ټاکنیز بحران نور بحرانونه وزېږول ، حالت یې ورځ تر بلې ترینګلی او پېچلی کړ. افغانان متأسفانه چې له جوړولو څخه پر ورانولو کې عجله کوي.
افغانستان چې له څلورو لسیزو را پدېخوا د اور په لمبو کې لولپه شو، رښتیني افغانان وځپل شول، چې د یوې دمې په ارمان دي. افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د جګړې ډګر ګټلی، خو بدبختانه چې د سیاست او آبادۍ میدان کې بیا پاتې راغلي دي.
په حساسو وختونو کې عام افغانان پورته شوي، د دوی له احساساتو سؤ استفاده شوېده، چې ژوندي مثالونه یې د دې ملت حافظه کې ساتل شوي دي. د روسانو او داخلي کمونستانو د تېري پر وړاندې د دې ولسونو سرښندنې د ټولو په یاد دي.
پر افغانستان د غربي دیموکراسۍ راتګ یوه نوې سېلۍ وه، چې افغانان یې تر پخوا لا زیات وځپل، د دې پر ځای چې مونږ له تاریخ څخه عبرت او درس واخلو د تاریخ تکرارېدو ته کار کوو، د تاریخ ناکامه تجربې تکراروو. پر خپلو ټپونو مالګه شیندو چې ژور او نه جوړېدونکي ټپونه ترې جوړ شي، دغه ټپونه نوي نسل ته ناسور ګرځي، چې د ټولنې تباهي رامنځته کوي.
د امریکایانو تر راتګ او د دوی تر تسلط وروسته دا ټولنه د بې دیوالونو حوېلۍ ترڅنګ د غلو او فاسدو مافیایي کړیو مرکز وګرځېده، هر چا د خپلې خوښې اډه او د ناروا تجارت مرکېټ ترې جوړه کړه .
مخدره توکي چې د دې د نابودۍ لپاره د امریکا په مشرۍ یو نظامي قوت افغانستان لاندې کړ، په ظاهر کې د مخدره توکو پر ضد مبارزې لپاره ځیني افغانان له ځان سره یوځای کړل، خو مخدره توکې تر پخوا څو چنده ډېر او زیات شول.
همدې ته ګورئ او د ښې حکومتولۍ ترڅنګ یې د افغانستان بیا رغونه در واخلئ.
اوس اوس د ټاکینز جنجالونه هغه حد ته ورسېدل چې په دې حالت یې ملت د شرمنده ګۍ احساس کوي.
د ۲۰۱۴ م کال د ولسمشرېزو ټاکنو بحران ته یې شاباسی ووایه او دا اوسنی بحران له هغه پخواني پرمختللی شو (چې د دوو تحلیفونو شاهدان وو ).
تېر ځل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ( جان کیري ) راغی او په یو ډول یې د دوو هغو ټیمونو ترمنځ جوړجاړی وکړ چې افغانان یې د بدې ورځې څښتنان کړي وو، بیا د ډرامې هماغه صحنه تکرار شوه چې پایله یې د پخوانۍ سره ډېر توپیر لري .
ښه ، دوی به بیا سره جوړ شي او د یو سهامي شرکت په شکل به دې حکومت کې د هر چا ونډه معلومه شي ، خو افغانان به څه کوي همداسې به په رڼو رڼو ورته ګوري او د هلاکت کندې ته د غورځېدو انتظار به کوي ، چې کله یې نوبت رسېږي.
د سولې پروسه له پخوا څخه پرمخ تللې ده ، افغان حکومت باید خپلې هڅې وکړي چې د پروسې هغه ځای ته ځان ورسوي چې د سولې پروسه روانه ده ، په یوه او بل نوم دې خنډونه نه جوړوي ، ځکه چې دوی به د نورو کم کاریو ترڅنګ د سولې پروسه کې هم پړ وبلل شي او تاوان به یې په داسې حال کې پرېکوي چې بیا به هېڅ ګټه ترې مرتبه نه وي.
اوس یو ځل بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ( مایک پمپیو ) په داسې حال کې کابل ته یو ناڅاپي سفر وکړ، چې په کابل کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت فوق العاده استازي (زلمي خلیلزاد ) ونشو کولی چې د ډاکتر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ ګډ او پر ونډو ولاړه اداره جوړه کړي. د مایک پمپیو سفر هم کومه پایله نه درلوده. دلته پوښتنه دا ده چې امریکایان دومره ضعیفه شوي چې خپل ملګري (مأمورین یې ) خبره نه مني او که امریکایان قصدا داسې حالت رامنځته کوي چې یو ارګ خو په تحلیفونو سمبال دوه ریس جمهوران دې ولري… ؟
منځګړی ( مایک پمپیو ) له کابله ناراضه ولاړ، یو ملیارد ډالري مرستې یې وځنډولې، خو دا دوه ډاکتران بیا هم خپلو بې تدبیره کارونو ته دوام ورکوي، چې هېڅ ډول عواقب یې نه سنجوي.
د افغاني ټولنې دا نازک او حتی شلېدلی حالت په داسې حال کې دوام کوي چې متأسفانه ملت هم د یو رښتینی ملت پر څېر خپل مسؤلیت نه ادأ کوي.
د داسې حالت زیان او تاوان مستقیم افغان ولسونو ته متوجه ده، تر دې چې عملا قرباني هم ترې اخلي.