د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه ټولنیزي رسنۍ یانې په فیس بوک خپلي پاڼي ته د لازیاتو میرمنو د رابللو لپاره یو اونیز کمپاین پیل کړ. د دغه کمپاین چې د شنبې په ورځ د جون د میاشتې په شپږمه پیلیږي د راتلونکي جمعی د ورځې د جون دولسمې پوري دوام ولري چې درې سوه نورې میرمني دغه پاڼه خوښه کړي. پدغه موده کې به د سویډن کمیټې فیس بوک پاڼه هره ورځ یو پیغام ولري چې میرمني او نجوني دغه پاڼه خوښولو لپاره راوبلي او یا هم نارینه دي ته وهڅوي چې خپله کورودانه، لوڼي او ملګري دغه پاڼه د خوښولو لپاره رابولي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه پدې باور ده چې میرمنو ته په هر ځاې کې د ځان او خپلو وړتیاوو د څرګندولو لپاره هغوي ته فرصتونه برابر کړي. دا کمیټه غواړي چې د میرمنو ټولي کړني د ټولنیزې شبکي د لاري ښودولو سره د جنډر ترمنځ توپیر لیري او د یو شان برابري یانې د مساوي کولو لپاره کار وکړل شي.
ددې کمپاین موخه د اونۍ په پايې کې په فیس بوک کې د سویډن کمیتې پاڼه کې د میرمنو شمیر ۸۳۳ او یا هم ۲۶ په سلنه او یا هم درې سوه میرمنو ته لوړه شي.
دا وخت د سویډن کمیټې فیس بوک پاڼه یواځي ۵۳۳ میرمنو چې ۱۷ سلنه دې خوښه کړي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه پدې باور ده چې میرمني باید د ژوندانه په ټولو لارو چارو کې برخه ولري.
د دې کمیتې د معلوماتو یا د رسنیئو د څانګي یوه کارکونکي آغلي حمیرا غني وايې چې مونږ د افغانستان د پرمختګ په بهیر کې د میرمنو د ګډون څخه ملاتړ کوو.
د هغي په وینا هغه نجوني او میرمني چې په فیس بوک کې يې د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې
Swedish Committee for Afghanistan
پاڼه نده خوښه کړي باید دغه پاڼه خوښه کړي. دغه کار که په ټولی نړۍ کې ستر بدلون نشي رامنځته کولی خو بیا هم خورا ارزښتمن دې.
آغلی حمیرا غني وايې چې په فیس بوک کې د سویډن کمیتې پاڼه خوښولو سره هغوي به دا فرصت ولري چې د دې کمیتې د کارونو په اړه خپل نظرونه مونږ سره شریکي کړي او همدارنګه د افغانستان د پرمختګ د بهیر په اړه میرمنو ته عامه پوهاوې هم ورکړي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د میرمنو، نجونو او د نارینه او یا هم د هلکانو ترمنځ د جنډر توپیر لیري کولو لپاره کار کوي. د فیس بوک په پاڼه کې د لازیاتو میرمنو ګډون سره مونږ دا ښایو چې مونږ د جنډر د برابرۍ لپاره کار کوو او همدارنګه دا هم وښایو چې د سویډن کمیټه د کمیونیکیشن یا د فکرونو څرګندولو لپاره نوې طریقه لري.
باید ووایو چې په ټوله نړۍ کې د فکرونو څرګندولو لپاره ټولنیزې رسنۍ ستر ارزښت لري او همدارنګه په افغانستان کې هم ارزښت پیدا کړی دې.