تاند- د ولسمشر کرزي مېرمن زینت کرزي د تېرې اوونۍ د سې شنبې په سهار د هند په یوه روغتون کې لور پیدا شوه.

کرزی، چې ۵۶ کلن دی، د چهارشنبې په ورځ د نوي ډیلي د سټیلایټ ټاون فورټیس روغتون ته لاړ او د خپلې مېرمنې او نوې زېږېدلې لور حال یې وپوښته.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې کرزی په ډیلي کې له لنډې دمې وروسته سریلانکا ته لاړ.

د کرزي دوه نور ماشومان، چې یو زوی او بله لور ده، په کابل کې زېږېدلي خو په ناڅرګند طبي علت مېرمن زینت کرزي ته سپارښتنه شوې وه چې د درېمې ماشومې د زېږولو لپاره هند ته لاړه شي.

په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت له یوې خبرپاڼې سره سم د څلورڅلوېښت کلنې زینت کرزي لور د سې شنبې په ورځ د سهار په نهه نیمې بجې وزېږېده.

زینت کرزي تېر کال په یوه مرکه کې ویلي و چې ولسمشر له خپلې کورنۍ او ماشومانو سره بې حده مینه لري خو ډېر لږ وخت مومي چې له هغوی سره یې تېر کړي.

دې ویلي:«ځیني وخت، ممکن د جمعو په ورځو شاوخوا یو ساعت وخت ولري او په ترڅ کې یې له ما او ماشومانو سره پلی ګرځي. موږ ټول په اوونۍ کې یو ځل یو ځای وځو.»

مېرمن کرزي دا هم ویلي چې په افغانستان کې د عمومي دود خلاف چې تر لور زوی ته ترجیح ورکول کېږي، د دوی دواړو لپاره زوی او لور توپیر نه لري او هماغسي په لور خوشاله ده چې په زوی وه.

7 thoughts on “د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د درېم ماشوم پلار شو”
  1. Its surprizing to know that the 1st lady of Afghanistan gets admitted in an indian hospital for delivery of her baby.It shows that Karzai has just wasted 14 years of his nation and tens of billions of dollars recieved in aid from the wealthy western nations over these years.He has failed to provide basic health facilities to his poor people.

  2. سلامونه ټولو لوستونکو ته
    زه دیر په افسوس سره باید ووایم چی کرزی ته شرم په کار ده چه دده په دی دومره اوږده دوره کی د داکترانو ظرفیت دومره لوړ نشوی کړای چه ولادت هم وکړی الله د هلاک کړه کرزی ، د هغه وطنوال حال به څه وی چه حتی حلته یوه قابله هم نه پیدا کیږی لعنت لله علیه
    الله دی درسره په سختی سره حساب وکړی
    ډیر د شرم ځای ده درته کرزیه

  3. لومړۍ د ولسمشر کرزی د لور د پيدا کيدو په اړه مبارکي وايم او ښاغلي محمد ته دا وړانديز کوم چې انسان اشرف المخلوقات دی او بايد په همدې ډول ورسره چلند وشي، ولسمشر په تيرو څه باندې لسو کالو کې دومره څه کړي چې انکار ترې سم کا ر نه دی، ده ښاغلی له صفر څخه پيل کړې او پيل يې په داسې حال کې شوی چې په هيواد کې بيلابيلې سمتي، ګوندي او ټولنيزې ستونزې موجودې وې، ده ښاغلی ټول افغانان د يو حکومت لاندې سره راټول کړل، هغه ستونزې او کار چئ کرزی په تيرو کالو کې ترسره کړی د بل هر کس له توان څخه لوړ کار و، زه يې د خپل کار په دوران کې بریالی ګڼم او الله د اجر ورکړي، تاسو وګوری په رپوټ کې ليکل شوی چې ښاغلی کرزی په ټوله اونی کې يوازی يو ساعت د خپلو اولادونو سره تيراوه
    بله خبره دا ده چې د کرزی صاحب له دې وړاندې دوه اولادونه په هيواد کې پیدا شوي، دا څل به يې کوم تکليف درلود، نور افغانان هم هند ته د درملنې له پاره ځي، دا خو څه لندن يا امريکا ته نه ده تللی

  4. DA HAM DA TALIB JAN KAMAAL DAI CHE TER OSA SAM ROGHTOON NASTA AFGHANISTAN KE ……AW DA ELAAJ DAPARA DA SAUDI PACHAA HAM AMERICA TA WLARAI ……..TASOOB MA KAWAI …AW KHPAL OLAS MASHAR TA MUBARAKI WER KAI …….DA MULLAH OMAR DA KHO PA PAKISTAN KE PAIDA KEZHE 🙂

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *