تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پېښور په ورسک روډ کې پر یوه ښوونځي د نن ورځې تروریستي حمله په کلکه وغندله.
د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي:«د بېګناه او بې ضرره ماشومانو وژل غیرانساني او غیراسلامي عمل دی. زه دا بې رحمانه ترهګر عمل په کلکه غندم.»
د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله، د هند او بریتانیا صدراعظمانو او په اسلام اباد کې د امریکا سفیر هم دا برید په کلکه غندلی دی.
ولسمشر غني په خپله اعلامیه کې قربانیانو ته دعا کړې او د هغوی له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
له دې جلا ولسمشر غني نن ماښام د پاکستان صدراعظم نوازشریف ته ټېلفون وکړ او له هغه سره یې د بې ګناه ماشومانو پر وژل کېدو غمرازي وکړه.
د پېښور د ارمي پیلک ښوونځي په حمله کې، چې تر غرمې مخکې په یوولس بجې پیل شوه او تر ماسخوتن پوري یې دوام وکړ، ۱۳۲ تنه وژل شوي او تر سلو زیات نور ژوبل دي.
په وژل شویو کې لږترلږه ۱۰۰ تنه ماشومان دي. د ځینو ټپیانو حال نازک دی او کېدای شي د تلفاتو شمېر زیات شي.
اکثره ماشومان په بمي بریدونو کې وژل شوي دي.
د حملې په مهال په ښوونځي کې ۵۰۰ زده کوونکي موجود ول.
پاکستان د دې برید په خاطر ۳ ورځې ویر اعلان کړی دی.