خبرپاڼه
۱۳۹۳ د مرغومي ۲۱
د پوهنې لپاره نړیوال ګډون د ۲۰۱۸-۲۰۱۶ کلونو لپاره د افغانستان له معارف سره د ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو د مرستې اعلان وکړ. دغه مرسته د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون د مشرتابه هیت په وروستۍ غونډه کې، چې د امریکا متحده ایالتونو په واشنګټن کې جوړه شوې وه، اعلان شوه.
د پوهنې لپاره نړیوال ګډون پروګرام، چې په لومړیو کې د چټکو زده کړو د نوښت په نوم یادېده، په ۲۰۱۳ م کال کې یې په افغانستان کې عملاً خپل لومړني فعالیتونه پیل کړل. دغه پروګرام اوسمهال د افغانستان د ۱۳ ولایتونو په ۴۰ ولسوالیو کې عملي کېږي.
د پوهنې لپاره نړیوال ګډون په هغو سیمو کې چې د نجونو د زده کړې کچه پکې ټیټه، پوهنې ته لاسرسی ستونزمن، لرې پرتې او وروسته پاتې او امنیتي حالت پکې د ډاډ وړ نه وي، عملي کېږي. ددې پروګرام ټولیزه موخه داده، چې په یادو ولسوالیو کې په متوازن ډول زده کړو ته د لاسرسي اسانتیاوې برابرې شي.
د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون پروګرام مشرتابه د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي محمد آصف ننګ ته د یوې رسمي وثیقې په رالېږلو سره په هغو سیمو کې د پوهنې د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ۱۰۰ میلیون ډالره منظور کړل، چې ښوونیز شاخصونه پکې ټیټ دي. ددغو پیسو ۷۰ میلیون ډالره ثابت او پاتې ۳۰ میلیونه متغیر یا غیر ثابت دي.
دغه پیسې د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون پروګرام د نوي مالي چوکاټ له مخې په دوه برخو ۷۰ سلنه ثابت او ۳۰ سلنه غیر ثابت باندې وېشل شوې دي، چې له مخې یو هېواد کولای شي په لومړي سر کې د پوهنې د ستراتیژیک پلان او کره ارقامو د وړاندې کولو پربنسټ د ۷۰ سلنه تخصیص شوې بودیجې غوښتنه وکړي. پاتې ۳۰ سلنه د لومړي فېز د تعهداتو د عملي کېدو په صورت کې ورکول کېږي.
د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون پروګرام د کلیوالي ټولګیو، چټکو زده کړو او په جوماتونو کې د درسي ټولګیو د جوړولو له لارې ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي.
تر اوسه ددې پروګرام پر مټ د هېواد په ګڼو لرې پرتو او کلیوالي سیمو کې زرګونه زده کوونکو ته چې د ځینې دلایلو له امله له زده کړو لرې پاتې و، د باکیفیته زده کړو اسانتیاوې برابرې شوي دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت ددې پروګرام د نوې مرستې لپاره پر دقیق پلان جوړولو باندې کار کوي، چې په مناسبو او موثرو لارو به د ښوونیز نظام د پیاوړتیا او پراختیا په لار کې ولګول شي.
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *