حکمت سروش

 پاکستان د افغانستان او سریلانکا پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لپاره ناصر جمشید او عبدالرحمن له لوبډلې څخه ایستلي.

چپ لاسي، اوپنر ناصر جمشید په تېرو درو شل اوریزو کې یوازې ۵۶ منډې جوړې کړې وي.

د پاکستان سلیکټرانو د لوبې پیلوونکو توپ وهونکی ناصر جمشید او چپ لاسی سپینر توپ اچونکی عبدالرحمن په روانه میاشت کې د افغانستان او سریلانکا پر وړاندې د شل اوریزه لوبډلې څخه ایستلي دي.

د دوی پر ځای چپ لاسی توپ وهوونکی شرجیل خان او حریث سهیل په څوارلس کسیزه لوبډلې کې ځای پر ځای شوي دي، دوه آل راونډران عبدالرزاق او شعیب ملک اوس هم له لوبډلې د باندې ساتل شوي.

 

ناصر جمشید په تېرو درو شل اوریزو لوبو کې یوازې ۵۶ منډې جوړې کړای شوې، ملک او رزاق دواړه د زخمونو له امله کور ته راستانه شول.

د شعیب ملک د ګوتې زخم جوړ شو او په لاهو کې په یو کورني ټورنمنټ کې هم ولوبېدی، خو رزاق چې تېره میاشت یې په همسبورګ کې د تمرین پر مهال ورون خوږ شوی و لا جوړ شوی نه دی.

دا به د نوي لوبغاړي شرجیل خان لومړۍ لوبه وي، خو سهیل تر دې وړاندې د ویسټ انډیز پر وړاندې یوه شل اوریزه او څلور یو ورځنۍ لوبې کړې دي.

محمد حفیظ چې د جنوبي افریقا پر وړاندې یې په دوبۍ کې شل اوریزه سیالۍ وبایلله لا هم د لوبډلې کپتان دی.

د افغانستان پر وړاندې په شارجه کې د سپتمبر پر ۸ مه، نړیواله شل اوریزه لوبه کې به سید اجمل د کورنیو کارونو له امله ګډون و نه کړای شي، خو تر هغه وروسته به د سریلانکا پر وړاندې دوه شل اوریزو لوبو ته بېرته راشي.

د پاکستان لوبډله:

محمد حفیظ (کپتان)، احمد شهزاد، شرجیل خان، سوهیب مقصود، عمر امین، عمر اکمل، شاهد اپریدی، ذوالفقار بابر، بلاول بټي، جنید خان، سهیل تنویر، انورعلي، سید اجمل، حریث سهیل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *