د پاکستان د ځمکنۍ او سیاسی جغرافیې رامنځته کېدل او بیا پکې تر ننه د مارشالانو واک چلېدل ټول ټول څه پدې دلیلونه دي، چې ددې خاورې واکمنانو د ځان او خپلې خاورې لپاره هرڅه کړي دي. ددې څه لپاره له هماغه پیله د امریکا او بریتانیا هېوادونه یو ښه انتخاب و، ځکه هم یې اقتصاد غښتلی و او هم یې له سره له دوی  سره مرسته کړې وه.

خو د پاکستان او امریکا د یارانې نوی پړاو هله پرانستل شو، چې موضوع د افغانستان پرسر رامخ ته شوه. ددې اړیکو تاریخچه ان د شوروي اتحاد تر یرغله پورې رسېږي.

له هغې ورځې وروسته بیا د امریکا تر برید پورې نویو موضوعاتو یارانې ته نوي شرایطو رامنځته کړل او تر ننه امریکا او پاکستان ددغو شرایطو په اساس چار چلند کوي.

پاکستان ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير سفر له لنډې دمې او مودې وروسته د خط شوې يارانې د رغونې يو بل باب ښکاري. امریکا ډېری وخت پاکستان ته عذر او زاری کوي، خو د پاکستان له لوري ورته مثبت ځواب هله ورکول کېږي، چې څه ترې ترلاسه کړي او هرځل پخلا کېدل يې د ميلياردونو ډالرو په بدل کې وي. پاکستان له ناړامه ځوی چې نه یې پلار د بې ادبۍ په مقابل کې وهلی شي او نه یې له کوره اېستلی او یا اړیکي ورسره پرېکولی شي.

سره له دې چې ترهګر په پاکستان کې دي، ځالې يې هورې دي، د روزنې او تجهيز پوره امکانات په هغه خاوره کې ورته برابريږي، خو تل يې پرې سترګې پټې کړي او په سپين سترګۍ يې ويلي، چې دا خاوره نه د ترهګرو ځاله ده او نه هم په هغه ځای کې د وسله والو خواخوږي شته. خو په تېرو ۱۲ کلونو او ان لسيزو لسيزو کې ګردې نړۍ ته جوته شوې، چې د افغانستان د بربادۍ تابيا په پاکستان کې شوې. د ژبې، قوم او مذهب په نوم يې افغان ولس سره وېشلی او ټوټې کړی دی او د ننني حالت لامل همدوی دي.

خو عجیبه ده، چې ددې ټولو په مقابل کې ان د امریکا وچولی هم ورته تروش شوی ندی، له دې سره سره چې دواړه هېوادونه پاکستان او امريکا د افغانستان په اړه ريښتينی سياست نه لري په خپلو کې کله ناکله هم د سياست له مخې ترينګلتيا راپيدا کوي او داسې ښیي، چې ګنې دوی ته یوازې هغه څه مهم دي، چې باید ترسره یې کړي. دوی دا کار هم د نړيوالو او هم د افغانانو د ذهنونو اغفالولو په موخه کوي. امريکا له پاکستان سره خپله يارانه ددې لپاره ټينګه ساتي، چې ګواکې پاکستان ته اړتیا لري او دا اړتیا یې د هند په پرتله پاکستان ته زیاته ده او ددې تر څنګ يې پاکستان د هند لپاره هم ساتلی دی، چې دا کار هم د پاکستان په ګټه دی او هم د امريکا. پدې وروستيو کې د خپرو شويو رپوټونو له مخې، امريکا له پاکستان سره په افغانستان کې د ونډې په درلودلو سلا شوې ده، چې دا کار يې د چل يوه ښکاره بېلګه ده. کله چې د ونډې مسئله را پورته کېږي، نو پر بنسټ يې د افغانستان د تجزیې موضوع هم کومه پټه خبره نده او فکر کېږي پدې تړاو دواړو هېوادونو پلانونه جوړ کړي او د تجزيې کومه برسېرنه نقشه يې طرحه کړې، خو له ټولو سره سره امریکا پدې مسایلو چوپ پاتې.

دا موضوع د قطر له دفتر سره ښه اړيکه لري، چې د پاکستان له لوري د هغه هېواد په پاسپورټونو وراستول شوي د دوی په خوښه او ددې وخت لپاره ساتل شوي طالبان د امريکا او پاکستان ګډه پروژه ثابته شوه. د قطر دفتر پر بنسټ دواړو هېوادونو د افغانستان د تجزيې يو پلان چمتو کړی وو او غوښتل يې د افغانستان ځينې سيمې طالبانو ته وسپاري او ځينې نورې په نور ډلو ټپلو ووېشي او له دې کار وروسته دواړه لوري هم هله خپل منزل ته رسېدلی شي. اوس د امريکا او پاکستان ترمنځ له يوې دمې او کم کړکېچ وروسته، چې په قبايلي سيمه کې د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو له امله راپورته شوې وه، د بشپړ مشارکت هوکړه کړې او دواړه لوري هيله من دي، نور نو را پورته شوې ترينګلتيا له منځه يوسي او خپله يارانه ورغوي.

د امریکا له لوري د ترینګلو اړیکو د جوړلو وړاندیز زما د ادعا بله بېلګه ده، چې امریکا پاکستان ته ضرورت لري او په همدې اساس د افغانستان پرسر ورسره معاملې ته تیارېږي او داسې ګڼې بېلګې اوس موجودې دي، چې امریکا دا کار کړی او عملاً یې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له پاکستاني چارواکو سره په تازه ليدو کتو کې ويلي، چې هڅې يې د دواړو هېوادونه تر منځ د پخوانیو او موجودو ترينګلتياوو د له منځه وړلو په برخه کې ژمنې او هڅې دي. امريکا دا کار ددې لپاره کوي، څو په افغان حکومت خپل فشارونه زيات کړي او دا فشارونه ځکه دا وخت نوي پړاو ته ننوزي چې د امنیتي تړون موضوع ګرمه ده.

له دې سره سره چې امريکا تل له پاکستان سره ميلياردونو ډالرو مرستې کړې، خو اوس د پاکستان غوښتنې دا دي، چې پدې هېواد کې له ترهګرۍ سره د شوې مبارزې او جګړې هغه خسارات چې پاکستان ته ور اوښتي تاوان ورکړي. پاکستاني ولسمشر زرداري غوښتنه کړې، چې نړیوالو ته ښايي چې له تروریزم سره په جنګ کې د دوی د ویجاړو شویو ښوونځيو، لارو او سرکونو او ټولګټو پروژو ته د رسېدلو زيانونو بدل ورکړي او دا د هغو پیسو یوه برخه ده، چې پاکستان به یې بېرته د سیمې د نا امنه کولو لپاره په طالباني پروژو مصرفوي. دوی تر ډېره پدغو چارو کې سره سلا شوي او دا کار د افغانستان لپاره د يوې بلې سناريو د پيل په موخه کوي، ځکه چې يو پلان يې شنډ شو، نو اوس اړ دي، چې په بله طرحه کار پيل کړي.

2 thoughts on “د افغانستان پر سر د پاکستان او امريکا يارانه/ خالد نجیم”
  1. Khalid Najeem rora hase bebunsata ilzamoona de lagawalee dee ao pa dase kawalo bande ta siraf da jang zapali afghan olas pa mazgho ke yao gand achawe che faida ya hichcha ta nishta ao nuqsan ya siraf da Afghanistan ao da Pakinstan ghareeb olas ta dai.Che tar so pore da sta pa shan leekwal pa afghanai tolana ke maujood wee daa watan kha wraz nashee leedai.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *