راپور: رحمت جلالزی

په دغه غونډه کې چې ګڼ شمېر فرهنګي، ادبي شخصیتونو، ژباړونکو، لیکوالانو او ګڼو محصلینو ګډون په‌کې کړی و، د ژباړې په اهمیت او په انتشاراتو کې د ژباړې په کیفیت خبرې وشوې. همدا راز د افغان لیکوال له‌خوا «د عادت ځواک» په نوم د نوي ژباړل شوي او خپاره شوي کتاب په معرفۍ سره د دغه مرکز انتشارات (خپرندویه ټولنه) په رسمي توګه پرانیستل شول او همدا راز د دغه مرکز د ژبو او ژباړې انستېتیوت څخه هم د عملي ژباړې او پښتو لیکوالۍ په برخه کې ۳۰ کسان فارغ شول.

د غونډې پيل ته د افغان لیکوال اجرایوي مسوول خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د دې ترڅنګ چې د انتشاراتو بازار غوړېدلی خو کیفیت ته پاملرنه کمه ده، د نوموړي په وینا د انتشاراتو په برخه کې د ژباړې د کیفیت او معیار ارزولو لپاره کوم فېلتر نشته او سیستم ازاد پرېښودل شوی. نوموړي په داسې حال کې چې د ولسمشر سلاکاران او د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړو هم حضور درلود خپل وړاندیزونه په لاندې توګه وکړل.

  1. له اصلي متنونو ژباړې ته لومړیتوب ورکړل شي، د دې پر ځای چې له ژباړې ژباړه  کېږي باید له لومړي متن څخه ژباړه وشي.
  2. د کتابونو او منابعو په ژباړلو کې غور او لومړیتوب بندي وشي.  
  3. د ژباړې په برخه کې همغږي او انسجام رامنځته شي، هر څوک چې هر څه ژباړي باید نور ترې خبر وي، ترڅو د تکراري ژباړو مخه ونیول شي.
  4. د افغانستان د کاپي رايټ قانون ته پام وشي، د دغه قانون مواد باید تطبیق او رعایت شي، چې بدبختانه اوس نه مراعاتېږي.
  5. د افغانستان په ښوونیزو نصابونو کې ژباړې ته پام وشي.
  6. د ژباړل کېدونکو توکو په ټاکنه کې غور او لومړیتوب بندي وشي
  7. د ژباړونکو او علمي مرکزونو ترمنځ همغږي زیاته شي.
  8. او  د ژباړې مسلکي او علمي زده‌کړو ته پام زیات شي.

د افغانستان د ولسمشر فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر غونډې ته په وینا کې وویل، په اېران کې کېدونکې ژباړې ۹۰ سلنه ناسمې دي او پښتو ژبې ته کټ مټ ژباړل همدا ټولې تېروتنې را لېږدوي. نوموړی له ژباړې څخه د ژباړې پر ځای له اصلي متنونو په ژباړه ټینګار وکړ، خو زیاته یې کړه چې بیا هم که له فارسي متنونو ژباړه کېږي د فارسي ژباړونکي او ناشر په انتخاب کې دې دقت وشي.

همدا راز استاد اسدالله غضنفر زیاته کړه، چې د ژباړې زده کړو ته دې پام وشي او د ټکي په ټکي ژباړې پر ځای دې مفهومي ژباړې وشي. په فرهنګي چارو کې تقاضا او عرضه د اقتصاد په پرتله جلا مفهوم لري، تر هغو چې ښه عرضه نه وي شوې تقاضا نه رامنځته کېږي، نو بازار ته دې باکیفیته لیکل شوي او ژباړل شوي کتابونه وړاندې شي، ترڅو یې خلک ولولي او په دې توګه د کتاب لوستلو فرهنګ پراخ شي.

استاد غضنفر همدا راز په ژباړو کې د متنونو له ډېر سوچه والي سره هم مخالفت وکړ او زیاته یې کړه، چې د ژبې بې مورده سوچه والی د ګټې پر ځای زیان رسوي.

د غونډې په دوام د علومو اکاډمۍ غړي او په اېران کې د افغانستان لوی سفیر ښاغلي عبدالغفور لېوال خبرې وکړې. نوموړي افغان لیکوال د ژباړې با اهمیته سکتور ته د علمي توجه په برخه کې له لومړنیو بنسټیزو مرکزونو یاد کړ او د دغه مرکز له ټیم څخه یې مننه وکړه.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په بېلابېلو برخو کې دې د تالیف پر ځای ژباړې ته لومړیتوب ورکړل شي‎.  د هغه په وینا ښايي ستونزمنه وي، چې په افغانستان کې دې د ساینس، تکنالوژۍ یا نورو ورته برخو کې نوی کشف وشي، نو ښه ده چې پر ځای یې د نړیوالو وروستي کشفیات په باکیفیته او باوري ډول پښتو شي او په دې برخه کې دې توجه د ژباړې کیفیت او د مسلکي ژباړونکو روزنې ته ډېره شي.  

نوموړي همدا راز په انتشاراتو کې د ژباړل کېدونکو توکو په لومړیتوب بندۍ خبرې وکړې او زیاته یې کړه هغه کتابونه دې وژباړل او خپاره شي، چې د افغانستان خلک اړتیا ورته لري، هغه وویل هغه کتابونه چې ژر پلورل کېږي د دې معنا نه لري، چې د خلکو اړتیا پوره کوي.

د غونډې په دوام د ولسمشر بل سلاکار ښاغلي محمد نبي مصداق خبرې وکړې او زیاته یې کړه، که څه هم د تېر په پرتله په ژباړه کې ډېر کار شوی، خو بیا هم ډېر کار ته اړتیا ده، د نوموړي په وینا په ژباړه کې دې نقد زیات شي ترڅو د ژباړې باکیفیته کار ته لاره هواره ښي. ده زیاته کړه، چې اوس یې یو کتاب چمتو کړی تر څو یې چاپ کړي، خو هیله یې ده چې خلک پرې نقد وکړي.

همدا راز په غونډه کې د عازم انتشاراتو مشر خبرې وکړې او د افغان لیکوال د خپرندویې برخې د پرانیستې هرکلی یې وکړ، نوموړي زیاته کړه، چې په پښتو ژبه کې انتشاراتو وده کړې او د کتاب لوست او پلور پراخ شوی دی. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د کاپي رايټ شته قانون که څه هم د سوداګرۍ نړیوال سازمان د غړیتوب اخیستلو لپاره په بیړه وروستی شوه خو بیا هم د اوسنیو ستونزو ځواب ویونکی دی، ولې دغه قانون چې لومړی پلی کوونکی او مسوول یې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دی یو فیصد هم نه دی پلی کړی. نوموړي وویل د انتشاراتو بازار هغسې چې ویل کېږي په ښه حالت کې نه دی او تر اوسه یوازې لس زره شاوخوا کتابونه خپاره شوي دي.  

په غونډه کې د افغان لیکوال مشره غړي او د عملي ژباړې استاد ښاغلي عبدالله الهام په خپلو خبرو کې په ژباړل کېدونکو کتابونو په نقد ټینګار وکړ، نوموړي د بېلګې په توګه د عادت ځواک کتاب ته چې په وروستیو کې د افغان لیکوال انتشاراتو له خوا چاپ شوی اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د دغه کتاب په فارسي متن کې ۱۲۰ تېروتنو ته متوجه شوی دی، چې په راژباړلو سره یې دا ټولې پښتو ته رالېږدېدلې. نوموړي همدا راز وویل چې افغان لیکوال به د ژباړې په برخه کې یو علمي ژورنال خپروي چې په دغه علمي ژورنال کې به د ژباړې په اړه مقالې او په کتابونو نقدونه خپرېږي.

د خپرونې په وروستۍ برخه کې د علومو اکاډمۍ غړي ښاغلي څېړنوال سیدنظیم سیدي خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې په ژباړو دې نقد وشي او دا چاره دې بنسټيزه شي.  نوموړي په دې برخه کې د بېلګې په توګه د ارواښاد استاد عبدالرووف بېنوا یوه اثر ته اشاره وکړه، چې هغه مهال یې د خلکو ټول نقدونه پکې خپاره کړي وو.

ښاغلي سیدي له افغان لیکوال د ژبو او ژباړې انستېتیوت څخه نوو فارغو شوو ژباړونکو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، دوی ډېرې مسلکي زده کړې او اوس یې په عملي توګه د کار د پیل وخت دی، خو دغه سفر به له ستونزو او زده‌کړو ډک وي نو باید په حوصله مخته ولاړ شي.

د غونډې په دوام د عادت ځواک کتاب په لنډه توګه معرفي شو او په اړه یې چمتو شوی پرېزېنټېشن وړاندې شو، چې له دې سره د افغان لیکوال انتشارات هم په رسمي توګه پرانیستل شول.

د غونډې په پای کې له افغان لیکوال د ژبو او ژباړې مرکز څخه ۳۰ کسان د ژباړې او پښتو لیکوالۍ په برخه کې فارغ شول او سندونه یې ترلاسه کړل. دوی د عملي ژباړې او پښتو لیکوالۍ په برخه کې ۳ میاشتې او یوه نیمه میاشت زده‌کړې کړې وې. افغان لیکوال د ژبو او ژباړې انستېتیوت له دې ��ړاندې هم درې دورې ژباړونکي فارغ کړي، چې دا مهال د مسلکي فارغ شوو ژباړونکو شمېر لسګونو کسانو ته رسېږي.

افغان لیکوال د ژبو او ژباړې او مسلکي روزنې مخکښ مرکز دی،  چې له یوې لسیزې راهیسې په هېواد کې فعالیت کوي. د ژباړې چټک او معیاري خدمات، د ژبو او ژباړې او مسلکي روزنې انستېتیوتونه او د باکیفیته ژباړې له لارې انتشارات، د دغه مرکز برخې دي.

One thought on “د افغانستان په انتشاراتو کې د ژباړې په اهمیت غونډه جوړه شوه”
  1. سلامونہ
    دلتہ دڑباری پہ ھکلہ نور مسائل شتہ چی پہ لسیزو چا ھغو تہ پاملرنہ نہ دہ کری غوندی بہ کوو خو حال بہ سرہ وایو
    کلہ چی یو نارو غ داکتر تہ لار شی داکتر لہ دری برخو نہ معلومات تر لاسہ کوی لومری ناروغ نہ، دوھم ھغہ خہ چی دہ لوستی او دریم عملی کار بیا لہ ھغہ وروستہ درمل ورکوی
    پہ افغانستان کی د ڑباری منابع او وسائل
    بشپر علمی کدر یا کم لہ کمہ یو علمی مرکز چی تولی برخی ولری
    د خلکو د سواد کچہ دہ نہ چی یوازی لوستلی او لیکلی شی ھغہ چی ددی پوھہ ولری چی خہ دول لہ منابعو
    خخہ گتہ لاس تہ راوری شی او استعداد یی ولری
    دڑباری ظرفیت او مدیر یت د تولنی پہ تناسب چی تعلیمی بنہ ولری
    ماھر او پوہ تدریس کوونکی چی پہ نورو ڑبو کی ھم پورہ مسلط وی
    ڑبارہ د مفھوم پہ قالب کی او ڑبارہ د کلمے د ترجمے پہ معنا کی
    استاد غضنفر ماھر لیکوال او خیرونکی دی د ھغہ لیکنی زما دیری خوشیڑی خو دا نہ ورسرہ منم چی چی ۹۰ پہ سلو کی د ایران خپرونی ناسمی دی
    کلہ چی زہ د تھران شار تہ او لہ ھغہ وروستہ د تھران پوھنتون انگر تہ ننوتم ما دو شیان زیات و لیدل کتابخانے او بانکونہ د تھران د پوھنتون کتابخانہ د پاکستان او افغانستان ددولت لہ تولو کتابو سر ہ د مقایسی ور نہ دی
    ایران د نری پہ تولو ھیوادو کی فرھنگی مرکز لری خو لہ بدہ مرغہ موڑ د واشنگتن پہ سفارت کی یو کوشکن ھم نہ لرو
    دڑبی برخہ دڑباری معیاری ارزشت پہ یوہ داسی تولنہ کی چی احساساتی وی او خو لسیزی د کرکیچ پہ اور کی سوزی سلا کارانو لڑ شان تہ را ویش شی ا وخان بیدار کری چی پہ معاصرہ تولنہ نری کوم لور درومی ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *