تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /پنجشنبه/ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د افغانستان د سولې د پروسې په باب ټېلفوني خبرې وکړې.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، د افغانستان ولسمشر په دې خبرو کې د پاکستان صدراعظم ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړه.
د خبرپاڼې پر اساس عمران خان د افغانستان د ولسمشر بلنه ومنله. خو د کابل د سفر دقیقه نېټه یې ونه ښوده.
د پاکستان صدراعظم له واک ته رسېدو وروسته سعودي عربستان، چین، او متحده عربي اماراتو ته سفرونه کړي خو افغانستان ته لا نه دی تللی.
د پاکستان حکومت بیا په یوه خبرپاڼه کې، چې په ټویټر کې یې خپره کړې، ویلي چې صدراعظم عمران خان د افغانستان ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې پاکستان د خبرواترو له لارې د افغانستان د شخړې د پای ته رسېدو په خاطر د جامع خبرو له لارې صادقانه هلې ځلې کوي او دا خپل ګډ مسوولیت ګڼي.
د پاکستان د بهرنیو چارووزارت ویندوی محمد فیصل پر ټویټر لیکلي«پاکستان د افغانستان د مسلې د حل کولو لپاره هر راز ممکنه مرسته کوي. موږ د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې مرسته وکړه. د افغانانو ترمنځ خبرې د مسلې د حل لپاره ضروري دي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد سره به نن د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې خبرې وشي.»
زلمی خلیلزاد نن /پنجشنبه/ اسلام اباد ته ورسېد. ټاکل شوې وه چې نوموړی د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ پاکستان ته لاړ شي خو په نامعلوم علت د ده سفر وځنډېډ.
د پاکستان صدراعظم له واک ته رسېدو وروسته سعودي عربستان، چین، او متحده عربي اماراتو ته سفرونه کړي خو افغانستان ته لا نه دی تللی.