تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خپل هیواد کانګریس ته د یوې ستراتیژۍ طرحه وړاندې کړې چې پر اساس یې د اسیا په جنوب کې د امریکا اصلي لومړیتوب د سیاسي موافقې له لارې د افغانستان د جګړې پای ته رسول دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژۍ په طرحه کې ویل شوي چې هر راز سیاسي موافقه باید دا تضمین کړي چې له افغانستان څخه د امریکا او د دې هیواد د ګټو پر ضد د حملې لپاره او د تروریستانو د ځالې په توګه کار نه اخیستل کېږي.
په دې ستراتیژۍ کې ویل شوي چې د جګړې پای په افغانستان کې د امریکا د حضور د پای معنا نه لري.
همداراز ویل شوي چې د امریکا حکومت د افغانستان له حکومت سره په دې بوخت دی چې په خپل منځ کې د اوږدمهالې او دایمي همکارۍ اساسات رامنځته کړي.
په دې طرحه کې په ملکي مرستو د پوځي هغو د بدلېدو یادونه هم شوې او ویل شوي چې په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به امریکا له دې هیواد سره ملکي مرستې ډېرې کړي.