د افغانستان لپاره د چین خاص استازی

تاند- د افغانستان لپاره د چین نوي ګومارل شوي ځانګړي استازي د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) رول وستایه.

د افغانستان لپاره د چین خاص استازي سن یوکسي نن /دوشنبه/ د افغانستان، هند او لوېدیځو هیوادونو د چارواکو د نظر خلاف، چې وايي د پاکستان استخبارات د افغانستان په ناامنۍ کې لاس لري او د ترهګرو ملاتړ کوي، ووویل:«آی ایس آی د تروریزم پرضد په جګړه کې فعال دی.»

افغانستان او امریکايي استخباراتو د مې په میاشت کې په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ حمله د آی ایس آی له لوري تنظم شوې بللې وه. افغان چارواکو تېره اوونۍ د کابل پر هوايي ډګر برید هم د آی ایس آی کار وباله.

ښاغلی سن، چې پخوا په افغانستان او هند کې د چین سفیر و، د افغانستان لپاره د چین د خاص استازي په توګه تر نومول کېدو وروسته د تېرې سې شنبې په ورځ کابل ته راغی.

ده له خبریالانو سره په خبرو کې وویل:«فکر کوم آی ایس آی د پاکستان د حکومت یا پوځ د یوې ادارې په توګه د تروریزم پرضد په مبارزه کې اغېزمن ښکاري.»

خو کله چې ښاغلي سن ته د هرات د مثال یادونه وشوه، ده وویل:« تر کومه ځایه چې د هرات په قضیې پوري تړاو لري، ما له یوې مودې راهیسي د سیمې انکشافات نه ول تعقیب کړي، خو باور لرم چې د پاکستان حکومت او د پاکستان هره مسووله اداره به د ترهګرو ډلو د ملاتړ پر ځای یوازې د ترهګرۍ پرضد مبارزه وکړي.»

د افغانستان لپاره د چین خاص استازی د کابل له سفره وروسته روانه اوونۍ اسلام اباد ته ځي. دی به د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي.

دی په عین حال کې چې د آی ایس آی منفي رول ردوي، وايي چې پاکستان د افغانستان په سوله او ثبات کې ډېر مهم رول لوبولی شي.

10 thoughts on “د افغانستان لپاره د چین خاص استازي د (آی ایس آی) د رول ملاتړ وکړ”
  1. که چير د پنجاب دغوشتنی حکومت چوړ شی او زموږ ټوله داری لوټ کړې نو بېا د ډېر ښه استخبارات دی پاکستان دخپل بادار په لمسون او مصلحت زموږ دوطن د ورانېدو پلان له پخوا څخه لری دا چی د چېن دېپلومات ځه وايی دا عجيبه خبره ده ايا دچين دولت دهغه راکيتونو څخه خبر ندی يا ځان تيره وی ولی دنړی قدرتمند هيوادونه عادت کړی چی د حقيقت څخه سترګي پټوی

  2. دا د نړي تر تړلو احمقترينه ديپلومات دي. خداي خو په سترګو ړوند کړی چې څه نه ويني خو خداي د په خير په غږو هم کون کړي چې نور څه وانه هم وري. ‌دا لومړنۍ ديپلومات دي چې په خپل ځان او سياسي شعور يي په نړيواله سطحه د بې عقلی عريضه وکړه او و يي شرماوه

    1. خیر دی هم ملامت نده ځکه چی امریکا په سیمه کی یوه داسی لوبه شروع کړی ده چی دوی هم تری د خیر تمه نلری او دوی هم لکه د پاکستان هر خواته لاس اچوی غواړی چی په سیمه کی خپل ملګری زیات کړی خو تر څو چی حقیقت ښکاره نکړی دا به یی په تاوان وی

  3. فكر كوم جه دي خبله هم د اي ‘ آس ، اي بخته غري دي دي بايد بوه شي جه افغانان اوس ويخ او به هر خه بو هيزي ته يو جينايء غواري افغانانو ته بأزي وركري دا د ده غلت سياست دافغانستان به مقابل كي دي جواب وركري جه خمونز خاوره ترك مونز داسي استازي ته ضرورت نه لرؤ

  4. د افغانستان لپاره د چین خاص استازي سن یوکسي پدی ښه پوهیږی چی نسبت له افغانستان نه دوی ته د پاکستان ګټه زیاته ده . پاکستان ښی پریمانه وسلی له چین نه اخلی او خپل ځان د هند په مقابل کی تقویه کوی. پاکستان او چین دواړه مشترکی او ستراتیژیکی اړیکی لری. دواړه مشترک دښمن لری چی هغه د هند ستر هیواد دی.چین هم له هند سره سرحدی لانجی لری او پاکستان هم د هند په کشمیر دعوالری. دچین او پاکستان کلنی تجارت میلیاردونو دالرو ته رسیږی. بنا د چین نوی سفیر چی پخوا یی په هند او افغانستان کی ماموریتونه اجراکړی ، ډیره تجربه لری او خپل دوست نه خفه کوی. اوس وګور چی زمونږ ديپلوماسی به څومره موفقه شی تر څو له چین سره د اړیکو توازن د افغانستان په خوا راوګرځوو. ح . بریال

  5. د چین استازی خداداد ته پریږدی بیا پرې تبسرې ولیکی ایله راغلو یو خبره یې وکړه چې د پاکستان پوځ هم ترهګری په ضد جنګیږي
    دا نوې لوبه ده د امریکا او اچین خو بدبختانه په افغانستان کې دا لوبه کوي

  6. که زه چیرته د افغانستان ولسمشر وای لکۍ مې ورګنډه کوله، مونږ سره چين څه مرسته کړیده ؟ په رشوت او غدارۍ ېې د لوګر د عينکو د مسو او اوسپنې ذخيرې په اجاره واخستې اوس وايي افغاني کارګران نه منو څو زره تنه خپل بې سترګو ، چيتيان راوړو ، نه پوهیږم چې د افغان دولت ورسره ومنله او که نه

  7. د ای آیس آی کارخوهر چاته معلوم دی د بیچاره فکر کوم بیرولی دی چی بیا خرمرګی او هم ځان مرګی درباندی کوو باید ای ایس ای پسی څه ونه وایی پاکستانی اخبارونو لکه ډان اخبار هم ذکر کړی وو چی ای ایس ای د تره ګری ضد کارونو کی اخته اوس چی دتره ګرو مرکز پاکستان دی د چینایی یغور ]څخه نیول بیا تر اوزبک لشکری جنګوی لشکر طیبه تنظیم طلبه پاکستان کويټی شورا ماته خو بیا چینای ځوان یا طبیب معلومیږی چی خراب یی اعصاب وی او توصیه د معدی د دواکوی ښه پوره بیعقل دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *