تاند- پاکستان هلې ځلې پیل کړي چې یو وار بیا په افغانستان کې د همکارۍ په نوم له امریکا مرستې او امتیازونه ترلاسه کړي.

پاکستاني رسنۍ وايي، په داسي وخت کې چې امریکا د افغانستان او پاکستان لپاره د نوې پالیسۍ پر تدوین بوخته ده او پینتاګون په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د مرګ ژوبلو شمېرې اعلان کړي، مناسب فرصت دی چې امریکایانو ته وریاده شي چې پاکستان له خپل نفوذه په استفادې په افغانستان کې له امریکا سره مرسته کولی شي.

د امریکا دفاع وزارت وايي، له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري په افغانستان کې ۲ زره ۲۴۸ تنه امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

سره له دې چې امریکا عراق ته تر افغانستان دوه کاله وروسته پوځیان ولېږل او ژر یې وایستل، په عراق کې د افغانستان په پرتله دوه برابره امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت پر اساس له ۲۰۰۳ څخه په عراق کې ۴ زره ۵۲۰ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

پینتاګون په عراق او افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د تلفاتو شمېر په داسي حال کې خپور کړ چې د ولسمشر ټرمپ اداره د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پر پالیسۍ غور کوي او غواړي چې د امریکايي پوځیانو د تلفاتو د مخنیوي لارې چارې وسنجوي.

د امریکا حکومت په عین حال کې د جګړې له لارې د ستونزې د حل کولو پر محدودیتونو پوهېږي او همدا علت دی چې د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي چې نهايي هدف یې دا دی چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ روغه وشي.

سره له دې چې افغان چارواکي د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول ته نور هیله نه لري خو ویل کېږي چې امریکا به بیا هم پاکستان ته مخه کړي ځکه چې پاکستان په طالبانو کې نفوذ لري او د سولې په هره پروسه کې مهم رول لوبولی شي.

په عین وخت کې پاکستان هم هلې ځلې پیل کړي چې یو وار بیا د امریکا پام او مرستې ځان ته واړوي.

په واشنګټن کې د پاکستان نوی سفیر په دې لړ کې زیات فعال ښکاري.

عزیز چودري، چې د پاکستان د بهرنیو چارو فعال دیپلومات و، له یوې مودې راهیسي په امریکا کې د پاکستان د سفیر په توګه له امریکايي چارواکو سره د تماسونو هڅې پیل کړي دي.

ښاغلي چودري روانه اوونۍ په واشنګټن کې د سولې انستیتیوت ته په وینا کې د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل لپاره یوه پنځه نکاتي طرحه وړاندې کړه او ویې ویل چې د افغانستان شخړه یوازې او یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي.

ده په خپله طرحه کې د دغو ۵ ټکو یادونه کړې؛ پوځي حللار نشته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې، د پولو ښه کنټرول، د افغان کډوالو بېرته ستنېدا او د پخلاینې د پروسې پیلول.

خو ځیني افغان کتونکي د پاکستان پر هڅو شک څرګندوي، وايي چې پاکستان یوازې له امریکا څخه د امتیازونو او مرستو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د سولې په پروسه کې د رول لوبولو خبره کوي، خو عملاً د پخوا په شان د پردې تر شا د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

تېره میاشت په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل چې د طالبانو پر ضد جګړه له ولاړ حالت سره مخامخ شوې او څو زره نورو امریکايي او ايتلافي ځواکونو ته اړتیا ده څو افغان امنیتي ځواکونه د جګړې انډول د ځان په ګټه بدل کړي.

همداراز د امریکا د سنا جرګې غړیو سناتور جان مکین او سناتور لیندسي ګراهام په افغانستان کې د ولاړ حالت د پای ته رسولو لپاره دغه هیواد ته د نورو پوځیانو د لېږلو غوښتنه کړې ده.

د امریکا حکومت افغانستان ته د نورو ځواکونو پر لېږلو غور کوي او د ناټو قوماندانان د طالبانو او نورو تروریستي ډلو پر ضد په جګړه کې د خپلو ځواکونو لپاره د لا زیاتو صلاحیتونو اجازه غواړي.

پخوا په افغانستان کې د ناټو تر یولک زیات سرتېري مېشت ول خو اوس ۱۳ زره دي او هغه هم د افغان ځواکونو د روزنې مسوولیت لري او د دې معنا دا ده چې د جګړې ټول پېټي د افغان ځواکونو په غاړه دی.

One thought on “د افغانستان په اړه د امریکا د نوې پالیسۍ د جوړېدو په درشل کې د پاکستان دیپلوماتیکې هڅې”
  1. پنجابیان هم په میخ وهی هم په نال، دوی هم له روس نه وسلې او مهمات ترلاسه کوی چې ټالبان پرې مسلح کړی او هم له امریکا سره پټې چنې وهی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *