تاند- په داسي حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې مخ په خرابېدو دي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په پاکستان کې د ایکو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له ګډونه ډده وکړه.
پاکستان ټوډې ورځپاڼې نن /سې شنبه/ راپور ورکړ چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وروسته له دې په پاکستان کې د ایکو په غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه چې پاکستان پر افغانستان د تورخم او سپین بولدک لارې بندې کړې او د افغانستان پر خاوره یې د توپونو د ګولیو ویشتلو ته دوام ورکړ.
دواړو هیوادونو یو بل ته د تروریستانو لیستونه وسپارل.
پاکستان هڅه کوي چې ځان د تروریستانو د پالونکي پر ځای د افغانستان په شان د ترهګرو له لوري ځپل شوی هیواد وښيي.
د صلاح الدین رباني پر ځای په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال د افغانستان په استازیتوب د ایکو په غونډه کې ګډون وکړ.
همداراز ټاکل شوې ده چې د چهارشنبې په ورځ د ایکو د مشرانو او همداراز د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډو کې هم ډاکتر زاخېلوال د افغانستان استازیتوب وکړي.
د افغانستان ولسمشر، مرستیالان یې او اجراییه رييس نه غواړي چې پاکستان ته لاړ شي.