تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګروملتو غوښتي چې افغانستان ته له ورکړای شویو مالي مرستو لاس واخلي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر د سو مدیریت او د مرستو د ضایع کېدو د مخنیوي د هلوځلو په لړ کې یو لوی او د توقع خلاف هدف تاکلی او هغه د ملګروملتو پرمختیايي پروګرام دی.
د افغان او لوېدیځو چارواکو په وینا ولسمشر غني په وروستیو کې له مرستندویویانو او چارواکو سره په غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ملګروملتو د پرمختیايي پروګرام اداره دې د افغان ملي پولیسو د معاش لپاره ۵۰۰ ملیون ډالره افغان حکومت ته وسپاري.
ولسمشر غني ملګروملتو ته د دې کار لپاره ۶ میاشتې وخت ټاکلی دی.
ویل شوي چې د ملګروملتو پرمختیايي اداره د افغان امنیتي ځواکونو د معاش لپاره د پیسو د ساتلو په خاطر ۴ فیصده ګټه اخلي.
په دې حساب د ملګروملتو پرمختیايی پروګرام هرکال په دې نوم چې د افغان ملي پولیسو د معاش پیسې ساتي ۲۰ ملیون ډالره اخلي حال دا چې هم مرستندوی هیوادونه او هم د افغانستان حکومت غواړي چې دا شل ملیون ډالره دې هغو پولیسو ته ورکړای شي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې د افغانستان ولسمشر په دې خوابدی شوی چې ملګرو ملتو د دې غوښتنې د منلو په ځای د خپل پرمختیايي پروګرام ريیس له افغانستانه ایستلی دی.
په نیویارک کې د ملګروملتو د پرمختیايي پروګرام ویندوی بوز پالدي وویل چې لا هم د دغو پیسو په اړه د افغانستان له چارواکو سره خبرې روانې دي او وروستۍ موافقه نژدې شوې ده.
ده ادعا وکړه چې د ملګروملتو پرمختیايي پروګرام د افغانستان د حکومت له خوا د پیسو د ورکولو په باب کوم رسمي غوښتنلیک نه دی ترلاسه کړی.
نیویارک ټایمز وايي چې ولسمشر غني په دې باور دی چې د ملګروملتو په شان له سترو ادارو هم باید حساب وغوښتل شي او هغوی باید داسي ونه انګېري چې له حساب کتابه مستثنا دي.
نیویارک ټایمز وايي چې ولسمشر غني په دې لړ کې د کورنیو چارو وزارت یو جګپوړی چارواکی حیدر بصیر برطرفه کړی دی او نوموړي د ملګروملتو مامورینو ته شکایت کړی دی.
اشرف غني ملګروملتو ته ویلي چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی، حکومت او نظام لري ځکه دې ته اړتیا نشته چې ملګري ملتونه دې د دغه هیواد د کارکوونکو معاش د یوې فیصدي په مقابل کې ورته وساتي.
د ولسمشر غني ویندوی وویل چې د ولسمشر له دې غوښتنې سره مرستندوی هیوادونه هم موافق دي.
دډکتر محمد اشرف غنی په شان یوی لوی اقتصاد پوه او دلوړو زده کړو لرونکی به یوازی به دکمو هیوادونو ددولت مشر وی،خو زمونږ افغانانو توری طالع دی چه هروخت زمونږ سره اوږه په اوږه په منډو او ترړو وی. په هیواد کی دننه او هم دباندی هره اقتصادی نمګړتیا ددکترصاحب غنی له نظره پټه پاته کیدای نه شی. داباید په ګوته کړم چه دده سره دتش په نوم داجرایی ریس په زور تپل شوی تیم دی چه دده دکارونو دپرمختګ لپاره دخنډ او ډب سبب کیږی. داجرایه ریس سره دملا نصرالدین دلټانوپه شان یو ټيم کار کوی چه کیدای شی ووایو چه ټول یی په اقتصادی مسایلو کی دګوګوشتو تر ډګری درجی ولری. داجرایه ریس ټیم داقتصاد ددوو بر خو څخه په یوه کی دمهارت تر لوړی درجی چه ورانوونه لوټونه او چوراوچپاول دی دکتوراوی اخستی دی. لکه چه تاسی خبر یی اقتصاد دیوه بلی څانګی چه ورته بیا جوړونه یابیا رغاونه وایی دادنده ده چه دهیواد موجوده اقتصادی اړتیاوی ننګونی لیرلیدونه اږ نور مسایل وڅيړی او دهغه دپرمختګ لپاره زمینه برابره کړی. ددی ټکو دلیکنی زما اصلی هدف دادی چه دمحمد اشرف غنی ټیم باید یوازی پرینښودل شی او دهغه ملاتړ وشی تر څو خدای مکړه دګوګوشتو ټيم لکه څنګه چه پخوا احمدضیا مسعود صاحب ویلی وه دمافیا ،غلو ملی خاینیو اوپه لنډه توګه دټګانو او برګانو ټيم دی خپل شوم هدف تر لاسه نه کړی.