د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د کلیو د پراختیا پروګرام د سمنګان ولایت په فیروزنخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو کې ۲۷پروژې بشپړ او ګټې اخیستنې ته یې وړاندې کړی. په ضمن کې تمه ده چې د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې ۲۴ دټولنیزو پراختیا شوراګانو مالي لګښت د سویډن کمیتې د کلیو د پراختیا د پروګرام له لارې ورکړل شي.

یاد ۲۷ پروژې د شمال د کلیو د پراختیا د پروژې له لارې د شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د سمنګان ولایت په یو شمېر بې وزلو کلیو کې پلې او د بشپړېدو سره سم ځايی چارواکو ته وسپارل شول.

د یادو پروژو څخه په ګټه اخیستو سره به د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو ۱۷۰۰۰ اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ، ترانسپورت او د ژوندانه ځينې نورو اړینو آسانیتاو ته لاسرسۍ پیدا کړي.

د ټولنیزو شوراګانو د مالی لګښت په موخه د  هوکړه لیک د لاسلیک په مهال ګډون کوونکي، 

په هم دې حال کې د بلخ ولایت د چهاربولک په ولسوالۍ کې د یو شمېر پروژو هوکړه لیک په یو لړ رسمي مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د چارواکو او د سويډن کمیټې د کلیو پراختیا د پروګرام د مسوولینو ترمنځ لاسلیک شو.

د هوکړه لیک په اساس به د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ځايي پراختیا پر ۲۴ شوراګانو څه دپاڅه ۲۲ میلیونه افغانۍ چی دری سوه پنځه نوی زره امریکاي ډالره کیږي ولګوي.

د یادې بودیجي لس سلنه د ځايي خلکو له خوا ورکول کیږي.

د یادو شوراګانو په چوکاټ کې د ۲۰۰ زرو افغانیو په مالي لګښت د ښځو د ظرفیت د لوړوالی پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

په دغه مراسمو کې ۳۰ تنه د دولتي چارواکو ، سویډن کمیټې کارکوونکو او خبریالانو په شمول ګډون درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *