د والیانو ټولنه

د افغانستان واليانو ټولنې محترمو والي صاحبانو وپتېيله، تر څو د افغانستان واليانو ټولنې ریاست کې تغير او بدلون راولي، څنګه چې په هره اداره کې تغير او تبديل يو اصل دی، نو د افغانستان واليانو ټولنې درنو غړو د زمري میاشتې په درېيمه نېټه  ډاکتر عبدالله هيواد د افغانستان د واليانو ټولنې مشر وټاکل.

د افغانستان واليانو ټولنه، چې له څو کلونو راهيسې  په قانوني توګه فعاليت کوي او د افغانستان د نېکمرغۍ او ښېرازۍ لپاره يې هڅې او کوششونه د هيچا له سترګو پټ نه دي، نو په همدې بنا يې هوډ وکړ، چې ډاکتر عبدالله هيواد د افغانستان واليانو د ټولنې مشر وټاکي.

ډاکتر عبدالله هيواد د افغانستان واليانو د ټولنې د درنو غړو د باور وړ وګرځېد او هيڅوک ورسره د ریاست چوکۍ ته نوماند نه شول، والی صاحبانو په ډاکتر عبدالله هيواد پوره باور درلود، نو ځکه يې دغه ستر مسووليت ډاکتر صاحب عبدالله هيواد ته ور وسپاره.

افغانستان واليانو ټولنه له پخواني ریس ښاغلي والي صاحب عبدالجبار تقوا څخه مننه کوي، چې څوکلونه يې د افغانستان واليانو ټولنې ریس په توګه خپله دنده مخ ته وړله او د وس تر بريده يې هلې ځلې کړې دي، چې د افغانستان واليانو ټولنه يې د هڅو، کوششونو او ښې رهبرۍ منندویه او کور ودانی ورته وايی.

همدارنګه  د  افغانستان واليانو ټولنه نوي ریس ته په ورسپارل شوي مسووليت کې توفيق غواړي، تر څو  د قانون په رڼا کې د والي صاحبانو او په ټوله کې د افغان غيور ولس له قانوني حقونو څخه په کلکه  ننګه او دفاع وکړي.

په افغانستان کې د سرتاسري سولې په هيله

د افغانستان واليانو ټولنه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *