تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۱مه: د افغانستان د پوځ لومړنۍ جنراله او د پوځ جراحه ډاکټره سهیلا صدیق نن پنجشنبه د سردار محمد داوودخان په روغتون کې د ۷۱ کالو په عمر وفات شوه.

اغلې صدیق ۳۶ کاله د سردارمحمد داوود خان په روغتون کې د ډاکټرې، جراحې، د روغتون د مشرې او د هیواد د عامې روغتیا د وزیرې په توګه کار کړی دی.

اغلې صدیق له پنځو کلونو راهیسې د الزایمر یا نسیان په ناروغۍ اخته او د سردارمحمد داوود خان په روغتون کې بستر وه چې نن یې د ډاکټرانو په وینا له همدې ناروغۍ ساه ورکړه.

ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د ۴ نیم ملیارده ډالرو په لګښت د ملي ځواکونو د کورنیو لپاره یو زېږنتون او روغتون هم د اغلې سهیلا صدیق په نوم پرانیست.

ډاکټره سهیلا د هېواد په روغتیایې سیستم کې په داسې حال کې چې لا هم د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی یو نوموتی نوم دی

One thought on “د افغانستان لومړنۍ جنراله او د پوځ جراحه وفات شوه”
  1. rrقربانیږه د هغو لاس او قلم نه ــــــــــــــــ \ی مشتاق یې مراد مومی له کرم نه

    چی په مینه کړی نظر د مظلوم لورن ته ————-زه به یې ولط نه جاریږم له قدم نه
    ملنګجان باباـــــــ
    خدای دی وبخښې! امین!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *