جان بس

تاند- جان بس، چې ټاکل شوې ده د ولسمشر ټرمپ له لوري په افغانستان کې د امریکا سفیر شي، باور لري چې پاکستان د افغانستان د جګړې د دوام سبب دی.

د اوټلوک ورځپاڼې د راپور پر اساس، جان بس وايي چې که د امریکا د مشرانو جرګې له لوري په افغانستان کې د متحدو ایالتونو د سفیر په توګه تایید شو، هغه وضعیت به بدل کړي چې پاکستان د افغانستان لپاره رامنځته کړی دی.

د امریکا ولسمشر او نورو چارواکو ویلي چې پاکستان افغان طالبانو ته پناهځایوه ورکړي او د پاکستان د ملاتړ له کبله طالبانو جګړې ته دوام ورکړی دی.

پاکستان دا اداعا رد کړې ده.

خو ښاغلی جان بس وايي چې د پاکستان له مرستې او همکارۍ پرته نه طالبان په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکولی شي او نه امریکا په افغانستان کې بریالۍ کېدای شي.

ده زیاته کړه، اسلام اباد د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو ته په پناه ورکولو او د هغوی په ملاتړ په افغانستان کې سترې ستونزې زېږولې دي.

جان بس چې دا څرګندونې د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته کولې، همداراز وویل«که سناتورانو زما ماموریت تایید کړ زه به دا وضعیت بدل کړم.»

ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل«هڅه به وکړم چې د پاکستان د دولت (پوځ او حکومت) نظر بدل کړم. زه پوهېږم چې د دې ستونزې لپاره باید څه وکړم.»

ده په عین حال کې وویل چې پاکستان د افغانستان په چارو کې کلیدي رول لري او دې هیواد افغان طالبانو ته د پناهځایونو په ورکولو افغانستان ته سترې ستونزې پیدا کړي دي.

ښاغلي جان بس د یوه سناتور د پوښتنې په ځواب کې وویل«که د پاکستان او د سیمې د ځینو نورو هیوادونو مرسته او همکاري نه وي امریکا به په افغانستان کې بریالۍ نه شي.»

ده تاکید وکړ چې که افغانستان د تروریستانو پناهځای وي، د هیچا په ګټه نه دی.

خو له دې سره سره تراوسه عملاً داسې ښکاري چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه د افغانستان په ورانۍ او د جګړې په دوام کې خیر ویني.

One thought on “د افغانستان لپاره د امریکا نوماند سفیر پاکستان د افغانستان د ستونزو سبب بولي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *