ځواک انډول جوړ کړو.افغانستان باید د ګاونډیو او نورو هېوادونو له مداخلې څخه وژغورو،چې له خپل ځانه څخه د دفاع پوځي توان ولري. شانګهای باید په دغه برخه کې مرسته وکړي ځکه شانګهای د افغانستان ګاونډی دی اوله نړیوالې ټولنې سره په تفاهم کې کولای شي په داسې یو پرمختګ کې له مونږ سره مرسته وکړي. شانګهای باید د افغانستان پر ګاونډیوفشار راوړي،چې خپلې اړیکې له افغانستان سره د پوځي پر ځای ملکي کړي. ددغه ستونزو دوسیه باید له استخباراتي ادارو څخه د بهرنیو چارو وزارتونو ته انتقال شي. دا بیا د افغانستان په وړاندې د یو ريښتنې سیاست پیل دی.
ګاونډیان ښایي له ورانکارو ډلو سره دپټو استخباراتي اړیکوددرلودلو پر ځای له ملتونو او حکومتونو سره ښې اړیکې تینګې کړي. که داسې ونه شي، د شانګهای غړې هېوادونه به هم خوندي پاتې نه شي. تاسو وینئ چې ځینې ګاونډي هېوادونه له همغه څه سره لاس په ګریوان دي، چې پر افغانانویې راوستي وو.
سیمه ییزه همکاري داقتصادي اړیکو پیاوړتيا او د افغانستان له ترانزیتي لارو څخه معقوله ګټه ا خستنه کولای شي په سیمه کې د پوځي او منفي سیاسیتونو د رقابت ځای ونیسي او دا هغه څه دي، چې افغانستان تل د هغه غوښتونکی دی. یوه ښه بیلګه يي د افغانستان له لارې د ګازو د پایپ لاین (ټاپی) د پروژې غځول دی. دې پروژی وکولای شول عملا ترکمنستان ، افغانستان. پاکستان ، او هندوستان سره نږدې کړې ، مونږ کولای شو دا شان پروژې نورې هم زیاتې کړو، چې اقتصادي ګټې د ټولو سیاسي دښمنیو ځای ونیسي.زما په اند دا یوازې یو خوب او خیال او یا هم یو ښه هیله نه ده. بلکې زه باور لرم دا ممکن او دپلي کیدو وړ دي. شانګهای په ټولو دغو نړیوالو مسایلو کې اساسي او بڼسټیزرول لري، هیله ده یوه ورځ يي مونږ د پلې کیدو شاهدان ووسو
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۱ مه / پرلپسي ۹۳ مه ګڼه/چهارشنبه/ سنبله /۱۰/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *