د حکومتدارۍ معنا او مفهوم
د حکومتدارۍ ( Governance ) کلمه د یوناني ژبې له کلمې ( Kabernan ) څخه مشتق شوې چې معنا یې حکومت کول، رهبري کول، لارښوونه کول او د چارو سمبالښت دی او په اصطلاح کې حکومتداري د پریکړې کولو، د پرېکړو د پلي کېدو یا نه پلي کېدو له پروسې څخه عبارت ده.
لکه څرنګه چې هر ټولنیز علم ثابت تعریف نه لري، همدارنګه ښه حکومتداري هم ثابت تعریف نه لري، خو مختلفو پوهانو او سازمانونو ښه حکومتداري له خپل انده او لوري تعریف کړې:
- د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام: ښه حکومت داري عبارت ده له … “هغې حکومتدارۍ څخه ده چې په کې ګډونوالي، روڼوالي، حساب ورکونه، موثریت او عدالت وي او په ورته وخت کې د قانون واکمني پراخه کړي.”
- نړیوال بانک: “ښه حکومت داري عبارت له هغې طریقې او روش څخه دی چې ځواک په کې په داسې ډول کارول کېږي، چې د هیواد ټولنیزې او اقتصادي زېرمې داسې اداره شي چې پایله یې پراختیا وي.”
- ظریف امین یار: ” ښه حکومتداري هغه روند یا هدف دی، چې باید فقر، نا امني او تبعیض له منځه یوسي او هم داسې محیط رامنځ ته کړي په کوم کې چې عام وګړي، مدني ټولنه، خصوصي سکټور او نور شته نهادونه ځان وګوري او وشي کولی چې په هر اړخیز پرمختګ کې ځان دخیل وګڼي.”
- شاه محمود میاخیل:” ښه حکومت داري په ټولو رسمي او غير رسمي اداروکې د کولتور، روايتونواو اصولو مجموعه ده، چې څنګه دوۍ خپل قدرت استعمالوي، څنګه د خلکو غوښتنو ته غوږ نيسي او څنګه د خلکو ستونزو د حل په موخه پرېکړې کوي.”
په ټوله کې ویلی شو، چې ښه حکومت داري عبارت له هغې پروسې څخه ده، چې د قانوني لارښوونو او چوکاټ، ولسواکو ارزښتونو او پرنسیپونو او د یو هیواد د ټولنیزو او کلتوري ارزښتونو او نورمونو په رڼا کې، حکومت په موثره او مثمره توګه خپل وظایف او مسولیتونه د پرمختګ، عدالت سولې او ثبات په موخه تر سره کړي.
د ښې حکومتدارۍ اهمیت
ویلی شو چې د ښې حکومتدارۍ په پایله کې هغه خدمات چې د حکومت او ملت ترمنځ د تولنیز تړون پر بنسټ، یو حکومت یې باید ملت ته وړاندې کړي، تر ډېره بریده په ښه او غوره توګه د تحقق جامې اغوستی شي. د ښې حکومتدارۍ په ترڅ کې نه یواځې داچې سیاسي ثبات، پرمختګ، عدالت او سوله رامنځ ته کېدی شي بلکې د ملګرو ملتونو د زریز پرمختیایي موخې ( Millennium Development Goal) د پلي کېدو په موخه ښه حکومتداري اړینه ګڼل کېږي. دا اهداف په لاندې ساحو تمرکز کوي:
- لوږه او فقر له منځه وړل ( Eradicate Extreme Poverty and Hunger )
- ابتدایي زده کړې ترلاسه کول( Achieve Universal Primary Education )
- د جنډر مساوات پرمختیا ( Promote Gender Equality )
- ماشوم مړینه کمېدل( Reduce Child Mortality )
- د مور صحت ښه کول ( Improve Maternal Health)
- د ایډز او نورو ناروغیو پروړاندې مقابله( Combat HIV/AIDS and Other Diseases )
- د محیطي پرمختګ استقرار( Ensure Environmental Sustainability )
- نړیواله همغږي او پارټنر شیپ د پرمختګ په موخه رامنځ ته کول ( Develop Global Partnership for Development )
- د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (UNDP (ښې حکومتدارۍ ته لاندې ۸ ځانګړنې په ګوته کړي:
- ګډونوالي ( Participation ) – په څو لارو دا اصل تضمینېدای شي: لمړی، د یوه هېواد وګړي باید وشي کولی چې د قوانینو په رڼا کې ځان دولتي پسټونو ته کاندید کړي یا هم وشي کولی بل یوه ته رایه ورکړي ترڅو دده استازیتوب وشي کولی، دویم، پیاوړې مدني ټولنه باید رامنځ ته شي ترڅو وګړي وشي کولی له دې لارې خپل اواز وچت کړي او د حکومت تصامیمو کې ځان دخیل کړي په ځانګړې توګه د بیان ازادي هغه مهم اصل دی چې کولی شي د یو هیواد وګړي له دې لاري خپل اواز یا د نورو وګړو اواز د چارواکو تر غوږونو ورسوي.
- د قانون حاکمیت ( Rule of Law ) – یعنې شفاف، عادلانه او مناسب حقوقي چوکاټ موجود وي او په ټولو وګړو قانون یو شان پلی شي او ټول وګړي د قانون په وړاندې مساوي حقوق او وجایب ولري. ترڅو داچارې پلې شي، باید خپلواکه قضايي ځواک او له فساد څخه پاک پولیس قوت موجود وي.
- روڼوال ( Transparency )- روڼوالی یا شفافیت په دې معنا چې د پرېکړو نیول او پلي کول باید د قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې وي او ددې ترڅنګ، ټولې هغه پرېکړې چې ذیدخله، ذینفع او ذيعلاقه افراد، ډلې او سازمانونه په مثبته یا منفي توګه اغیزمنوي د مناسبو چینلونو له لارې ټولیز معلومات ورته وړاندې شي او په ډېره اسانۍ وشي کولی چې په دې اړه معلومات ترلاسه کړي.
- مسولیت احساس ( Responsiveness )- یعنې اړونده ادارې او پروسې باید کوښښ وکړي چې په مناسب مکان او زمان کې ذیدخله افرادو، ډلو او سازمانونو ته لازم خدمات وړاندې کړي.
- د رایو اجماع ( Consensus Oriented )- په ټولیزه توګه باید د یوې ټولنې یا حکومت د مختلفو، قومونو، مذهبونو، اقلیتونو، معلولینو او خځو او یا نورو ډلو صلاح، رایه، وړاندیزونه او نظریات په تصامیمو او د تصامیمو په تطبیق کې په پام کې ونیول شي ترڅو په ګوته شي چې څه د ټولنې په خیر اوفلاح دي.
- عدالت او ټول شمولیت ( Equity and Inclusiveness ) – د یوې ټولنې ښېګڼه په دې تړاو لري، چې وګړي یې ډاډ ترلاسه کړي چې د ټولنې په بنسټیزو چارو کې خپله ونډه لري او داسې باید احساس نه کړي چې محروم دي په ځانګړې توګه متضرره اقشار لکه خځې، ځوانان، معلولین او…
- موثریت او مثمریت ( Effectiveness and Efficiency ) – حکومت او ادارات باید په مکاني او زماني محدودیه کې شته منابع په داسې ډول په کار واچوي، چې په لګ مصرف او منابعو ډېرې مثبتې پایلې ترلاسه کړي او د ټولنې اساسي اړتیاوو او موخو ته لاس رسی وشي.
- حساب ورکونه ( Accountability ) – نه یواځې حکومت بلکې مدني ټولنه او خصوصي سکټور باید ذیدخله، ذینفع او ذیعلاقه وګړو او ډلو ته مسول وي. احساس مسولیت یا حساب ورکونه له روڼوالي او د قانون له حاکمیت پرته نه شي شونې کېدی.
- په ورته وخت کې The United Nations Millennium Declaration د ښې حکومتدارۍ د پرمختګ په موخه، د بشر حقوقو ته درناوی، ولسواکۍ پرمختګ او مثمره او موثره عامه اداره رامنځ ته کول اړینه ګڼي.
د افغانستان ټولیز عیني او ذهني شرایط
افغانستان په وچه پروت هیواد دی چې له دېرشو کلونو راهیسې په کې د مختلفو دلایلو له امله جګړه روانه ده. دا هیواد یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې له ګاونډیو هيوادونو سره د سرحدي ځمکنیو ساحو پر سر د مالکیت دعوه لري. افغانستان په نړۍ کې له اقتصادي پلوه وروسته پاتې هیواد دی، د سړي سر کلنی عاید یې ۱۱۰۰ امریکايي ډالر جوړوي، خو په ورته وخت کې د سړي سر ویش ډېر غیر عادلانه دی. د بې سوادۍ، فقر او بې کارۍ ګراف ډېر وچت دی او اکثریت خلک په کلو او بانډو کې ژوند کوي، چې له مډرن سیستمونو څخه ناخبره ډېر ابتدایي کلتوري – ټولنیز ژوند لري، چېرته چې د ملا، ملک، بادار، زمیندار، قوماندان او قومي مشر خبرې کله نا کله له قانونه وچتې وي او اکثریت پرېکړې همدا خلک کوي. په لنډو کې ویلی شو، چې دا هیواد له ډېرو اقتصادي، کلتوري، ټولنیزو، نظامي او سیاسي چلنجونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
په افغانستان کې د ښې حکومتدارۍ ځانګړنې
د هغو ځانګړنو ترڅنګ چې د ملګرو ملتونو د پرمختیایی پروګرام له لوري روښانه شوي، د افغانستان عیني او ذهني شرایطو ته په کتو، لازمه ده هر هغه حکومت چې د هیواد واګي په لاس کې اخلي، لاندې مسایلو ته ځانګړې پام لرنه وکړي ترڅو ښه حکومت وپیژندل شي، ددې مسایلو لست نور هم اوږدېدلی شي:
- امنیت او سوله
دا مهال هیواد کې مو ډېره ظالمانه جګړه روانه ده، چې هره ورځ په لسهاوو افغانان په کې وژل کېږي. دې جګړې له خلکو کار او بار او راتلونکی امید اخیستی، د پرمختیایی پروژو مخه یې نیولې، د ملي بودجې تقریبآ ۳۸٪ برخه په امنیتي مسایلو لګیګي. د بیلګې په توګه، تیره میاشت د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې په سلهاوو افغانانو د جګړې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ او ډېر شمېر ټپیان شول. پر همدې بنسټ، هر هغه حکومت چې نورې هرې کړنې ته لاس وروړي، خو که چېرې د انسان اساسي او بنسټیز حق چې ژوند دی کوم چې د ملګرو ملتونو د بشر حقوقو نړیوالې اعلامې په ۳ ماده کې تضمین شوی او افغان اساسي قانون هم ددې حق خوندي کول د حکومت مسولیت ګڼي، خوندي نه شي کړی، دا ډول حکومت به ناکام بلل کېږي او که چېرې بد امني دوام پیدا کړي نو د حکومت پایښت هم تر پوښتنې لاندې راتلی شي.
- اداري فساد
د نړیوالې روڼوالې ادارې د سروي پر بنسټ، افغانستان په اداري فساد کې د نړۍ د ۱۷۷ هیوادونو په سروې کې ۱۷۵ ځای لري. د اداري فساد په پایله کې، په بیلونونه امریکايي ډالر ضایع کیږي، خو د مطلوبې ګټې څرک یې نه ښکاري. د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د ځانګړي مفتش (سیګار) د امریکې کانګرس ته په خپل ۲۰۱۴ ربعوار رپورټ کې وايي، چې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د امریکا متحده ایالاتو افغانستان سره ۱۰۴ میلیارده ډالره مرسته کړې، چې په پرتله ییزه توګه دا پیسې اروپا ته چې د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې ویجاړه شوې وه، د مارشال پلان له لګول شوو ۱۰۳.۴ بیلونه امریکايي ډالرو څخه زیاتې دي. اداري فساد نه یواځې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن زیات کړی بلکې یو زیات شمېر حکومتي چارواکي ورباندې داسې روګدي شوي، چې ملي موخې او وظایف ترې هیر شوي بلکې په دې مشغول دي چې څنګه خپله سرمایه په نامشروع ډول زیاته کړي او خپلو شخصي ګټو ته استقرار ورکړي.
- فقر او بیکاري
د هیواد ۳۶ فیصده وګړي بیکاره دي او هم ورته فیصدي د فقر کرښې لاندې ژوند کوي او په همدې ډول د سړي سر کلنی عاید ۱۱۰۰ امریکايي ډالر جوړوي، چېرته چې غیر عادلانه وېش هم جدآ د پام وړ دی. افغانان به هغه حکومت هېڅکه هم ښه ونه ګڼي چې ددوۍ ګیډې په کې وږې وي، له همدې امله د پیغمبر (ص) مبارک حدیث دی، چې فقر حتای مسلمان کفر ته هم مایله کولی شي. که بیکاري له یو اړخه خلک له خپل ژونده بیزاره کوي له بل پلوه بې کاري کولی شي چې جدي ټولنیزې ستونزې او ننګونې راولاړې کړي. د بیلګې په توګه، ډېری شنونکي په دې اند دي، چې ډېری هغه ځوانان چې د طالبانو لیکو ته اوړي او د خپلو خلکو پر وړاندې جګړه کوي، یو له علتونو څخه یې بیکاري او فقر دی.
- ملي وحدت
افغانستان یوه غیر متجانسه ټولنه ده. په دې هیواد کې مختلف قومونه ژوند کوي لکه پښتون، تاجک، هزاره، ازبیک، بلوڅ، پشه یې، قزلباش، ایماق، ترکمن او… چې افغانستان یې هغه باغ ته ورته کړی چې مختلف ډوله ګلان لري او د باغ ښکلا د ټولو زړونه را کاګي. خو په ورته وخت کې که چېرې د مختلفو ګلانو ښه ساتنه ونه شي نو حتا ټول باغ له ګواښ او بدرنګۍ لاندې راوستی شي. ترڅو ټول ورونه قومونه ځانونه لکه هر بل افغان ددې هیواد اوسیدونکي و نه پیژنې او د ملي وحدت پایه لاټینګه نه شي او قومي ټیکه دارانو ته هرڅه په لاس ورکړل شي، کیدای شي چې هیواد له اغتشاشونو سره لاس او ګریوان شي او د وورونو قومونو ترمنځ تنفر او واټن دومره زیات شي، چې حتا جګړې به کلونه کلونه روانې وي چې بیا ممکن د هیواد پایښت له کواښ لاندې راشي دا لاڅه چې د سوکالۍ او پرمختګ څرک به ښکاري. له همدې امله، ریښتیني افغان ته به هغه حکومت ښه ښکاري چې د نورو کړنو ترڅنګ، قومونه سره داسي وپيي چې جلاکول یې حتا د لویو قدرتونو له وڅه د باندې ښکاره شي.
- نړیوالې اړیکې
کله چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د نړۍ پام افغانستان ته راواوخت، اوس افغانستان هغه هیواد نه دی چې د نړیوالو پرنسیپونو او منل شوو اصولو او توافقاتو خلاف کار وکړي. تقریبآ د افغان دولت ۴۵٪ عملیاتي بودجه او له ۷۵٪ څخه زیاته پرمختیايي بودجه په نړیوالو مرستو ولاړه ده او هم په ډېرو مسایلو کې لکه انساني قاچاق، د مرضونو انتقال، ترورېزم، مخدره توکي او… او هم په مثبتو قوتونو کې لکه پانګه اچونه، سوداګري او… افغانستان او نړۍ مشترکه لار لري نو لازمه ده چې افغانستان خپلې نړیوالې اړیکې داسې تنظیم کړي چې هم د ملي ګټو هنداره وي او هم په نړۍ کې خپل هویت او وقار د نړیوالې ټولنې د یو موثره غړي په توګه ثابت کړي.
- غیر متمرکزیت
د افغانستان عیني او ذهني شرایطو ته په کتو، باید په هیواد کې مرکزي ریاستي نظام حاکم وي، خو په ورته وخت کې لازمه ده چې د جمهور رئیس صلاحیتونه راټیټ شي او د کلي ، ولسوالیو او ولایتي شوراګانو ته ډېر صلاحیت ورکړل شي، ترڅو د ملت اراده ښه تمثیل شي او په عین وخت کې لازمه ده، چې ۴۰ نه تر ۵۰ فیصده بودجه وي صلاحیت ولایتي ادارو ته ورکړل شي، ترڅو ولایتي ادارې وشي کولی له اړونده شوراګانو سره په صلاح، د محلاتو ، ولسوالیو او ولایاتو د اړتیاوو پربنسټ پرمختیايي پروژې پلې کړي.
- ضوابط په روابطو واکمنول
- داسې اسناد ډېر موجود دي، چې تقریبآ په ټولو حکومتي او قضايي ادارو کې وړ کسان په کار نه ګمارل کېږي بلکې د چارو واګي داسې کسانو ته سپارل کېږي چې حتا پخپله هم اقرار کوي چې نه یې شي کولی او یا نه غواړي چې کار وکړي خو مقاماتو ځای پر ځای کړي. البته له وړ کسانو ډول ډول تعریفونه کېږي او هر کس خپل برداشت ترې اخلي خو اساسآ د چارو د ښه پرمخ بیولو په موخه لازمه ده چې په ځانګړې توګه تر ریاست کچې هغه کسان په پسټونو وګمارل شي چې:
- مناسبې لوړې زده کړې، مهارتونه او توانایانې ولري.
- په ورته یا نسبي ورته برخه کې لازمه کاري تجربه ولري یعنې هغه افراد چې د حکومت، حکومت دارۍ او دفتر دارۍ په لار نه وي تللي او په شخصي کارو بار بوخت وي خو حکومتي چارې ورته وسپارل شي نوعواقب به یې ښه نه وي.
- داسې اسناد ډېر موجود دي، چې تقریبآ په ټولو حکومتي او قضايي ادارو کې وړ کسان په کار نه ګمارل کېږي بلکې د چارو واګي داسې کسانو ته سپارل کېږي چې حتا پخپله هم اقرار کوي چې نه یې شي کولی او یا نه غواړي چې کار وکړي خو مقاماتو ځای پر ځای کړي. البته له وړ کسانو ډول ډول تعریفونه کېږي او هر کس خپل برداشت ترې اخلي خو اساسآ د چارو د ښه پرمخ بیولو په موخه لازمه ده چې په ځانګړې توګه تر ریاست کچې هغه کسان په پسټونو وګمارل شي چې:
- تېر ښه شالید ولري.
- او ټیم ته ژمن کس وي، د بیلګې په توګه ډاکټر اشرف غني احمدزي د ۲۰۱۴ کال په لمړي پړاو ټاکنو کې ۳۳ فیصده رایه ګټلې وه او مقابل نوماند ۴۵ فیصده او واقعیتونو داسې هم بیانوله چې ډاکټر عبدالله عبدالله به ګټونکی کېږي خو د تحول او تداوم منشور او ټیم ته ژمنو کسانو خپل تعهد ثابت او کمپاین او مبارزې ته یې ملا وتړله، دا په دې معنا چې همدا افراد نسبت نورو ته ژمن کسان دي چې د پورتنیو ځانګړنو ترڅنګ باید په مناسبو پسټونو و ګمارل شي، ترڅو د افغانستان منتخب ولسمشر ته ښه ټیم و اوسي او وعدو او منشور ته یې د عمل جامې واغوندي.
- انتقالي عدالت
له ۱۹۷۸ کمو نیستي کودتاه را په دېخوا، په هیواد کې د مختلفو منابعو پر بنسټ په زرهاوو هیوادوال شهیدان شول او ډېری یتیمان، معلولین او ګونډې اوس په بد حالت کې ژوند لري. دې ناخوالو ته په کتو، له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۵ میلادي کلونو پورې د انتقالي عدالت موضوع ګرمه وه، خو د ناامنیو او د بد مرغیو د زیاتوالي له امله دا لړۍ ودرېده، حتا چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د افغانستان ملي شورا داسې مسوده تصویب کړه، چې له مخې یې ټول جنګي مجرمین و بخښل شول!
که چېرې د ښکیلو غاړو جنګي مجرمین محاکمه نه شي، لرې نه ده چې هیواد یو ځل بیا د اور لمبو ته وروغورځي او د جګړه مارانو ترمنځ به ناسالمه سیالي زور واخلي او هره ورځ به هیواد ته جدي امنیتي کواښوه پیښوي. لکه څرنګه چې په بنګله دیش کې د ۱۹۷۱ کال جنګي مجرمین لکه عبدالقادر ملا حتا په ۲۰۱۳ کال کې محاکه شو او انتقالي عدالت پلی شو، دا حتمي ده چې باید په افغانستان کې انتقالي عدالت پلی شي ترڅو راتلونکي نسلونو ته داسې پیغام پاتې شي که چېرې هرڅوک جنګي جنایتونو ته لاس وروړي نو یوه ورځ به حتمآ محاکمه کیږي.
- اساسي قانون کې روښانه شوې دندې
د اساسي قانون د لاندې مادو پر بنسټ، ملي حکومت باید خپل مسولیتونو ته جدي پام وکړي:
- د اساسي قانون ۵ ماده:” ددې اساسي قانون او نورو قوانينو د حكمونو تطبيق، له استقلال، ملي واكمنۍ او ځمكنۍ بشپړتيا څخه دفاع د هېواد د امنيت او د دفاعي قابليت تاْمين، د دولت له اساسي وظيفو څخه دي. “
- د اساسي قانون ۶ ماده:” دولت د ټولنيز عدالت، د انساني كرامت په ساتلو، د بشرى حقوقو په ملاتړ، د اولسواكۍ په تحقق، د ملي وحدت په تامين، د ټولو قومونو او قبايلو ترمنځ په برابرۍ او د هېواد په ټولو برخو كې د متوازنې پراختيا پر بنسټ د يوې هوسا، او پرمختللې ټولنې په جوړولو مكلف دى.”
- نوې تعریف شوې دندې
د نړۍ دویم متفکر ډاکټر اشرف غني احمدزي او ورسره همکارې لیکوالې، په خپل کتاب د ناکامونو دولتونو بیارغونې کې، د یو دولت لس وظیفې یا دندې په لاندې توګه روښانه کړي، افغانستان یو ناکام دولت دی او دې حالت نه باید بریالی ووځي نو ځکه لازمه ده چې یو ښه حکومت باید لاندې دندو ته جدي پام وکړي:
- د قدرت انحصار( Legitimate Monopoly on the means of Violence )
- اداري کنټرول( Administrative Control )
- عامه مالیاتو اداره( Management of Public Finances )
- په بشري ځواک پانګه اچونه ( Investment in Human Capital )
- د اتباعو حقوق او وجایب روښانه کول ( Delineation of Citizenship Rights and Duties )
- بنسټیز خدمات وړاندې کول ( Provision of Infrastructure Services )
- بازار ( مارکیټ ) منځ ته راوړل او پراخول ( Formation of the Market )
- د دولت ټولیزه سرمایه اداره کول ( Management of the State’s Assets ( Including the Environment, Natural Resources and Cultural Assets )
- نړیوالې اړېکې ( International Relations ( Including Entering into International Contract and Public Borrowing )
- د قانون واکمني ( Rule of Law )
ما اخذ
- Aminyar, Mohammad Zarif. Governance and Business Law. Kabul: UMEF, 2013.
- Assembly, United Nations General. The Universal Declaration of Human Rights. Paris: UN, 1948.
- Bank, World. Governance and Development. America: World Bank, 1992.
- Bank, World. worldbank.org. 14 8 2014 <http://go.worldbank.org/G2CHLXX0Q0>.
- Development, International Fund for Agricultural. “Good Governance: An Overview.” Rome: IFAD, 1999.
- Factbook-CIA, The World. http://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/goes/af.html. 14 8 2014.
- Finance, Ministry of. 1392 National Budget. Kabul: Ministry of Finance, Islamic Republid of Afghanistan, 1390.
- http://www.ictj.org/our-work/regions-and-countries/afghanistan. 15 8 2014.
- International, Transparency. http://www.tranparency.org/country#AFG. 15 8 2014.
- Loackhart, Ashraf Ghani Ahmadzai and Clare. Fixing Failed States: A Framework for Rebuilding A Fractured World. United Kingdom: Oxford University Press, 2009.
- Miakhel, Shahmahmood. Understanding Afghanistan: The Importance of Tribal Culture and Structure in Security and Governance (2009).
- Quarterly Report to Congress. Washington: SIGAR, 2014.
- Tarzi, Seddiq Rahpoe. Afghanistan: The Beautiful Ethnic Mosaic (2011).
- Governance for Sustainable Human Development. Washington: UNDP, 1997.
- http://www.undp.org/content/undp/en/home/mdgoverview.html. 15 8 2014.
- پسرلی، بشرمل. سوله د ملي ګټو خوندیتوب ضامنه ده ۱۱ ۶ ۲۰۱۱
- پسرلی, بشرمل. زموږ رایه زموږ برخلیک. rohi.af .. http://rohi.af/mobile/fullstory.php?id=311530 9 6 2014. 16 8 2014 .
- میاخیل ، شاه محمود. ښه حکومتداري pajhwok.com.. http://www.elections.pajhwok.com/ps/content. 2013 7 6 14 8 2014
- افغان اساسي قانون. ۲۰۰۴