د پنجشنبې په ورځ د اسد د میاشتې په ۴ نېټه په کابل ولایت کې یو شمېر پخوانیو جنګسالارانو، پخوانیو سیاسي ناکامو سیاستوالو او د ولسي جرګې ځینو بدنامو استازو د افغانستان لوی ملي ایتلاف په نامه یو تشکیل رامنځ ته کړو.
په یاد ایتلاف کې د مختلفوفکرونو او نظریاتو خاوندان، د پخواني حکومت بد نامي او ناکامي څېرې، د اوسني حکومت شړل شوي اشخاص او جنسي تېری کوونکي (جنرال دوستم) او د ولسي جرګې ځینې بدنامي څېرې چې اکثریت خلک یې په ډوزمارانو او کمیشنکارانو پېژني او په اجتماعي رسنیو کې خلک ددې خلکو خبرې د ساعتېرۍ او ریشخند لپاره د یو بل سره شریکوي او ریشخند پرې وهي راغونډ شوي وه. د یاد ایتلاف غړو په خپله اولنۍ غونډه کې د ښې حکومت دارۍ، د کار برابرولو، امنیت ساتنې، د سولې بهیر او شفافو ټاکنو په ترسره کولو ټینګار وکړ، او وعده یې وکړه چې د یادو موخو لپاره به په ګډه کارکوي. خو که تېر تاریخ ته مراجعه وکړو همدا خلک د ښې حکومتدارۍ په مقابل کې لوی خنډونه دي د مثال په ډول څه موده مخکې افغان حکومت یو لوی جنګسالار، د سلهاوو انسانانو قاتل او د جنرال دوستم د غیري قانوني ملیشو قوماندان نظام الدین قیصاری ونیولو د یاد ایتلاف برجسته غړي جنرال دوستم په یاده پېښه سخت غبرګون وښود او پلویانو ته یې د دولتي تاسیساتو د بندولو، سوزولو او دوه ستر تجارتي بندرونو ( اقینه او تورغنډۍ) د تړلو امر وکړو، د یاد جنګسالار په امر د جوزجان او فاریاب ولایت اکثریت دولتي تاسیسات وتړل شول او ځینې یې وسوځول شول د تورغنډۍ او اقینې بندرونه هم د لسو ورځو لپاره تړل شوي وه چې دې عمل ملي عوایدو او تجارانو ته په میلونونه ډالر زیان ورسوو. همدارنګه د سولې د بهیر لپاره هم د همدې ایتلاف غړي لوی ګواښونه دي، هر کله چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې شروع شي نو همدا ډلې دي چې د خپلو بادارانو په اشاره یې په مقابل کې عکس العمل ښیې او د سولې د خبرو کلک ممانعت کوي د همدې ایتلاف غړې ول چې د افغان دولت او حکمتیار ترمنځ خبرې یې سبوتاژ کولي او نه یې غوښتل چې د افغان حکومت او حکمتیار ترمنځ سوله وشي. د یاد ایتلاف غړي د خپلو غیري مسؤولو وسلوالو ډلو په واسطه اختطاف، چور، غلا او غصب کوي او همدارنګه د حکومت د وسلوالو ډلو سره د خپلو نا مشروع ګټولپاره کمک کوي او هغوی ته په ښارونو کې د انتخاری حملاتو او تخریبي کړنو لپاره زمینه برابروي.
په ټوله کې د افغانستان لوی ملي ایتلاف ( د ولس ضد لوی ایتلاف) د جوړیدو لوی موخې دا دي چې خپل هغه جایدادونه او توري پیسې وساتي چې په غلا، چور،اختطاف او د غصب په واسطه یې راټولي کړي او دوهم دوی غواړې چې ددې لارې په افغان حکومت فشار راوړي چې دوی او ددوی پلویانو ته په امیتاز قایل شي خو زه په پوره باور او اطمینان سره وایم چې د داسې سیاسي لنډغرو او مافیایې ایتلافونو جوړول افغان حکومت ته لا مشروعیت ورکوي او افغان ولس یې تر شاه درېږي.
په اخیر کې دا چې دا ایتلاف د متضادو اتیلافونو او مختلفو فکرونو مجموعه ده نو تېر تاریخ ته په کتو زه په پوره اطمینان او باور سره ویلی شم چې یاد ایتلاف به د درې میاشتو څخه زیات دوام ونکړي افغان حکومت باید د یاد ایتلاف هیڅ نوعه فشار ته تسلیم نشي او ددي ایتلاف ځینې غړي لکه ظاهر قدیر، حمیدزی لالی، همایون همایون، عطا محمد نور او صلاح الدین رباني د فساد، اختطاف، چور او غصب په تور ونیسې او محاکمه یې کړي. د حکومت دا عمل به ولس ته نوي هیلې او ارزوګانې ورکړي او افغانان به راتلونکي ته لا امیدوار کړي.
SALAMO ALIKUM MY DEAR AFGHANS;
HAMID KARZAI DO NOT HAVE QUALIFICATION OF PRESIDENCY.
AFGHANS HAVE POLITICAL KNOWLEDGE/THEY WILL THINK ABOUT
EVERY MEMBER OF THIS TEAM AND AROUND HAMID KARZAI.
WHAT THIS TEAM WANT/POWER FOR OWN POCKET TO BECOME MORE FAT.
WHAT THEY DID IN PAST PERIOD OF POWER,
WHY THIS TEAM IS AGAINST ASHRAF GHANI.
BECAUSE OF ASHRAF GHANI SAHIB WANT CHANGE AFGHANISTAN.
PEOPLES MUST MAKE CORRECT DECISION.
THANK YOU
سلام
یو خو خپلہ سیاست دروغجن علم دی او بل چی سیاست لوبی لکہ دا پورتہ پیڑندل شوی مات کاسہ اوکپری را بر سیرہ شی دا یو نہ منونکی او لہ شرکۂ دک د فساد یو کرکیچ را منخ تہ کوی چی عمر یی دیر لند دی
د بن د معاھدی ستر مکار او حیلہ گر لکہ موزک لہ دی کنج او ھغہ کنج سر راباسی او ھیاھو کوی د سیاست اخلاق دا دول لوبی نہ منی
ملی اتلاف داسی کسان چی ملی ھویت نہ یی د فساد ، بیسوادی، نا پوھی ، بشپر جہالت بوی پورتہ کیزی نہ یوازی د افغانستان سرہ بلکی د ملی حاکمیت، خپلواکی ، پوھی او پرمختگ سرہ پہ تکر کی واقع کیزی
تبصرہ شخصی غرض باندی ولارہ نہ دہ راخی دا گز او دا میدان یوہ ازموینہ بہ وتاکو او بیا ہ وگورو چی خوک د لیسی پہ کچہ پہ از موینہ کی بریانی کیدای
شی۔ مخکی لہ دی چی مبارزی او ملی مسائلو او تاریخی مسولیت باندی بحث وکرو
لہ شرمہ دک
بر یالی کیدای
پور تنی تبصرہ د مبایل لہ لاری د عربی کیبورد پہ واسطہ لیکل شوی بنا د املا یی غلطی نہ معذرت غوارم