پوهندوی آصف بهاند
(څوارلسمه برخه)
که د نفرت پر ځای مینه وکړو، له ډېرو ستونزو به خلاص یو او ټولو سره به مو مرسته کړې وي!
ما د همدې مقالو(له ماشومانو او کوچنیانو سر د تاوتریخوالي ستونزه) په ترڅ کې څو ځلې د کوچني د قانوني سن په باب د ملگرو ملتونو د اړوند څانگو د پریکړو په باب خبرې کړې دي.
له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي په باب گڼې مقالې او کتابونه لیکل شوي دي، خو د دې پر ځای چې زموږ پر خلکو باندې مثبت اغیز وکړي، تاوتریخوالی نور هم په ډېرېدو دی او لیدل کیـږي چې د هرې ورځې په تېریدو سره د تاوتریخوالي نوي ډولونه را پیدا کېږي او زموږ د ټولنې پر بېدفاع ماشومانو او کوچنیانو باندې تطبیقېږي او د ې ناوړه دود ته نور هم باد ورکول کېږي.
د یو چا شخصیت د تاندې ځوانۍ په موده کې جوړېدونکی وي، که پام ورته ونه شي او له رنگارنګ تاوتریخوالي او فشارونو سره مخ وي، نو څه به وشي؟
کورنی تاوتریخوالی، له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي یوه جلا او د جدي بحث وړ برخه ده. د کورنیو د مشرانو خپلمنځي تاوتریخوالی یو له همدې مواردو څخه دی چې ډيری مشران یې داسې انگېري چې نو زموږ د خولې عداوت او یا لاس اچول یا وهل ټکول په ماشومانو او کوچنیانو باندې هیڅ اړه نه لري، مگر په نړۍ کې د ماشومانو او کوچنیانو د پالنې، ساتنې او روزنې ډېری څېړونکي او متخصصین پر دې باور دي چې د کورنۍ د غړو تر منځ نا وړه جال چلند، د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د تاوتریخوالي حیثیت لري.
له ماشومانو او کوچنیانو تاوتریخوالی، یوازې د ماشومانو اوکوچنیانو فزیکي او جنسي زورونه نه ده، بلکې د کورنۍ د مشرانو او نورو غړو خپلمنځي لفظي یا فزیکي بد چلن له رواني پلوه د ماشومانو او کوچنیانو د زورونې لامل کېـږي او ډېر ژور رواني منفي اغېز پرې کوي چې پایله یې د کوچنیانو ژوند تر ډېرې اوږدې مودې پورې تر منفي اغېز لاندې ساتلی شي.
هغه ماشومان او کوچنیان چې د لنډې یا اوږدې مودې په مخه د کورنۍ د مشرانو د خپلمنځي لفظي یا فزیکي تاوتریخوالي شاهد وي، ډېر ژور منفي اغېز ورپه برخه کېږي. د کورني تاوتریخوالي ډېری ډولونه پټ پاتې کېږي، د همدې له کبله یې ډولونه او بېلگې نه په نښه کيدای، خو که ځینو رپوټونو او اسنادو ته پاملرنه وشي، د کورني تاوتریخوالي په باب کېدای شي ځینې حقایق په نښه شي. د همدې حقایقو په رڼا کې که د ماشوم زورونې یو عادي تعریف ته پام وشي، هلته په ټينگار سره ویل کېږي چې ډېری کړنې دي چې ماشوم زورونه بلل کېـږي، ځینې یې په لاندې ډول دي:«
ــ د هر چا له لوري چې وي، هغه کړنه چې د ماشوم د ازارولو سبب شي،
ــ د کورنۍ د نورو غړو بد او ناوړه چلن،
ــ د بد چلن اورېدل او لیدل دواړه ماشوم زورونه بلل کېدای شي،
ــ د ورځني ژوند د بېلابیلو اړخونو په زوره کنترول او څارنه،
ــ د کورنۍ د نورو غړو لفظي یا فزیکي تهدید،
ــ د کورنیو څارویو وژنه او زورونه،
او…»
هغه کوچنیان چې په کورنیو کې یا له بد چلن سره مخ وي او یا د بد چلن ننداره کونکي وي، د ځانگړو نښو لرونکي وي:
ــ ډېر قهرجن وي او په خوشې خبره قهر یا خوشکه کوي،
ــ تل ډار او خپگان ورسره وي،
ــ په ټولنه کې یې چلن ناسم وي،
ــ په ښونځي کې ضعیف وي.
د ماشومانو او کوچنیانو د اساسي روزلو یو زړه سواندی متخصص د کوچنیانو د روزنې په برخه کې داسې ویلي دی: ·
«نن په ډېرو هېوادونو کې د پلار ورځ ده. ښاغلي Ajmal Khan ليکلي:
“په ژوند کې مې ډېر سخت کارونه کړي دي خو تر پلارولي سخت کار نشته.”
هغه رښتيا وايي د اولادونو روزنه د ماغزو تر جراحي سخت او پېچلی کار دی. له بده مرغه چې زموږ په ټولنه کې دې برخې ته هېڅ پام نه دی شوی له پوهنتون لوستي نيولې تر بشپړ نالوستي پورې ډېری وګړي نه پوهېږي چې له جسمي او رواني پلوه يو روغ انسان څه ډول وي پاتې خو د روغ انسان روزل شول. تر هغو چې موږ پر ماشوم روزنه پانګونه نه وي کړې او له بل هر څه څخه مو لومړيتوب نه وي ورکړی دا ټولنه به هېڅکله ښه ورځ او ښه راتلونکی ونه ويني.
د پلار ورځ دې هغو پلرونو ته بختوره وي چې د خپلو اولادونو د ښې روزنې په پار يې هڅه کړې وي د خپلو ناسمو او غلطو تجربو پرځای يو څه زده کړي.»
که د نفرت پر ځای مینه وکړو، له ډېرو ستونزو به خلاص یو او ټولو سره به مو مرسته کړې وي!
د څوارلسمې برخې پای