افغانستان یوازې د جنګ میدان نه دی، دلته یوازې ځانمرګي بریدونه، ماین چاودنې، بمبارۍ، پوځي عملیات او نور خواشینونکي کارونه نه کېږي. دلته ژوند هم شته، که څه هم کیفیت به یې کمزوری او د تقاضا مطابق نه وي، خو که هره ورځ ددې لوی وجود لسګونه ټوټې په دې بدو پېښو کې قرباني کېږي، تردې زیات نور به یې داسې لور ته روان وي، چې په حال خبرېدو یې د زیاتو افغانانو زړونه خوشالېږي.
زه چې له څو کلونو راهیسې رسنیو سره نېږدې پاتې یم، په افغانستان کې د ژوند ډېر نور اړخونه رانه خواشینونکو خبرونو پټ ساتلي، هغوی چې کله کله رسنۍ اوري حق یې دی، چې تل د منفي خبرونو او معلوماتو په اورېدو هرڅه منفي وګڼي.
څو ورځې مخکې پلازمېنه کابل له پاکستاني فوټبالرانو سره د افغان لوبغاړو د یوې خورا جالبې لوبې کوربه و، خو ددې لوبې انعکاس په افغاني رسنیو کې کوم ډول چې باید وای، نه و.
د چهارشنبې پر ورځ د فوټبال ملي لوبډله نیپال ته د سویل ختیزې اسیا په سیالیو کې د ګډون لپاره روانه شوه، دا ښه خبر مې یوازې په رسمي حکومتي خبري اژانس (باختر) کې ولوست.
که باختر حکومتي اژانس نه وای ګومان نه کوم، چې له دې مثبت خبره به خبرېدای.
له هېواد څخه زیاتو تېښتې او وتو ته لېواله کسانو سره چې مخ شوی یم، د خپلې دې لېوالتیا یو علت یې پرله پسې د دغسې منفي خبرونو اورېدل راښودلي او ویلي یې دي، چې د څه په اورېدو به دې زړه ښه شي؟
دا خلک له هغو ملامتیو سره چې د ناخبرۍ یا نورو دلایلو له مخې ددې قضاوت او پرېکړو له کبله لري، تر یوه حده د ناملامتۍ ادعا هم کولای شي، ځکه هره ورځ بیا بیا د و وژل شول، ټپيان شول او نورې ذهنیت ځپونکې جملې اوري، چې تحمل یې رېښتیا هم اسانه نه دی.
له دې خبرو نه مې هدف دا نه دی، چې زموږ رسنۍ دې منفي خبرونه او واقعیتونه یو مخ هېرکړي، دوی ددې برخې واقعیتونو د خپرولو مسوولیت او خلک یې د خبرېدو ضرورت لري، خو دا مسوولیت او ضرورت باید داسې سره غاړه غړۍ شي، چې د خلکو د فکر خرابولو او نهیلي کولو پر ځای په دوی کې د مثبتو بدلونونو لپاره یوه انګېزه او احساس وپاروي.
ددې کار لپاره یوه ښه او اسانه لاره به دا وي، چې رسنۍ د خپلو کارکوونکو د نورې روزنې او ظرفیت لوړونې ترڅنګ په دوی کې د مثبت فکر کولو حس پیاوړی او ورغوي، ترهغې چې یو خبریال یا بل رسنیز کارمند په شعوري ډول ځان ځینو مهمو ملي اړتیاوو او پوره کولو ته یې ژمن ونه ګڼي، زموږ رسنۍ او حتی هغه برخه به یې هم د منفي او زیان زېږونکو مسایلو په تبلیغولو کې غیر مستقیم کارېدلي وي، چې د ملي تعهد او ترقۍ بدرګه کولو شعار ورکوي.
له رسنیو څخه یوازې د اطلاع رسونې انتظار نه دی موجود، موږ دا حق او توقع لرو چې دا مهمې وسیلې نور په افغانستان کې د بېلتون راوستو پر ځای د خلکو د وصلولو لپاره وکارول شي، زموږ د ژوند د مختلفو اړخونو تصویرونه په واقعي ډول وړاندې کړي، داسې تصویر چې انساني او مسولانه ژوند ته زموږ لېوالتیا زیاته او لارې، چارې یې را وښودل شي.
په رسنیو کې د افغانستان د تصویر نیمګړتوب د دوی په ګډون افغانستان او خواخوږو ته یې په زیان دی، دا تصویر چې له ډېره وخته نیمګړی ساتل شوی او ډېرو پخپله ګټه او ذوق رسم کړی، نور باید بشپړ او واقعي شي.
رغاند صيب،وايي سي بد خبر لكه ساري ناروغي له يو نه بل ته دير زر انتقاليزي، او شه خبر لكه روغ صحت له يو نه بل ته نه انتقاليزي.