تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز السعود نن /دوشنبه/ په ریاض کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

د کویت د کونا خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان د ولسمشر او سعودي پاچا خبرې د دوو هیوادونو ترمنځ پر همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو متمرکزې وې.

د افغانستان ولسمشر د سعودي عربستان له پاچا سره په کتنه خوښي ښکاره کړه او د سعودي عربستان له تود هرکلي یې مننه وکړه.

د افغانستان ولسمشر د شنبې په ورځ سعودي عربستان ته ورسېد او د یکشنبې په ورځ یې په ریاض کې له تروریزم سره د مبارزې په نړیواله غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان او سعودي عربستان د مشرانو په غونډه کې د دواړو هیوادونو یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو هم ګډون کړی وو.

ولسمشر غني د سعودي عربستان د سفر په لړ کې د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د دغه هیواد د ملي امنیت له سلاکار جنرال مک مسټر سره هم ولیدل.

سپینې ماڼۍ نن /دوشنبه/ په یوه اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې له تروریزم سره په مبارزې کې د ولسمشر محمد اشرف غني د مشرتابه او د کلیدي اصلاحاتو ستاینه وکړه.

ښاغلي ترمپ د افغان امنیتي ځواکونو د زوړرتیا او د تروریستي ضد مبارزې قدرونه هم وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *