د ديني عالمانو د دغه غونډو پیل به نن له جده ښار څخه وشي، هیره دي نه وي چې د افغانستان څخه د مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ د ديني عالمانو یو ۳۶ کسیز پلاوی هم په دغه غونډو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته تللي دي .
د دغه غونډو د ناستې ګډونوال به د اسلامي جهان د خیر او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه پوره خبرې وکړي.
هیله مندې شته چې د ديني عالمانو دغه څرګندوني به په افغانستان کې په وسله والو ډلو او بلخصوص په طالب جنګیالیو ډيره اغیزه وکړه ، هغه ځکه چې تر دي وړاندي کله چې جده او مکه کې ديني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه غیر مشروع وبلله نو ګڼو طالب جنګیالیو خپلې وسلې په ځمکه کېښودي او د سولې له پروسې سره يوځاي شول.
فلهذا ویلاي شو چې يادې غونډې له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل او افغان حکومت او ولس لپاره ډېره مهمي دي
که څه هم د ملي وحدت حکومت له کلونو راپدیخوا له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې کوي؛ او تل يي پر غږ کړي چې پرته له کوم قید او شرط څخه دوي حاضر دي چې هر چیرته يي طالب مشران وغواړي دوي ورسره خبري کوي.
خو دا چې طالب اورپکو تل خپلو جګړو ته د اسلام له نظره مشروعیت ورکړي او د ځينې اسختبارتي کړيو پورې تړلو مولیانو پرمټ يي خلک تېرویستي دي ، نو اوس به ټولې نړۍ ته دا معلومه شي چې په افغانستان کې جنګ جګړي او يا هم چاودنې ، ځانمرګي بریدونه او ډلیز بریدونه کول مشروعیت لري او که نه؟
که څه هم تر دي وړاندې په اندونیزیا او پلازمیني کابل کې سلګونه دیني عالمانو په دي تړاو روښانه فتوا ګاني د قراني نصوصو او حدیثو په رڼا کې ورکړي وي او په افغانستان کې ذکر شوي ټول ترهګریزه فعالیتونه ناروا بللې وو، خو طالب مشرانو بیا دې هر څه ته هم بل نوم ورکړي وو او دغه هر څه يي د امریکا له لوري د فشار لړۍ بللې.
اوس چې په جده او مکه معظمه کې د نړۍ د پېنځه پنځوس هیوادونو د دیني عالمانو له لوري کومه فتوا ورکول کیږي ، له هغې وروسته به طالب مشران جګړو ته د مشروعیت لپاره کومه لار لټوي.
معلومه خبره ده چې دلته ځينې کړۍ او استخبارتي شبکې او یو شمیر هیوادونه په جګړو کې خپلې ګټي لټوي او د همدي لپاره تل طالب او نورو جنګیالیو ډلو ته د پردې تر شاه د همکاریو ټټر وهي ، نوښه خبره دا چې طالب مشران نور د خلکو په دریځ پسې ولاړ نه شي او خپله وسله په ځمکه کيږدي او د سولې له پروسي سره ده يوځآي شي.
په دي کار سره به له یوې خوا د ولسونو زړونه لاس ته راوړي او له بله پلوه به تر الله ج او رسول خوشحاله شي ، ځکه قران او حدیثو کې تل مسلمانو ته په سوله کولو ټينګار شوي دي.
تر ډيره خلک هیله من دی، چې د سعودي عربستان غونډه به وسلوال طالبان سولې ته وهڅوي او الله ج ده همداسي وکړي چې نور له بدبختيو خلاص ، هوسا او ارامه ژوند ولرو.
تر کومه به مو په هيواد کې دا ناورین روان وي، هر ورځ به ځينې تورسرې کونډې او بورې کیږي اولادونه به مو بې پلاره کيږي ، نو ای طالب مشرانو که تاسي رښتیا هم د دغه خاوري بچي یاست او دغه ولس خپل ولس ګڼي او په خوښيو يي خوښ او په غم يي غمجن کیږي نو نور بس دي وسله مو په ځمکه کيږدي او د ديني عالمانو دغه سپارښتني او غوښتني حتمن ومني کومي چې به د سعودې عربستان په پاکه خاوره کې له تاسو کیږي.
دا نو اخري فرصت دي که له دي وروسته هم تاسي طالبان جګړو ته دوام ورکړي نو موږ به پوه شو چې تاسي خپلواک نه یاست او لکه څرنګه چې ویل کیدل چې تاسو د پردیو په لمسون دلته جګیږي ، هغه هر څه رښتیا ول ، تاسي خپل دریځ او موخه نه لري ، بلکې د نورو د موخو لپاره مو د اسلام په نامه وسله پورته کړي.
د یادونې ده چې د افغانستان د جګړې د پای رسولو او سولې د ټينګښت لپاره په سیمه ییزه کچه دا هڅې په داسې حال کې پیل شوي، چې ټاکل شوې په بروکسل کې چارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د ناتو غړیو هېوادونو سرمشریزه هم جوړه او هلته به د افغانستان د کړکیچ پر حل او د ناتو پر راتلونکي رول مهمې پرېکړې وشي.