لیکوال: محمد عارف رسولي
( اتمه برخه )
زموږ د لیکوالانو او شنونکوستونزې
موږ ځینې ښه لیکوالان لرو. خو لیکوال هم د خپلې علمي او کاري تجربو او مسلک په اساس لیکنې کوي. ډیری بیا په دودیزو سیاسي، ټولنیزو او تاریخي مسئلو باندې چې خورا مهمې دي اثار لري. خو زما په نظر ستونزه داده چې د ټولنیزو او پرمختیایي پوهنې په رڼا کې، د څیړنو په اساس کمو خلکو د هیواد و تاریخي ستونزو او د هغوي لاملونو ته ژوره علمي، بې پرې کتنه کړې ده او لیکلي اثار یې وړاندې کړي دي. زموږ زیاتو لیکوالانو تر ډېره یوازې د ایدیولوژیکي او سیاسي اړخه، د سیاسي شخصیتونو، او سیاسي ډلو د کړنو په چوکاټ کې ارزونې کړې دي. د راز راز لاملونو له کبله زموږ د هیواد د ستونزو د ټولنیزو او تاریخي لاملونو سمه ارزونه په بې پرې توګه یا بیخي نه ده شوې او یا ډېره کمه شوې ده. نو ځکه زموږ شننې د سیاسي لوبغاړو د کمښتونو د ښولو وراخو کوم نور درس موږ ته نه راکوي. دا چې ولې مشرانو او نورو خلکو زموږ د تاریخ په مختلقو وختونو کې تیروتنې کړې، ولې بیا ځینو کله کله ښې لاسته راوړنې درلودې، کوم سم تحلیلي او علمي انځور زموږ د کمو لیکوالانو په لیکنو کې تر سترګو کیږي او په پایله کې زموږ زیات خلک ورڅخه بې خبره پاته دي. فکر کیږي چې داسې ارزونې هغه وخت ممکنې کیږي چې لیکوالان او څیړونکي د یوې دولتي پالیسۍ، ستراتیژۍ او کره پلان له مخې کار وکړي ښه پایله لرلای شي. خو بیا هم که یو ځلې دا کار عام شي بیا زیات څیړونکي او لیکوالان ورته مخ اړوي او ښه اثار پنځولی شي.
زموږ ډېری لیکوالان او شنونکي د دې په ځای چې د خپل هیواد د اوسنیو راز راز ننګونو په سترو ټولنیزو او تاریخي لاملونو بې پرې علمي بحث وکړي. هغوی د دې په ځای چې زموږ د ملک د فکري او سیاسي جریانونو د کمښتونو په بنسټیزو تاریخي عواملو علمی څیړنې وکړي، ریښه اي لاملونه ېې راوسپړي، د حل علمی او عملي لارې یې په ګوته کړي، د ځینو سیاسي لوبغاړو، ډلو او ټپلو په ننګه او یا رد کې بحثونه کوي.
زموږ ډېری شنونکي او لیکوالان د دې په ځای چې د بیلګو، تاریخي شواهدو او اسنادو په ښوولو سره د هیواد د ستونزو، دهغو د ریښه ای لاملونو د راسپړلو او حل لارو موندلو لپاره کومې علمي څیړنې او تحقیق نه کوي. نو ځکه هغوی نه توانیږي چې کوم ازمویل شوي، علمي او عملي وړاندیزونه وکړي، یوازې ځینو خلکو ته د انتقاد ګوته نیسي او یا یوازې وعظ کوي. انتقاد او وعظ به پخپل ځای کې کله کله ښه کارونه وي خو که څوک د کوم عملي کړنلارې د وړاندې کولو په ځای بیله علمي لاملونو سپړلو یوازې تشې نیوکې کوي د خلکو د پرګتو د ویښتیا لپاره ډېرې ګټې او اغیزې نلري.
زما په نظر زموږ د یو شمیر نورو لیکوالانو او شنونکو ستونزې او کمښتونه دادي چې د حقایقو، سترو ایدیالونو، ملي ګټو او ملي اهدافو څخه د ملاتړ په ځای د پرې او جمبې به لومه کې ګیر شي. د دین د اصلي روح په ځای په وړو وړو فرعي او اختلافي مسئلو کې بند شي، اختلاف په فتنه واوړي او حقه لاره ورکه شي. که څه هم دا دهر چا حق دی چې د کومې نظریې او ارمان لپاره کار، لیکنه او شننه وکړي خو ستونزه هلته پیداشي چې لیکوال هڅه کوي لمر په دوو ګوتو پټ کړي، حقایق تحریف کړي، دروغ ووایي، که د خوښې وړ ګروپ یې په غلطه لاره هم روان وي، د ګڼو ناکامیو او بربادیو سره خپله مخ وي او هم یې هیواد او خلک ورسره مخ کړي وي نه یې مني او ورڅخه ننګه کوي. ډلو او ټپلو ته د هغوي د کړو وړو، رښتینولۍ، خدمتونو او لاسته راوړنو له نظره نه بلکه د هغوی د شعارونو له نظره ګوري. ستونزه داوي چې که هرڅومره د هغه د خوښې ډله په غلطه روانه وي، هغه د حقانیت په سترګه ورته ګوري.
زموږ د ډېری لیکوالانو پورته ستونزې زموږ د ټولنې له وروسته پاته والي څخه راټوکیږي. له یوې خوا خو په ټولنیزو او سیاسي مسئلو باندې علمی او بې پرې ارزونه او لیکنه و پرمختیایي پوهې ته اړتیا لري چې خپله یو نوی علم دی او هغه په وروسته پاته ملکونو کې زر وده نه کوي. نو ځکه زموږ حالت هم د حیرانتیا ځای نه دی بلکه زموږ درانه لیکوالان خپلې هڅې کوي او ځینو خو ښه اثار هم پنځولي دي.
د پرمختیایی پوهې سره زموږ د لیکوالانو ستونزه
زموږ د زیاتو لیکوالانو په لیکنو کې د بیوزلۍ، د هغو د لاملونو، د بیوزلۍ د کمولو، ورکولو، د هغو په لارو چارو، ورته اړینو وړتیاوو، د پرمختیایي پوهنې، ښې حکومتولۍ، په پریکړو کې د روڼوالي، د خلکو په جوړوونکي ګډون، د انساني او ټولنیزو پانګو په ماهیت او زیاتوالي باندې چې واړه د بیوزلۍ لپاره اړینې ښکارندې دي ډېر څه نه لیدل کیږي. زموږ شنونکي او لیکوالان د مالي خدمتونو، په کرهڼه، مالدارۍ، د ځنګلونو او نورو طبیعي زیرمو په ښه مدیریت او وده، د چاپیریال په ساتنه، د اوبو د زیرمو په وده او انکشاف او نورو اړینو سکتورونو باندې ډېر کم او یا هیڅ نه لیکي. زموږ په لیکنو کې د خصوصي سکتور په ستونزو، ورته د حل لارو موندلو، د داسې مالي خدمتونو او قرضو په برابرولو باندې لیکل چې د ټولنې د زیاتو خلکو د دیني باورونو سره سم وي ډېر څه نشته. نه کومه تصویري رسنۍ په خپلو ګردیو میزونو او بحثونو کې ورته پاملرنه کوي.
د دې به زیات لاملونه وي، خو زما په ګومان یو لامل یې دادی چې، پرمختایي علوم د دریمې نړۍ او په تیره په شخړو وهلو هیوادونو کې نوې تجربه ده او زیات کسان نه ورباندې پوهیږي او یا ورته اړین نه ښکاري. زموږ زیات پخواني عنعنوي درانه لیکوالان په سیاسي او تاریخي مسئلو باندې لیکنې کوي، چې خورا دروند او اړین مسؤلیت دی او هم له پخوا دود پاته شوی دی. په پرمختیايي پوهه او سکتورونو باندې لیکنې د ځینو لاملونو له کبله د پخوانو لیکوالانو په لیکنو کې کمې تر سترګو کیږي.
زیات لیکوالان او شنونکي په پرمختیایي پوهه کې زیات مهارت نلري. ځینې بیا داسې انګیري چې د لیکوال دنده یوازې په سیاسي، ادبي، ټولنیزو او تاریخي پیښو بحث او د هغو شننه او یوازې په دولت نیوکه ده. دا بحثونه او په دولت نیوکه هر یو پخپل ځای مهم دي چې په تیرو لیکنو کې ورته پاملرنه شوې او هم به وروسته وڅیړل شي. همدارنګه، په ټولنه کې د عامه پوهاوي لپاره، د مسلکی کسانو د وړتیا د لوړولو لپاره او هم په اړینو سکتورونو کې د اړوندو کمښتونو د لیرې کولو لپاره باید غور وکړو او په شته مالوماتو او پوهه ورزیات کړو.
زموږ زیات لوستي خلک داسې فکر کوي چې پرمختیایي کارونه او د بیوزلۍ کمول او ورکول یوازې د دولت کار دی، او هم کله چې یو څه پیسې او بودجه وي، نو بیوزلي ورباندې ورکولی شې، پرمختګ راوستلی شې او ترډېره د بیوزلۍ په پیچلو اړخونو سم نه پوهیږي. خو اوس روښانه شوې ده چې د بیوزلۍ ورکول، په ټولنه کې د پرمختیا راوستل خورا پیچلي ټولنیز، تاریخي او نور لاملونه لري. بیوزلي ورکول او پرمختګ کول تر هرڅه مخکې د ټولنیز عدالت عامولو، بیوزلو ته د توان او امید ورکولو، زیرمو او مالوماتو ته د لاسرسي په مانا دي. دا سمه ده چې دا د دولت اساسي دنده ده، خو دا په مدني ټولنو، قومي شوراګانو، سیاسي ګوندونو، او پخپله په بیوزلو خلکو باندې هم اړه لري او باید د بیوزلۍ په ورکولو کې خپل مسؤلیت ومني.
د بیوزلۍ ورکول او په ټولنه کې پرمختګ راوستل نن د ویښو ملتونو د ملي پرمختیایي اجنداوو په سر کې راځي. د دې لامل دادی چې که یو څوک بیوزله وي، هغه لوړو سوچونو ته وخت نشي موندلای، په خپلو اولادونو سمه پانګونه نشي کولای تر څو یې انساني پانګه زیاته او ښه روغتیا ولري. بیوزله ملکونه نه خپله خپلواکي ساتلای شي، نه یو موټی پاته کیدای شي او نه په ټولنیز ژوند کې خوشالي مومي.
بل لامل دادی چې، لیکلو ته زموږ په مسلکي پوهنتونو، سکتوري وزارتونو او په مسلکي کارپوهانو کې اهمیت نه ورکول کیږي. زموږ مسلکي پوهنتونونه نه کوم څیړنیز پروګرام لري چې د خپلو څیړنو پایلې د کاغذ پر مخ ولیکي او نه خپل فارغان د خپل مسلک په هکله لیکنو ته هڅوي. د نورې نړۍ په پوهنتونو کې نن سبا په محصلانو کې د څیړنو، ژور فکر او د لیکوالۍ استعداد روزي، د مقالو لیکل په هر مسلک کې اړین کار وي، او کله چې محصل فارغ شي نو کولای شي چې ښې مقالې ولیکي. خو زموږ له پوهنتونه فارغان د کاغذ پر مخ د یوه ساده مطلب له پنځولو عاجز وي.
بله ستونزه زموږ په کلتور کې داده چې د لیک او لوست سره کومه مینه نشته. داسې کسان به وي چې کله له پوهنتون څخه فارغ شي، په څو کلونو کې به یو کتاب هم ونه لولي. له ارزونې او تحلیل سره به بې علاقې وي، او که څوک کتاب نه لولي نو لیکل هم نشي کولای. زموږ د پوهنتون ډېری فارغان کیدای شي یوه ورقه کوم تحلیلي مطلب هم په یوه کال کې ونه لیکي. تر څو کلونو وروسته دا کس په پوره مانا نالوستی او په حقیقت کې بیسواده شي لیکوالي خو لا پریږده.
همدارنګه، زموږ په ډېری وزراتونو کې له خپلو مسلکي کسانو کوم تحلیلي اثر او د اړوندو سکتورونو کومه علمي ارزونه نه غوښتل کیږي. موږ ته تحلیلي راپورونه باید بهرنیان ولیکي. خو که د وړتیا خبره شي او څوک ووایي چې موږ د ظرفیت او وړتیا ستونزه لرو زموږ په مسلکی خلکو ښه نه لګي. دوی استدلا کوي چې موږ دومره فارغان په دې او هغه رشته کې لرو خو دې ته نه ګوري چې څه کولای شي.
زموږ په رسنیو کې هم تر اوسه د څیړنیز مسلکي ژورنالیزم په هکله کوم فکر نشته، نه زموږ وزارتونه دې ته پاملرنه کوي، چې د شته کمښتونو د څیړلو لپاره په کور د ننه او پخپله په وزارت، په خصوصي سکتور او په پوهنتونو کې اړینه وړتیا پیدا شي ترڅو د مسئلو ریښه اي لاملونه راوسپړل شي او د حل لارې ورته وموندل شي.
د حیرانتیا خبره ده چې زموږ په ملک کې په ملي پروګرامونو لکه د ملي پیوستون په پروګرام، د باغدارۍ او مالدارۍ په ملي پروګرام او نورو باندې تر اوسه کوم لیکوال نه کومه څیړنه کړې او نه یې کومه مقاله ورباندې لیکلې. دا اړینه ده چې، دا پروګرامونه ستونزې لري، زیاتې ګټې لري، د ټول افغان ملت په کچه پروګرامونه دی، زموږ د ملیونو خلکو له معیشت سره سروکار لري، نو اړینه ده له ستونزو یې خبر شو، څنګه هغه ستونزې سمولای شو، کومې کړنلارې به ورته ګټورې وي، او کومو ښه کار ورنکړ او داسې نورې ټولې داسې خبرې دي چې لیکنو او شننو ته اړتیا لري.
اوس څه کول پکاردي
زموږ د ښوونیز نظام په لمړنیو، منځنیو او لوړو زده کړو کې د نرمو مهارتونو لکه د اړیکو نیولو، مقالې لیکلو، مطالعې، روښانه خبرو کولو او غوره نطق، راپور لیکلو، تطبیقي څیړنو او نورو ته باید پوره پاملرنه وشي ترڅو زموږ ښوونیز نظام د راز راز لیکوالانو استعدادونه وپیژني او د هغو روزلو ته لاره اواره کړي. د هرې پوهنځۍ په کریکولم کې که هغه د انجنیرۍ، کرنې، طب، اقتصاد او که ادبیات او یا نور وي باید ارزونې، شننو، څیړنو، او تخلیقي لیکنو، ژور فکر او نوښت ته اهمیت ورکړل شي. په پوهنتونو کې باید داسې مرکزونه وي چې د محصلینو سره د مقالو، راپورونو، او څیړنیزو لیکنو کې مرسته وکړي. د هغوي د لیکنو کره کتنه وکړي، تیروتنې یې سمې کړې او استعدادونه یې وروزي.
زموږ مدني ټولنې هم باید د مقالو په لیکلو، ارزونو، د کتابونو په لوستلو، د کتاب په کره کتنو، او نورو کې مرسته وکړي او د ځوان نسل استعدادونه وروزي ترڅو د سترو سترو لیکوالانو د ظهور لاملونه په ټولنه کې رامنځته شي او د پرمختیایی پوهې په ګډون په راز راز مسئلو باندې څیړنیزې مقالې او راپورونه ولیکي، شننې وکړي او ټولیز کلتور ته وده ورکړي او عامه پوهاوی زیات کړي.
زموږ وزارتونو ته اړتیا ده چې له اکادیمیکي نهادونو، پوهنتونونو، د ستراتیژیکو مطالعاتو له مرکزونو، له غیر دولتی موسسو، نړیوالو پرمختیایی موسسو، له مسلکي انجمنونو او رسنیو سره په ګډه داسې یو چوکاټ ته وده ورکړي ترڅو په ملک کې په ټولو سکتورونو، پروژو او پررګرامونو کې، د څیړنیزو لیکنو، د حقیقت موندنې تحلیلي ارزونو، څیړنیزو تخصصي راپورونو، شننو، ارزونو، او په ټولیزه توګه د کتاب لوست او لیکوالۍ ته تقاضا او لیوالتیا زیاته شي.
اړینه ده دولت د خصوصي سکتور او اړینو کارپوهانو سره سره مرسته وکړي، ترڅو د اړوندو څیړنیزو مرکزونو په رامنځته کیدو لاس پورې کړي او بیا دولت ورسره مرسته وکړي، کار ورته ورکړي او د وړتیا او مهارتونو د لوړولو لپاره له نورو نړیوالو سازمانونو سره د مشارکت زمینه ورته برابره کړي. دا مشارکت د نړیوالو پرمختیايي موسسو لکه نړیوال بانک، د اسیا پرمختیایي بانک او نورو په تمویل شوو پروژو کې ښه ممکن دی ځکه هغوي د نړیوالو او یا سیمه ایزو کمپنیو په مرسته تل د پروژو د ارزونې غوښتنه کوي او تحلیلي راپورونه غواړي. دا کار باید اړونده دولتی سکتوري وزارتونه وکړي، نو هغوی کولای شي چې په دې ارزونو کې ملي نهادونو ته هم د مشارکت لاره اواره کړي.
که مو دا کار وکړ، نو بیا موږ کولای شو چې یو غوره کلتور رامنځته کړو تر څو په هره ساحه کې د پرمختګ زمینه برابره شي، عامه پوهاوی زیات او د ناخوالو سره مبارزه به اسانه شي.
نور بیا….
د یوه سرلوړي، خپلواک او سمسور افغانستان په هیله