تاند- ټایم مجله، چې هرکال د نړۍ خورا اغېز شیندونکي شخصیتونه معرفي کوي، د سږ کال په لیست کې د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني هم شامله کړې ده.
مېرمن رولا غني، چې په افغانستان کې په بي بي ګل هم مشهوره ده، د ټایم مجلې د ۲۰۱۵ کال د غوره او اغېزشیندونکو شخصیتونو په کتار کې ګڼل شوې ده.
د ټایم مجلې په وینا مېرمن رولا غني د افغانستان د نورو لومړۍ مېرمنو په شان بې نومه او ږغه نه ده. دا د افغانستان د مهمو مسایلو په اړه خپل ږغ پورته کوي.
د ټایم مجلې له راپور سره سم، سره له دې چې مېرمن غني له دې کبله چې لبناني الاصله ده، د افغانستان په ټولنه کې ځیني ستونزې لري، خو یوه داسي ښځه ده چې لوړې زده کړې یې کړي او له کار سره زیاته لېوالتیا لري او له همدې کبله ډېر خلک هیله لري چې دا به په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره ډېر څه وکړای شي.
د ټایم مجلې په سلو تر ټولو زیاتو اغېز شیندونکو شخصیتونو کې د رولا غني ترڅنګ ملاله یوسفزۍ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز او د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم شامل دي.
د ټایم مجلې د کال غوره شخصیتونه د مشهورو لیکوالانو او د سلو مخکینیو اغېزشیندونکو شخصیتونو له لوره غوره کېږي او وروسته د ټایم مجلې د لوستونکو له لوري رایې ورکول کېږي.
n Jhdl l[gX 100 hyXcadkn,k;D aowdj,ki
د نړۍ سل اغېز شیندونکي شخصیتونه لومړی پلا په ۱۹۹۸ میلادي کال په واشنګټن کې اعلان شول. هغه مهال د دې لېست خپرېدا دومره زیات لوستونکي ټایم مجلې ته جلب کړل چې دې مجلې په ۲۰۰۴ میلادي کال پرېکړه وکړه چې هر کال دا کار وکړي.