تااند: د احصائیې ملي اداره وايي، د هېواد نفوس روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۳۲ اعشاریه ۲ میلیونو ته رسېدلی او دا شمېر به تر ۲۰۵۰ میلادي کال پورې ۶۴ میلیونو ته لوړ شي.

 د احصائیې ملي ادارې عمومي رئیس احمد جاوېد رسولي په دې تړاو نن ۵ شنبه د نفوس نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل، روان کال کې د افغانستان نفوس په ۲۰۰۴کې  ۲۱.۶ میلیونه اټکل شوی و چې تر ۲۰۱۸ کاله پورې ۳۱.۶ میلیونو ته رسېدلی دی: (( سږ کال زموږ نفوس ۳۲.۲ میلونه انسانانو ته رسېږي چې له دې منځه یې ۱۵.۸ میلیونه ښځې او ۱۶.۴ میلیونه نارینه دي.))

 د رسولي په خبره دا مهال د هېواد ۷۱.۳ سلنه نفوس په کلیو او ۲۴ سلنه نور په ښارونو کې ژوند کوي چې د هېواد ۴.۷ سلنه یې کوچیان تشکیلوي.

 د ملي احصائیې اداره د هېواد د نفوس د شمېر وده چټکه او بې کنټروله بولي او وايي، دا مهال د افغانستان هر کور کې په اوسط ډول ۷.۷ کسان ژوند کوي.

 دې غونډې ته د روغتیا وزارت مرستیالې ډیوه صمد بیا وویل، دا مهال افغانستان کې په اوسط ډول هرې مور ۵ اعشاریه ۳ ماشومان زېږولي دي.

 همدا رنګه د اقتصاد وزیر مصطفی مستور بیا غونډې ته وینا کې په ډاګه کړه چې د افغانستان د وګړو د رشد کچه باید مهار شي، که نه نو افغانستان به د خوړو نه خوندیتوب، د بې وزلۍ د ګراف لوړېدو، د څښاک د اوبو له کمښت، د هوا له ککړتیا، له زده کړو څخه د محرومیت او بې کارۍ له پراخو ستونزو سره لاس و ګرېوان شي.

د افغانستان د نفوس د کچې لوړېدو خبره په داسې حال کې کېږي چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د رسمې شمیرو په اساس جګړه کې ۵ سوه زره ملکیان وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *