د افغانستان په اړه د جینیوا نړیوال کنفرانس نن /سې شنبه/ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د ګڼو نورو هیوادونو د جګپوړو چارواکو په ګډون پرانیستل شو.
په دې دوه ورځیني کنفرانس کې د افغانستان پر پرمختګ او اقتصاد تمرکز کېږي. دې کنفرانس ته د ولسمشر محمد اشرف غني وینا.
د ژنیو د ښار په باب لنډ مالومات
Geneva
د ژنیو ښکلی ښار په سویس هېواد کې موقعیت لري چې په فرانسوي ژبه ورته ژنیو او په انګلیسي کې جینیوا ورته وایي.
د ژنیو ښار په 121 ق م کې د روم له امپراتوري سره وتړل شو. په 1789 م کال کې فرانسوي انقلابیونو له فرانسې سره یوځای کړ.
د ناپلیون له جنګونو وروسته په 1815 میلادی کال کې له سویس سره وصل شو.
اوس د اروپا مهم دیپلوماتیک او اقتصادی مرکز دی.
د ملګروملتونو اروپایی مقر ، د روغتیا نړیوال سازمان او همدارنګه د سره صلیب مرکز په سویس کې دي.
د ژنیو ښار په سویس کې له زوریخ نه وروسته دوهم , په ټوله اروپا کې له لندن او زوریخ نه وروسته دریم او په ټوله نړۍ کې نهم اقتصادي مرکز دی.
د ژنیو کنفدراسیون خلک په فرانسوي ژبه خبرې کوي ، اما په ایتالیوي او آلماني ژبو هم ډېر خلک پوهیږي.
د ژنیو د ښار مساحت 15,86 کیلومتره او د 2017 کال داحصائې په اساس 201164 تنه نفوس لري
په ژنیو کې ډېر نړیوال کنفرانسونه دایر شوي دی چې کولای شو په لاندې ډول سره یادونه وکړو:
د ژنیو د 1927 کال کنفرانس
د ژنیو د 1932 کال کنفرانس
د ژنیو د 1954 کال کنفرانس
د ژنیو د 1955 کال کنفرانس
د ژنیو د 1973 کال کنفرانس
د ژنیو د 1976 کال کنفرانس
د ژنیو د 1985 کال کنفرانس
د ژنیو د 1988 کال موافقتنامې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او خارجي قواوو تلو په باب او د امریکا او شوروي اتحاد ضمانتونه .
د ژنیو د 2003 کال موافقتنامه
Genoa
پاته د نه وي چې د جنوا په نوم یو ښکلي ښار د ایتالیا په هېواد کې هم شته چې د لیګوریان د سیند او د آپنین د غرونو ترمنځ پروت دی ټول مساحت یې 243 کیلومترمربع او اوږد والی یې 30 کیلومترو پورې رسیږي . د فرانسې د لیل ښار سره یوځای دا ښار په 2004 کال کې د اروپا د اتحادیې له خوا د اروپا فرهنګي پایتختونه اعلان شول.
د جنوا ښار د 890 زره تنه نفوس لري . د جنوا ښار د ایتالیا شمال کې یو بندري او تاریخي ښار دی چې د فراري میدان همدلته موقعیت لري او هرکال د نړۍ ډېر سیلانیان د هغه د لیدلو لپاره ورځي. د فراري میدان ته نژدې یوه تاریخي اوپرا ، یوه تاریخي ودانۍ او یو زوړ کور لیدل کيږي چې د امریکا د لويې وچې کاشف « کریستوف کلمب » هلته زېږېدلی دی.