تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هیواد په ملي پوځي اکاډیمي کې پر افغان او بهرنیو پوځي روزونکو د سې شنبې د ورځې حمله په کلکه وغندله.
په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزارت یا پینتاګون تایید کړه چې په افغانستان کې یې یو جنرال وژل شوی دی.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د ملي اردو پر پرسونلو او بهرنیو روزونکو، چې د پوځي اکاډیمۍ تاسیسات یې کتل او د افغان امنیتي ځواکونو په روزلو کې یې مرسته کوله، د سې شنبې د ورځې برید د هغو دښمنانو کار وباله چې نه غواړي افغانستان پیاوړي اورګانونه او ادارې ولري.
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو وویل چې پېښه د غرمې په ۱۲ بجو په ملي پوځي اکاډیمي کې وروسته له دې وشوه چې د ملي اردو په یونیفورم کې یوه صاحب منصب د افغانستان د ملي اردو پر پرسونلو او د هغو پر بهرنیو همکارانو ډزې وکړې.
د پینتاګون ویندوی جان کربي په افغانستان کې د امریکايي جنرال وژنه تایید کړه، ویې ویل چې یو شمېر نور امریکايي پوځیان ژوبل دي او د ټپیانو په منځ کې د ځینو وضعیت نازک دی.
تایید شوي راپورونه وايي چې پنځلس تنه ژوبل دي چې د هغو په منځ کې ۱۲ امریکایان او ۳ افغانان دي.