لیکنه : خان زمان امرخیل د اداری فساد پر ضد د افغانی شبکی مرستیال

نیټه: د ۱۳۹۲ کال د اسد ۲۴مه

د نوي ولسواک نظام چې په  ۲۰۰۲  زیږدیز کال  کی منځ ته راغی د خلکو ډیری هیلی ورسره تړلی وی. خو له بده مرغه چی له یوی خوا د هیواد وسله والو دښنمانو دغه هیواد او ددی هیواد مظلوم ولس خوښی ته پرینښودل برعکس خوښئ یی ورته په غمونو او آبادي یی ورته په کنډوالو بدله کړه.

پاتی دی نه وي چی حکومت هم داسی ګلونه نه دي کرلي چی ولسونه پری خوشاله او سوکاله شوي وي. بلکه داسی بنسټونه یی کیښودل چی د خلکو هیلی یی په نا هیلی بدلی کړی. اوس نو خلکو ته ددی هیواد راتلونکی ډیره تیاره ښکاري. په دی کی شک نشته چی د بهرنیو مرستو پر بنسټ ځینی داسی کارونه وشول چی د طالبانو د دوری سره نا انډوله توپیر لري، د بیلګی په توګه په افغانستان کی د ملي اردو منځ ته راتګ، د ملي پولیسو جوړیدل، په افغانستان کی د لومړي ځل لپاره د ګرځنده ټیلیفونونو د شبکی بنسټ ایښودنه، په هیواد کی خصوصي پوهنتونونو او ښوونځیو منځ ته راتګ، همدارنګه ځینی نورمهم کارونه خو له بده مرغه  چی دغه یو هم په هغه توګه چی لازمه وه پرمختګ ونه کړ او داځکه چی ددی ټولو کارونو په مشرتابه کی ښاغلي ولسمشر ډیری فاسد خلک ټاکلي دي. په ډیری خواشینۍ سره باید ووایم چی ددی شته فساد له امله هره ورځ زموږ په لسګونو رښتینی بچیان او ددی هیواد ساتونکي پولیس او د ملی اردو تنکي ځوانان په ډیره لویه کچه په شهادت رسیږي، او زموږ مشران د خپلو شخصي ګټو لپاره په ماڼیو او قصرونو کی ناست ددغی ځوانانو  د پلورلو سودا کوي.

څرنګه چې د افغانستان دولت د فساد پر وړاندی د مبارزی د ملګرو ملتونو تړون ته ژمن دی نو په همدی اساس باید د افغانستان ولسمشر په افغانستان کې د فساد سره  د مبارزی لپاره یوه اداره جوړه کړای وای تر څو نړیوالو ته ډاډ ورکړي چې دوی د فساد سره مبارزی لپاره ژمن دي. په همدی بنسټ د افغانستان د اساسي قانون د ۷می مادی او د پنځمی مادی د دریم جز او د فساد سره د مبارزی د ملګرو ملتونو د تړون په رڼا کی په هیواد کی د اداري فساد پر وړاندی د مبارزی او څارنی عالی اداره جوړه شوه. چی ددی دنده د فساد مخنیوی او مفسدو چارواکو په جزا رسول وو. خو له بده مرغه چی تر دی دمه داسی کوم شواهد نشته چی وښایی چی ددی اداری د منځته راتګ وروسته کوم ځانګړی بدلون د فساد د کمښت او یا مخنیوي په برخه کی راغلي وي.

 فساد یوه نړیواله پدیده ده نو په هرهیواد کی دغه ستونزه شته او د همدی له امله په مختلفو هیوادونو کی د فساد پر وړاندی اداری جوړی شوي دي چې په مختلفو ډولونو خپلی دندی پر مخ بیایی. د فساد پر وړاندی مبارزی د ملګرو ملتونو تړون ۶ مه ماده هیوادونو ته اجازه ورکوي چی یو هیواد کولای شي چی  د مبارزی لپاره یوه یا څو اداری جوړی کړي او پوره واک ولري. نو که وګورو د سهیلي آسیا په هیوادونو کی د فساد پر وړاندی د مبارزی لپاره دیوې څخه واخلی تر ۵ پوری اداری جوړی شوي دي. په پاکستان کی تر پنځو پوری اداری جوړی شوي دي، په هندوستان کی ۲ او یا ۳ اداری د فساد پر وړاندی کار کوي. همدارنګه په مختلفو میکانیزمونو منځته راغلي دي. په بنګله دیش کی یوه خپلواکه اداره د فساد پر وړاندی کار کوي چی غړي یی د غوراوي د کمیټی لخوا ولسمشر ته وړاندی کیږي او ولسمشر یی بیا ټاکنه کوي. او ددغو غړو د کار موده هم معلومه وي. داسی نه چی ددی قواله یی اخستي وي.

لکه څنګه چی د ټاکنو کمیسیون یو ملي کمیسیون دی او په دی وروستیو کی د هغه مشرتابه د یوه منل شوي او مناسب میکانیزم له لاری  و ټاکل شوه، نو زما په اند که چیری د اداري فساد پر وړاندی د مبارزی د عالی اداری مشر تابه د ټاکنی لپاره هم داسی یو منظم میکانیزم جوړشي چی ولس او مدني ټولنو سره پری سلا وشي او ددی لخوا ورته داسی اشخاص وپیژندل شي چی پخپله پاک ، سپیڅلي او په هیڅ ډول جنایت تورن نه وي، ددی هیواد جوړونی او رغاونی ته په بشپړه توګه ژمن وي نو هم به ولس ډاډه شي او هم به ښه کاري پایلی ولري، او زه په دی پوره باور لرم که چیری د کمیسیون د غړو په ټاکنه کی پوره پاملرنه وشي او ناپییلی ، ناپلوه او پیاوړي کسان ورته وګمارل شي نو تاسی به یی په لنډ مهال کی پایلی وګوری چی د خلکو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند کی څه ښکاره بدلون راولي.

په پای کی د لوی او ستر واک لرونکی څښتن څخه دی وران او په کنډوالو بدل هیواد ته د آبادی دعا کووم او  ولس ته د لوی ذات څخه  د هیواد جوړونی مینه او ښه احساس غواړم، خدایه زموږ دغه سپیڅلی هیواد د فاسدو او نا اهله چارواکو څخه خلاص او په راتلونکی کی یو سپیڅلی په هیواد میین زعامت (پارلمان، حکومت، قضا) را په برخه کړی.   آمین.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *