سویډن کمیټه باور لرې چې د خلکو ترمنځ یوالې د یو سوله ییز راتلونکې سبب ګرځیدلې شې
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په پام کې لرې چې په دغه هیواد (افغانستان) کې پاتي شي او خپلو کارونو ته پدې باور چې د خلکو ترمنځ یوالې کولاې شي ددې هیواد لپاره د یو سوله آیز راتلونکې سبب وګرځې دوام ورکړي. مونږ (د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه) دغه ژمنه پداسې وخت کې کوو چې نورې نړیوالي مرستندویه مؤسسي خپل فعالیتونه محدودوي خو مونږ خپلو کارونو او فعالیتونو ته لا نوره هم پراختیا ورکوو.
دا خبري د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د مجلس یانې د بورډ پخوانئ رئیسې آغلی مسز لوټا هیډ سټروم ددې کمیټې په نوی خپره شوې کلنې راپور کې کړي دي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په دغه کلنې راپور کې د تیر یو کال د لاسته راوړنو او په راتلونکي کې ددې کمیټې د کارونو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
آغلی مسز لوټا هیډ سټروم په دغه کلنې راپور کې لیکي چی مونږ د سویډن کمیټې غړي او کارکونکي د نړئ د سترو قوتونو او د مؤسسو د پریکړې باوجود تل د عامو وګړو ترڅنګ ولاړ یو.
د تیرو درې لسیزو څخه تر ډیر وخت زمونږ تمرکز په کلیو او بانډو کې د ستونزو سره په لاس او ګریوان اوسیدونکو او د زیانمنیدونکو ډلو د اړتیاو او حقونو سره سره د هغوي په ورځنې ژوند باندې دې. او مونږ به پدې اړه خپلو کارونو ته دوام ورکړو.
باید ووایو چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د مجلس یا د بورډ رئیسې آغلی مسز هیډ سټروم د تیرې مئ د میاشتې په دویمه اونئ کې د سویډن په هیواد کې جوړه شوې وه له خپلی دندې استعفا وکړه او ښاغلی پیډر جونسون د هغې په ځاې د بورډ یانې د مجلس د نوې رئیس په توګه وټاکل شو.
د سویډن کمیټې په کلنې راپور کې ددې کمیټې د لاسته راوړنو په اړه داسې ویل شوي دي لکه د بیلګې په توګه:
– تیر ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په ښوونځیو کې د نجونو او ګوښه شوې کوچنیانو په ګډون د یو سلو دیرش زره زده کونکو زده کړي وکړي. پدې ښوونځیو کې ۵۴ سلنه نجوني وي.
– سویډن کمیتې د هغه ښخو او نجونو لپاره چی خپلي زده کړې يې په نیمايې کې پریښودلې لپاره د روزنیز ټولګیو شمیر یوه په درې زیات کړل. اوس نورې مؤسسي د ښځو او نجونو ته د زده کړو په موخه زمونږ دغه مفکوره خپلولو کې علاقه ښودلې ده.
– سویډن کمیتې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغانستان په څلورو ولایتونو سمنګان، سر پل، میدان وردګو او لغمان کې د ۳.۲ میلیونو خلکو ته د روغتیا خدمتونه وړاندې کړل.
– سویډن کمیتې د ګوزڼ یا پولیو د له منځه وړلو په موخه په ملي کمپاین کې ونډه واخسته او په پروسږنې کال کې د ګوزڼ یا پولیو په پیښو کې کموالې ولیدل شو.
– سویډن کمیټې په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې په کورونو کې ناست معلولیت لرونکو وګړو سره د مرستو او د هغوي د بیا رغوني په موخه خپلو کارونو ته دوام ورکړ او ۲۱ زره معلولیت لرونکې کسانو ته د فزیو تراپي خدمتونه وړاندې کړل. همدارنګه د روغتیايې مرکزونو، ښوونځیو او د حفظ الصحی ځایونه ورغول او یا يې جوړ کړل.
– په پروسږنې کال کې د سویډن کمیټې لخوا یوه مهمه پروسه ددې کمیټې د سټراټیژیک پلان جوړول وو. د سویډن کمیټې ددې سټراټیژیک پلان موخه نه یواځې خدمتونو ته د لاسرسي پیاوړی کول او د خلکو لخوا په ټولنیز ژوند کې د ګډون او هغوي اغیزمن کول دې بلکی د ۲۰۱۴-۲۰۱۷ کلونو کې ددې کمیټې د کارونو په اړه دې.