تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر نن /سې شنبه/ د هند د صدراعظم په بلنه نوي دیلي ته لاړ شي.
ارګ وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني به د دې یو ورځیني سفر په لړ کې د هند له صدراعظم نریندر مودي سره د سوداګرۍ، ترانزیت او سیمه ییز امنیت په ګډون په بېلابېلو مسلو خبرې وکړي.
ښاغلی غني به د هند په ویفیکنداند (Vivekanand) نړیوال بنسټ کې وینا هم وکړي.
ښاغلی غني په داسې حال کې هند ته سفر کوي چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن کابل ته راغی او په پام کې ده چې هند ته لاړ شي.
خو ارګ بې له دې چې هند ته د ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر ارتباط ته اشاره وکړي وايي چې دا سفر د سپټمبر په میاشت کې هند ته د اجرايي رييس عبدالله عبدالله د سفر په لړ کې د دوه اړخیزو موافقو او سلامشورو په دوام کې کېږي.