لیکنه: شېر محمد ستانکزی 

یو امریکايي جنرال په دې وروستیو کې اندېښنه ښودلې، که چېرې امریکايي ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووځي،  دا ممکنه ده چې افغان حکومت سقوط وکړي او وسله وال پوځ سره وپاشل شي.

دا اندېښنې په ۲۰۱۴ کال کې یوازې له دغه امریکايي جنرال سره نه وې، بلکې ټولې نړۍ او د افغانستان نږدې سټراټېژيکو ملګرو سره وې، چې که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، ممکن افغانستان بیا د طالبانو لاس ته ورشي، خو تاسو ولیدل چې په ۲۰۱۴ کال کې ۹۰ سلنه امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، ولې بیا هم افغان سرتېرو کې هغو کمو امکاناتو په کتلو دا وړتیا وه چې له خپلې خاورې دفاع وکړي او د پولو امنیت يې خوندي کړي.

تاسو وکتل چې ټول هېواد کې د سترو پوځي عملیاتو مشري افغان سرتېرو کوله، خو د افغانستان آن کومه لویه برخه هم ترې سقوط نشوه، بلکې په مېړانه یې له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړه.

ممکن امریکايي جنرال د افغانستان له وضعیت خبر نه وي، دلته نه وي راغلی، اوس نړیوالو ته هم څرګنده شوې چې افغان سرتېري کولای شي په خپلواک ډول خپله خاوره وساتي او له تروریزم سره مبارزه وکړه.

تر ډېره بریده د امریکايي جنرال خبرې پر رښتیاوو ولاړې نه دي، ځکه د همدې اوونۍ په لړ کې د امریکې دفاع وزیر جېمز مټېس چې رسمي دنده لري او افغانستان ته یې څو ځله سفر وکړ وویل: مونږ غواړو د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسوو او اوس د افغان سرتېرو په  وړتیا باوري شوي یو.

په دې هم سترګې نه شو پټولی، چې افغان حکومت او سرتېري یو شمېر برخو کې له ننګونو سره مخ دي او نیمګړتیاوې هم لري؛ خو ترې دې کچې هم ستونزې نه دې موجودې چې یو کس دې ووايي: که بهرنیان له افغانستان څخه ووځي، ممکن افغان حکومت سقوط وکړي.

هو! له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا نه یو، عادي او پراختیايي بودیجه کې مو بهرنیان زیات لاس نیوی کوي؛ خو تاسو ګورئ چې د افغان سرتېرو د وړتیاوو لوړېدو سربېره، زمونږ سږنۍ بودیجه هم ۵۰ سلنه له خپلو عوایدو ورکول کېږي، چې دا کارونه افغانان خپلې راتلونکې ته خوشبینه او ډاډه کوي.

زمونږ ځانګړی ځواک او کومانډو سرتېري چې اوس سیمه کې ساری نه لري، ټول افغانان او نړۍ ددې شاهدان و، چې د هېواد په هره برخه کې يې له لاسته راوړنو ډک عملیات ترسره کړل او لا يې هم ترسره کوي. تاسو وکتل چې زمونږ د کومانډو سرتېرو شمېر آن درې چنده شوي، د کومانډو ځواکونو تشکیل تر قول اردو ورسېد، دا د حکومت او افغانانو لپاره لویه لاسته راوړه ده.

پر دې سربېره، تاسو ولیدل چې له نږدې درېیو لسیزو وروسته زمونږ وسله وال پوځ بېرته په نسبي ډول په پښو ودرېده او اوس کولای شي د هېواد په هره څنډه کې خپلواک هوايي بریدونه ترسره کړي.

کله چې د امریکا دفاع وزیر او د ناټو لوی منشي د افغانستان وضعیت ته خوشبین وي او په هر هېواد کې د افغان سرتېرو د وړتیاوو ستاینه کوي او له لاسته راوړنو ډکې مبارزې يې په ښه غږ بدرګه کړي، نو مونږ ته په کار نه ده، چې د یو امریکايي جنرال چې ان د افغانستان له وضعیت هم نه دی، د هغه د خبرو لپاره تشویش وکړو او اندېښنه څرګنده کړو چې هېواد مو کوم لور ته روان دی.

دا خبرې یوازې د عامه اذهانو د ګډوډولو لپاره کېږي، هېڅوک پرې باور نه لري، تاسو وکتل چې افغان حکومت په لومړي ځل له هر اړخه د ولسي جرګې بریالۍ ټاکنې ترسره کړي، امنیت يې هم زمونږ پر غاړه او تخنیکي مسایل يې هم.

دا زمونږ لپاره یوه بریالۍ تجربه وه، مونږ کولای شي له دې نور هم ښه لاړ شو او لاسته راوړنې ولرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *