تاند- د نړۍ مشرانو د جنوبي افریقا د ستر مبارز شخصیت نیلسن منډیلا پر مړینې ژوره خواشیني څرګنده کړه او منډیلا یې د بشریت او د انسانانو د مساوات لپاره لوی خدمتګار په توګه وستایه.

نیلسن مندیلا د سږي ناروغۍ له امله په روغتون کې د درې میاشتو له تیرولو وروسته په کورکۍ تر درملنې لاندې و چې پرون یې د ۹۵ کلنۍ په عمر له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

د ده د مرګ خبر د جنوبي افریقا ولسمشر جاکوب زوما اعلان کړ. ده وویل:« د توکمیزتبعیض مخالف سرلاری د پنجشنبې په ماښام په جهانزبرګ کې په خپل کور کې په ارامه ساه ورکړه.

د جنوبي افریقا ولسمشر منډیلا ته د مډرنې جنوبي افریقا د پلار خطاب وکړ او ویې ویل چې د منډیلا له مړینې سره جنوبي افریقا خپل ستر شخصیت له لاسه ورکړ.»

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي:« د جنوبي افریقا د پخواني جمهوررئیس نیلسن مندیلا پر مړینه خواشیني څرګنده کړه او د دغه ستر انسان مړینه یې د جنوبي افریقا خلکو او ټول بشریت ته یوه لویه ضایعه وبلله.

حامدکرزي نیلسن مندیلا یو عادل رهبر او هغه  ستر انسان وباله چې د استعمار او اپارتاید یا نژادي تبعیض  پرخلاف یې پر عدم تشدد ولاړه مبارزه وکړه او د نړۍ نورو مشرانو ته الهام بخښونکی شو.

د افغانستان ولسمشر وویل: نیلسن مندیلا د جنوبي افریقا د عادي تورپوستو په ژوند او د حقوقو په اعاده کولوکې تل پاتې بدلون رامنځته کړ.

کرزي څرګنده کړه چې نیلسن مندیلا د ټولو انسانانو د برابرۍ او د هغوی د حقوقو د مساوات کلک پلوی او د عدالت غوښتونکی انسان و چې د ده د غه نظرونه په بشپړه توګه  له اسلامي ارشاداتو سره هم اړخ لګوي.

حامدکرزی د دغه ستر انسان د مړینې له امله د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب د ده کورنۍ، د جنوبي افریقا خلکو او ټولو آزادۍ غوښتونکو ولسونو ته وړاندې کوي.

منډیلا به د رسمي مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شي. دی اووه ویشت کاله زنداني و او بیا یې جنوبي افریقا د لږکیو سپین پوستو له واکمنۍ خلاصه کړه او هلته یې ډیموکراسي حاکمه کړه.

منډیلا  د نوبل د سولې جایزه ګټلې وه او دی په ۱۹۹۴ کال د جنوبي افریقا لومړنی منتخب ولسمشر غوره شوی و.

2 thoughts on “د افغانستان ولسمشر وايي نیلسن منډیلا عادل رهبر او ستر انسان و”
  1. دايوواقيعت دي اوهيڅوقت نه پوټييږي مرحومم ماندلايونه ستړي کيدونکي رهبروَاوهميشه به ئئ نوم ژوندی اوپه ښوياديږي اودخلګوپه زړوکي خای لري اوبرعکس دافغانستان خاينان رهبران لکه(رباني،احمدشاه مسعود،رسول سياف،مج دِدي،اودخلقي اوپرچم خاينان اوداسي نورپه اوسني رژيم کي)چه دافغانستان تاريخ وي ملت به پردغومنافقانورهبرانولعنت وائئ متل دي ښه وکه په درياب کئئ واچوه اوپر هرچاتيرېږي دچاښه دچابد پاتيږي ښه نوم پريږدي چه اوس لافرصت دي

  2. هر هغه څوک چې خپلې خاورې او خلکو ته ریښتونئ چوپړ وکړي په خپل وطن او نړۍ کې په ښه نوم ياديږي اود ژوند کارنامې ېې د تاريخ طلايي يادونه ګرځي ، نلسن مندیلا د نژادي توپير پر ضد ۲۷کاله په زندان کې تیر کړل خو په خپله حقه مبارزه کې د عدم تشد د له ليارې بريالئ شو ، د پښتونخوا يو پیاوړي مشر مندوخیل صيب چې يو وتلئ پښتون مشر دئ وايي چې پاچاخان او نلسن مندیلا سره ليده کاته کړي وو يعنې دواړو یو نظر درلود خو افسوس پدې کوو چې مونږ پښتنو هغسې چې لازمه وه خپل مشر ونه پیژاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *