افغانستان یو داسي هیواد دی چي د خپل پنځه زره کلن لرغوني، او سر لوړي تاریخ په اوږدو کي یې ډول، ډول تمدنونه لیدلي، کتلي او د خلکو د واکمنۍ او ټولنیزو جوړښتونو ښې بېلګي یې وړاندي کړي دي. د همدې ټولنیزو جوړښتونو یا شورا ګانو په ګډون؛ چي د کلي په کچه پیل او د هیواد تر کچي یې پراختیا کړې ده په بیلابیلو دورو کي د خلکو د دردونو، رنځونو، اختلافاتو او ستونزو د حل، او د هیواد د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره یې د مرهم په څېر یو مثبت او ځانګړی رول لوبولی دی.
په افغانستان کي د جرګو دود او دستور ډېره اوږده او تاریخي سابقه لري؛ د تاریخ په اوږدو کي زمونږ پلرونو له دغه تولنیز، ارزښتناکه او ښه دود څخه استفاده کوله چي تاریخي پس منظر یې لرغوني آریانا ته رسېږي.
لکه څنګه چي د افغانستان ملي شورا د تاریخ په اوږدو کي د افغانانو د دردونو، رنځونو، اختلافاتو او ستونزو د حل او د هیواد د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره یې د یو مرهم په څېر ځانګړی مثبت رول لوبولی دی، همدا راز زمونږ پلرونو له دغه تولنیز، ارزښتناکه او ښه دود څخه ټولنیزه، ارزښتناکه او ښه استفاده کوله نو: د افغانستان د اوسنۍ ملي شورا څخه چي د دواړو جرګو: یعني ولسي جرګې او مشرانو جرکې څخه عبارت کوي په ملي او افغاني درنښت هیله کېږي چي دې روال او روش ته دي د یوه ملي خیانت په کولو سره صدمه نه رسوي.
د افغانستان د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځي هغه فرمایشي پرېکړه چي د اسلامیت، افغانیت او ملي هویت پر وړاندي یې وکړه د دې خبري شکاره څرګندوینه کوي چي د افغانانو په استازیتوب او د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ تصمیمونه نشي نیولای او پرېکړي نشي تره سره کولای.
ځکه د افغانستان د اساسي قانون لومړۍ ماده داسي وایي: افغانستان، خپلواک، واحد، او نه بېلېدونکی اسلامي جمهوري دولت دی؛
دویمه ماده داسي وایي: د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت دین، د اسلام سپیڅلی دین دی؛
د نورو ادیانو پیروان د خپل دین په پیروۍ او د خپلو دیني مراسمو په اجراء کي د قانون د حکمونو په حدودو کي آزاد دي.
دریمه ماده داسي وایي: په افغانستان کي هیڅ قانون نشي کولای چي د اسلام د سپیڅلي دین د معتقداتو او احکامو مخالف وي؛
او د افغانستان د اساسي قانون څلورمه ماده داسي وایي: په افغانستان کي ملي حاکمیت په ملت پوري اړه لري چي په مستقیم ډول یې په خپله یایې د خپلو استازیو له لاري عملي کوي.
د افغانستان ملت عبارت دی له هغو ټولو افرادو څخه چي د افغانستان تابعیت ولري.
د افغانستان ملت له پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه یې، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دی.
د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کېږي.
د ملت هیڅ یو فرد د افغانستان له تابعیت څخه نه محرومېږي.
په تابعیت او پناه ورکولو پوري مربوطي چاري د قانون له لیاري تنظمېږيو.
چي له بده مرغه د افغانستان د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځي په پرېکړه کي د اساسي قانون د لومړۍ مادې پر خلاف د هیواد د نه واحد پاته کېدلو او بیلولو اقدام وکړ؛
د اساسي قانون د دویمي مادې پر خلاف یې د اسلام سپېڅلۍ دین په حاشیه کي کړ، او په پېژند پاڼه( تذکره) کي یې د اسلام دین د نه ذکر کولو عمل تر سره کړ؛
د اساسي قانون د دریمي مادې پر خلاف یې: داسي یو قانون پاس کړ چي پکي د اسلام د سپېڅلي دین د لیکلو مخالفت شوی؛
او د افغانستان د اساسي قانون د څلورمي مادې پر خلاف یې: د افغانستان ملي حاکمیت د خلکو د استازو په توګه د ملي حاکمیت پر وړاندي عملي کړ، او د افغان ملت پر هر فرد یې د افغان کلمې د نه اطلاق هڅه وکړه.
که څه هم د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځي پرېکړه د اساسي قانون خلاف پرېکړه ده او عملي کیدای نشي. خو یاده دي وي چي دا ډول کړني یا پرېکړي چي د ځیني خس او خاشاک، پردي پالو او لاس پوڅو لخوا ترسره کېږي، سره لدې چي تاریخ به خپل ځیني توري او نه بښونکي کرښي پرې تجربه کړي، افغان ملت ته هم په هیڅ وجه د منلو وړ ندي.
څو چي دا ځمکه آسمان وي
څو چي دا جهان ودان وي
څو چي ژوند پر دې جهان وي
څوچي پاتي یو افغان وي
تل به دا افغانستان وي
تل به دا افغانستان وي
۲۹/۱۱/۲۰۱۳
کانبرا پوهنتون- آسټرالیا