تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /پنجشنبه/ په یوه پیغام کې د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ څخه د کوچني اختر تر ۵ پورې په ټول هیواد کې اوربند اعلان کړ.
دا اوربند یوازې طالبانو ته اعلان شوی دی او ولسمشر غني وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د داعش او القاعده پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.
ښاغلي غني په عین حال کې ویلي دي چې په یاده موده کې به افغان امنیتي ځواکونه یوازې دفاعي حالت لري او د طالبانو پر ضد به عملیات نه کوي.
وسله والو طالبانو په لومړني غبرګون کې ویلي چې د دوی نظامي کمیسیون به په دې غور وکړي چې د افغان ولسمشر د اوربند غوښتنه تایید او که رد کړي.
د ولسمشر غني پیغام په دې ډول دی:
ښه ده ته څه ضرورت چې پاړسي وایي خو عبدالله پاړسي وایي معاون یې دانش پاړسي وایي دی باید پښتو ووایي. خلاص
پاړسو به د دې لپاره وایی چې په ټالیبانو کې هم پاړسیوان شته لکه د بدخشان او یا د فاریاب ټالیبان چې هغوي هم پرې پوه شي.
اوس به یوځل بیا ټالیبان له یوه سخت آزمون سره مخامخ شي چې د چا ومني؟ د یو افغان او مسلمان سپین ږيري او د ګران وطن د 3500 دیني عالمانو او 32 میلیوني جګړه ځپلي ولس خواهش ته اعتبار ورکوي او که د آی اس آی ، پنجاب او ملا ډمبکو ، مال ډیزلي او ملا عبث فرمایشاتو ته ؟