دیمیتری تودو رو ویچ، نن په کابل کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د نوی عمومی رئیس په توګه دنده پیل کړله. د سویدن کمیټه په افغانستان کې یوه د هغه سترو موسسو څخه ده چی د تیرو ۳۲ کلنو څخه راپدیخوا پدې هیواد کې په کارونو بوخته ده. دمګړئ دا موسسه کابو شپږزره کارکونکي لرې چی ۹۹ سلنه يي افغانان دي.
دیمیتری تودو رو ویچ په دې اړه چی ولی يي د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د عمومی رئیس چوکئ ته کاندید وو، وايي چی دا کمیټه په افغانستان کې ځايي میشتو ټولنو سره خورا ښه اړیکې او همداراز د نورو موسسو په کتار کې یو ښه نوم او ځای لرې، نو له همدې امله مې ددې کمیټې د عمومی ریاست چوکئ ته ځان کاندید کړ. هغه وايي چی دې کمیټې په افغانستان کې په بریالیتوب سره د پروګرامونو پرمخ وړلو او تطبیق په برخه کې یو لوړ نوم او ځاې لري.
دیادونې وړ ده چی دیمیتری تودو رو ویچ د تیرو شلو کلنو څخه راپدیخوا د نړیوال پرمختګ په برخه کې په مختلفو موسسو او په ځانګړې توګه د اوکسفام او د مهاجرینو لپاره د ډنمارک کونسل سره کار کړې دې. هغه د موسسو د پیاوړتیا او پرمختګ، د بشري مرستو او اداري څانګو کې کاري تجربه لري او د عراق او افغانستان په څیر جنګ ځپلو هیوادونو کې د پروګرامونو پرمخ وړلو دنده په غاړه لرله. دیمیتری تودو رو ویچ د کروشیا هیواد څخه دې او په بلکان کې د انتقالی دورې تجربه هم لرې.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې سرمنشي اغلی اننا کارین جوهانسون ددې کمیټې لپاره د عمومی رئیس په توګه د دیمیتری تودو رو ویچ په ګمارنه خوښي څرګنده کړله او وايي چی په یوې داسې موده کې چی افغانستان د یو بدلون او پرمختګ سره مخ دې د سویډن کمیټې د کابو شپږزره کارکونکو لپاره د هغه اړتیا لیدل کیدله.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د عمومی ریاست ته ځان کاندیدول د دیمیتری تودو رو ویچ په اند یو دا هم دې چی دا کمیټه پدې هیواد کې د نورو موسسو په پرتله د یو روښانه دریځ سره کار کوي. هغه وايي چی د سویډن کمیټې همدا روښانه دریځ دې چی دوی په افغانستان کې د تیرو دوه دیرشو کلنو څخه راپدیخوا د روغتیا، ښوونه او روزنه، د کلیو د پراختیا او د افغان معلولینو د بیا روغونې په برخو مهم کارونه کوي. د دیمیتری تودو رو ویچ په وینا په ۲۰۱۴ کال کې د سویډن کمیټې د عمومی رئیس په توګه دنده په غاړه اخستنه به د هغه لپاره ډیر زړه پورې وي ځکه چی دا وخت به د فرصتونو او سیالیو څخه ډک وي.