د افغانستان کرکټ معلولیت لرونکو وګړو ملي لوبډله نن /یکشنبه/ بنګله دیش ته روانه شوه او هلته به د سره صلیب نړیوالې کمیټې لخوا په لاره ترتیب شویو نړیوالو سیالیو کې د انګلستان، هندوستان، بنګله دیش او پاکستان معلولیت لرونکو وګړو ملي لوبډلو پر وړاندې نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی وایي چې، معلولیت لرونکي وګړي د ټولنې فعاله غړي دي. دوی په دې وروستیو کې له ځانه ځانګړې وړتیاوې ښودلې دي او دا دی نن د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو معلولیت لرونکو وګړو لوبډلو پر وړاندې لوبه ترسره کوي.
عمومي رئیس نسیم الله دانش وایي چې، د معلولیت لرونکو وګړو ملي لوبډله نن تر نړیوالو ډګرونو ورسیده او د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې به لوبه ترسره کوي. دانش وایي چې، زموږ موخه لوبغاړو لپاره د ټولو اسانتیاو برابرول او تر نړیوالو ډګرونو پورې دوی ته د زمینو مساعدول دي.
د لوبغاړو رخصتۍ پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس اداري مرستیال حاجي عزیز الله فضلي ووییل چې، موږ د خپلو معلولیت لرونکو لوبغاړو پر وړتیاو باور لرو او زه اطمنان لرم چې د سیالیو په جریان کې به له ځانه ځانګړې وړتیاوې وښیي.
د اجراییوي رئیس مرستیال دوست محمد نظري وویل چې، زموږ کرکټ اوس په هره کچه د نړیوالو معیارونو سره برابری کوي ځکه چې اوس موږ د معلولیت لرونکو وګړو په کچه هم دوه فعالې ملي لوبډلې لرو.