تاند- د افغانستان په اړه د جینیوا نړیوال کنفرانس نن /سې شنبه/ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د ګڼو نورو هیوادونو د جګپوړو چارواکو په ګډون پرانیستل کېږي.
په دې دوه ورځیني کنفرانس کې د افغانستان پر پرمختګ او اقتصاد تمرکز کېږي.
په دې کنفرانس کې به افغانستان د خپلو پخوانیو ژمنو او پر هغو د عمل حساب ورکړي او د اصلاحاتو په اړه به نوې ژمنې وکړي.
د سویس د جینیوا په پالیس دیس نېشنز (Palais des Nations) کې به د دې سرمشریزې کوربه توب افغانستان او ملګري ملتونه په ګډه وکړي.
دا کنفرانس د هغو ۱۵ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره ژمنې لپاره هم مهم دی چې په ۲۰۱۶ م کال له افغانستان سره شوې وه.
د افغانستان پلاوی به د خپل هیواد د ودې، امنیت، له فساد سره د مبارزې، د تاسیساتو د جوړولو او ښځو ته د ونډې ورکولو په اړه خپلې ستراتیژۍ روښانه کړي.
افغان پلاوی به همداراز د نړیوالې ټولنې د مرستې پر دوام ټینګار وکړي.
د افغانستان د ولسمشر ویندوی هارون چخانسوري وايي«موږ ۶۰ سلنه پرمختګ کړی، لا هم د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره دوه کاله لرو….»
ده د مثال په توګه وویل چې افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ښځینه قاضي لري. په ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو کې ښځې کار کوي او لږترلږه ۳۰ ښځې د کورنیو چارو په وزارت کې د مشرتابه چوکۍ لري.
پرون ایران وویل چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په دې کنفرانس کې ګډون کوي، پاکستان او ګڼو نورو هیوادونو هم ویلي چې جګپوړي پلاوی به د افغانستان په اړه د جینیوا کنفرانس ته واستوي.