د افغانستان لپاره سويډن کميټې معلولينو پروګرام له لورې ۱۶  تنه ښځينه او نارينه معلولينو ته د بيلابيلو کسبونو زده کړه ورکړل شوه او اړين کاري وسايل په واک کې ورکړل شول.

د معلولينو پروګرام د معلولينو د اقتصادي پرمختګ او د هغوی لپاره د اوږدمهاله عايداتي سرچينو د برابرولو په موخه لغمان ولايت کې يوولس ښځينه او پنځه تنه نارينه معلوليت لرونکو وګړو ته  د کاليو ګنډلو، پر کاليو د شيشو ګنډلو کسب زده کړې ورکړې.  فارغ شوو معلولينو ته د زده کړي کسب اړونده وسايل هم وسپارل شول.

د لغمان کار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو ريس عبدلبصير هاشمي د کسبونو د زده کړې څخه د فراغت په مراسمو کې د افغانستان لپاره سويډن کميټې معلولينو پروګرام څخه له دې امله مننه وکړه چې د معلولينو د فزيکي او ټولنيزې بيارغونې ترڅنګ د هغوی د اقتصادي پياوړتيا لپاره هم اغېزناک پروګرامونه ترسره کوي.

هغه زياته کړه: ((د کسبونو زده کړه معلولين په ټولنه کې شاملوي او هغوی په اقتصادي توګه پر خپل ځان بسيا کوي.دغه شان اغيزناک پروګرامونه بايد دوام ومومي او ټولو معلولينو ته د هغوی له وړتيا سره سم د کسبونو زده کړه ورکړل شي.))

د لغمان والي د دفتر ريس پوردل عرفان د والي په استاځيتوب ژمنتيا څرګنده کړه چې د معلولينو د ژوند د هوساينې په موخه هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. هغه همداراز معلولين وهڅول چې د خپلې روښانه او پر ځان بسيا راتلونکې په خاطر زده کړو کسبونو ته ادامه ورکړي او د خپلې کورنۍ لپاره حلاله نفقه پيدا کړي.

اقتصاد ريس محمد اغا مبارز د افغانستان لپاره سويډن کميټې د هڅو ستاينه وکړه: ((معلولين حق لري چې د غيرمعلول وګړو په څير د ټولنې په هره برخه کې د خپلې وړتيا سره سم رول ولوبوي. که چيرې دوی ته د زده کړې، کار، او نورو ټولنيزو چارو د ترسره کولو وړتيا ورکړل شي نو هغوی بيا کولی شي چې خپلې ستونزې پخپله هوارې کړي او بل چا ته به اړ نه وي.)) 

په ختيځو ولايتونو کې د افغانستان لپاره سويډن کميټې د معلولينو پروګرام مسوول فريدالله مشفق د هغه پروګرامونو يادونه وکړه چې د معلولينو د فزيکي اقتصادي، پوهنيزې او ټولنيزې بيارغونې په موخه پرمخ وړل کيږي.

هغه وويل: ((د ذهني وروسته پاتې والي، د نه ليدلو، او نه اوريدلو ستونزه لرونکو کوچنيانو لپاره د ځانګړې زده کړې ورکول کيږي. هغه معلولين چې فزيکي ستونزې لري او له کورونو نشي وتلی هغوی ته په کور کې د زده کړې او فزيکي درملنې پروسه پر مخ وړل کيږي. د دې تر څنګ د معلولينو لپاره د کاروبارونو د برابرولو په موخه تر څو دوامداره عايداتي سرچينې ولري بې له سوده پورونه، کسب زده کړې او د بازار موندنې روزنې ورکول کيږي. زمونږ پروګرامونه د معلولينو په هر اړخيزه توګه بيارغونې باندې تمرکز کوي.))

۱۸ کلن عبدالعزيز چې په يو لاس معلول دی او د کاليو ګنډلو کسب زده کړې پروګرام کې له ګډون وروسته فارغيدو وروسته يې کاري وسايل ترلاسه کړل وويل چې له دې وروسته به پر خپل مټ تکيه کوي او د کورنۍ مالي ملاتړ به کوي. هغه وويل: ((اته مياشتنې روزنې په ترڅ کې ماته د مياشتې اتلس سوه افغانۍ د ډوډۍ او کرايې لپاره راکول کيدلې. همداشان د سواد زده کړې روزنه هم راکړل شوه.))

هغه زياته کړه: ((پخوا به مې له کورنۍ څخه د خپلو لګښتونو لپاره پيسې اخيستې خو له دې وروسته به انشاءالله خپل لګښت پخپله پوره کوم او کورنۍ سره به هم مالي مرسته کوم.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *