تاند- په افغانستان کې د واورې د ښویېدو په وروستیو پېښو کې د مړو شویو کسانو شمېر تر دوه سوه تنو واوښت.
افغان چارواکو نن وویل چې د وروستیو پر له پسې او زیاتو واورو د اورېدو او د راشي (برفکوچ) په اثر د مړو شویو کسانو شمېر تر دوه سوو تنو اوښتی او وېره ده چې نور هم زیات شي.
چارواکي وايي چې لا هم یو شمېر کورونه تر واورو لاندې دي او فکر کوي چې په دغو کورونو کې به نور خلک بند پاتې وي.
د پنجشېر والي عبدالرحمن کبیري د تلفاتو شمېر ۱۶۸ تنه ښيي. د ده په وینا د واورې د ښویېدو له کبله ۱۰۰ کورونه نړېدلي او اصلي لارې بندې شوي دي.
د کبیري په وینا د لارو د بندېدو له امله راشي ځپلو سیمو ته د مرستندویانو او ژغورونکو رسېدل له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
کبیري وايي چې تر اوسه پوري یې هیڅکله دومره واوره په پنجشېر کې نه وه لیدلې.
له بلې خوا په بدخشان کې ۱۸ تنه او په نورستان کې ۱۲ تنه واورو لاندې کړي او مړه کړي دي.
همداراز ویل شوي چې په بامیان کې ۶ تنه او په لغمان او ننګرهار کې ۵ تنه مړه شوي دي.