په تېرو لسو ورځو کې له ډېرو باسواده ملګرو، دوستانو سره مخ شوم، چې لا نه پوهېږي چاته رایه ورکړي. د دوی زیاتره یې افراد ندي اشخاص دي، محورونه دي او د تقلید منابع دي، په لسګونه او سلګونه هغه خلک یې تر خپلې شا پټم کړي، چې یا شعوري دستور له دوی اخلي او یا یې هر وخت د همدوی په لارښوونه سازماني حرکت کړی دی. دغه ډول انتظار د سم تصمیم پر ځای د متصور بریالي کاندید د تشخيص لپاره اوږديږي، غمیزه خو داده چې که له اتو کاندیدانو هر یو یې احتمالاً بریالی کاندید وي، نو د دوی کاندید دی. د شعوري بلوغ او ملي ژمنتیا کچه له همدې  تزلزل څخه معلومېږي او معلوميږي چې لوستی، روشنفکر او مدني قشر څومره شاته دی؟

هغه څوک چې د ډيموکراسۍ په اصطلاح سر ماتوي او ډيموک��اسۍ ته محتوا نه ورکوي، د ډيموکراسۍ اصلي قاتل دی. ټاکنې په کتار کې درېدلو او په دوه جوړې عکسونو کې د یوه خوښولو ته نه ویل کېږي، ټاکنې دادی، چې د وطن د رغونې او خلکو د خدمت او هوساینې لپاره د  راولاړو شوو کاندیدانو په منځ کې هغه ومومې، چې ستا ایډيال وي او د طرحې طریقه یې ستا په نظر عملي وي. له ټاکنو سره دیموکراتيک برخورد دا ندی، چې د زړه سوي له نیته یا په ټولنه کې د کاندید د نفوذ په دلیل رایه ورکړل شي، دیموکراتیک چلند دادی، چې خپل ایډیال له ناممکن څخه ممکن حد ته ورسوې، چې ثابته کړې چې ستا رایه او ستا فکر ستا په تعهد او قوت سره د ټولنې په اکثریت فکر بدلېدای شي.

په یوه مرکه کې یو هوښیار سړي د ټولنې د ټيټې کچې د فکر انګېزه راکړه، دا ملګری انتخابات یوازينۍ حل لاره ګڼي، خو وايي، چې واک له درانیو سره یو سنتي حقیقت دی، چې د بدلولو کوښښ یې غمیزه ده. په دې قیاس د افغانستان د ټاکنو نتيجې ته د ارمان په ډول کتل د ټاکنو ضرورت ختموي او موږ باید د مطلق شاهي نظام فرضیه له انتخاباتو او جمهور ټاکنې مخکې منلې وای. که د درانیو په څېر هر قومي چوکاټ د افغاني دیموکراسۍ برید وي، نو موږ ولې د سلطنتي نظام پر ضد مټې بډ وهلې او ولې له درانیو څخه نه غواړو چې خپل مقتدر سړي رامخ ته کړي او ولې په یوه واړه کلي کې د یو سړي‌ په سر د اقتدار تاج نه ورږدو؟

سملاسي د ګرزي،‌ جنګسالارانو، د حکومت د دویم نمبر چارواکو او وزګارو معترضو روشنفکرانو ترمنځ په دريځونو کې خاص توپیر نشته، ټول د یو احتمالي بریالي کاندید ملاتړ تر ارماني کاندید غوره ګڼي. په کمپاينونو کې د ځینو روشنفکرانو زیارګالنه او ځای هم هلته دی، ‌چې له بېکارۍ او په فردي ډول له مخکيني تجرید څخه یوازې ځان ژغورلای شي.

که د څو شېبو لپاره فکر وکړو، چې د شخصي ګټو پر بنیاد غوره شوی کاندید چې سابقه، پوهه او ماضي یې خواره ده، بري ته ورسېږي او په حقیقت کې هغه اهداف تطبيق نکړي، چې خلک یې د ټولنیز بدلون په نیت په موږ ډاډمن کړي دي، خپلې ټولنې ته به څنګه راګورو؟ نه یوازې چې شاته به له شرم او خیانته را ونه کتلای شو، بلکې د هغو خلکو په رنګ به رنګ شو،‌ چې ټول وخت مو یې پرضد تبليغ کړی، په اداري فساد، معامله ګریو او جنګسالار طبیعت مو ملامت کړي دي.

د افغانستان روشنفکران باید د یو ځل انتخاباتو قرباني ‌نشي، ارماني پاړکی د زړه له تله په زیار او مبارزه مسول دی، نه له هرې ممکن لارې ارګ ته په رسېدو.

په کاندیدانو کې داسې کاندید شته چې په ننګه یې نه شرمیږو او نه خپلو پلویانو ته خړمخي‌ کېږو. که په احتياط او مسولانه ګام نه اخلو او خپلو عقده يي دريځونو ته دوام ورکوو، نو په سنګر کې د پرتو طالبانو لپاره هم د توجيح وړ ده چې؛ ملا عمر مشروع امیر المومنین وګڼي، ځکه چې د یو ابدي محروم قشر ګټې ورسره خوندي دي او دا قشر د افغانستان په کلیو کې ټوک ډوډۍ ته محتاج ملایان وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *