تاند، پنجشنبه، د میزان ۲۵مه: د خوړو او کرنې نړیوال سازمان وايي، دا مهال ۴۴ اعشاریه ۶ سلنه افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.
په کابل کې د خوړو د نړیوالې ورځې په تړاو غونډې ته د خوړو د نړیوال سازمان یو چارواکي فبریزیو سیساریتي وویل، ټوله نړۍ کې د خوړو د خوندیتوب ستونزه شته، مګر په افغانستان کې دا مهال نږدې ۴۵ سلنه افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نلري.
ښاغلي سیساریتي وویل، دا مهال ۳۳ اعشاریه ۶ سلنه افغان ماشومان له خوارځواکۍ او تیټ قد له ستونزې سره مخ دي، ځکه دوی ته سم خواړه نه رسېږي.
د روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان هم دا خبره تاییدوي او وايي، هغه ماشومان چې قد یې ټیټ پاتې کېږي یا په خوارځواکۍ اخته دي، عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي: (( د افغانستان ماشومان مصؤون خواړه نلري، کورنس یې هم دوی ته د سالمو خوړو په برخه کې یا بې غوري کوي، یا یې نه شي ورته رسولی، ځکه ډېر ماشومان له ستونزې سره مخ کېږي.))
په همدې حال کې د کرنې وزارت د اوبو لګونې مرستیال حشمت الله غفوري تاییدوي چې نیمايي افغانان د جګړې، بې وزلۍ، خراب اقتصاد او ناسمو سیاسي پالېسیو له کبله کافي خواړه نه لري.
خو نوموړی زیاتوي چې وزارت یې خلکو ته د خوندي خوړو په برابرولو کې له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنې پورې پرمختګ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو او کرنې د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې ۸۲۰ میلیونه وګړي کافي خواړه نه لري، په داسې حال کې چې هر کال د یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه انسانانو د استفادې وړ خواړه د مړو او مالداره خلکو لخوا خوشې ضایع کېږي.