افغانستان یو بډایه ملک دی. دا فغانستان طبعي زېرمې لکه د حاجیګګ وسپنه، د عینک مس، کوبالت، طلا او د هندوکش په لمنو کې د لیتیم لوی لوی معدنونه پراته دي . لیتیم د نړۍ تر ټولو مهم فلز دی چې څو اوونۍ دمخه د لیتیم بتري څېړونکو د کیمیا نوبل جایزه هم تر لاسه کړه. لیتیم هغه فلز دی چې د سمارت فون او لپټاپونو په بتریو کې کارول کیږي. د افغانستان لیتیم د پنتاګون یوې کوچنۍ د جیالوجستانو ډلې کشف کړي وو، او بیا وروسته کرزی ترې خبر شو، خو کرزي هم داسې غله راوستی وو چې پخپله هم چور کې بند و نو دې ته به یې څه پام شوی وای.

د افغانستان اپین او مخدره توکي د سي ای اې یو لوی د ګټې منبع ده، ځکه ددې مخدره توکو څخه یو شمېر نیمه سینتیتک او طبیعی دارو جوړیږې.
د افغانستان ټاپی پروژه پنځه تریلیون مکعب فټ پایپ لاین دی چی مرکزي اسیا سره یې وصلوي.
سره له دې هم مونږ نیم خلک ټوله ورځ د دولت تخریب ته ناست یو، مونږ کولای شو لکه څنګه چې برطانیا پس له دوهمې نړیوالې جګړې نه صنعتي انقلاب پیل کړ کار وکړو، هغه وخت ددوی یوازینی طبیعی محصول مالوچ و، مګر نر او ښځو یې په ګډه د ورځې دیارلس ساعتونه کار وکړ او نن په نړۍ کې یو داسې پرمختللی هېواد دی چې تعلیم او صحي خدمات په کې وړیا دي.
له ایران هره ورځ افغانستان ته له ۱۰ میلیونو لیټرو زیات بې کیفیته تېل د قاچاق په توګه واردېږي.
مالیات نه ورکول کېږي!
هر لېټر تېل د افغانستان بازار کې پنځه چنده ګټه ورته کوي.
د بې کیفیته تېلو د ګوګردو فیصدي له ۵% لوړه او د API فیصدي یې له ۳۵% لوړه ده، چې درانده او تروش تېل بلل کېږي د نوموړو تېلو دود له زهرو خطرناک دی او هره ورځ افغانستان کې له ۱۵ میلیونو لېټرو زیات مصرفېږي!
خپل ژوند وژغورئ افغانستان کې د نفتو مافیا ستاسو ژوند سره له طالب او داعش خطرناکه مرګونې لوبه روانه کړې!
سلا م
وچ سیاست = تباهی او بر بادی
ظاهرخان اود کړکېچ کلونه مانا ۴۰+ ۴۰ = طبیعی منابع به تپه ولاړ ول
ابزار او وسایل یې حاد اود نه شتون په درجه کې
دمسلکی ( متوسط یا عالی ) پرسونل فقدان
دښه مدبریت او انسجام برخې یې
دا هغه برخې دی که لیتیم نه راخی هم خو راولی یې دافغانستان هره برخه ګاڼه ده چېبه قدریې زرګرپوهیږی
په زړه پورې احساس او جالب مطلب ته ګوته نیول شوې د یوه سوکاله او ښکلی افغانستان په هیله