د موقت حکومت د جوړیدو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستۍ څرګندونې نامسووله او د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.
دا ډول خبرې د ټولو نړیوالو او بین المللي اصولو او د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف عمل دی چې یوازې د دوو هېوادونو او ملتونو تر منځ د کشمکش او کرکې لامل ګرځي.
افغان حکومت له څو کلونو راپدېخوا په ټول توان د سولې هڅې کوي،د سولې پر وړاندې یې تل دروازې پرانیستې دي او هيڅکله به هم د سولې پر وړاندې چې د خلکو له مهمو اړتیاوو او غوښتنو څخه شمېرل کیږي ونه دریږي.
موږ دغه ډول نامسووله څرګندونې چې د سیمې او ګاونډیو هېوادنو تر منځ د بې اعتبارۍ او کشمکس سبب ګرځي غندو په سیمه او نړۍ کې ملي حاکمیت ته په درناوي د همکارۍ او دوستۍ په فضا کې په رغنده اړیکو ټینګار کوو.
انجينیر محمدخان
د اجرائیه ریاست لومړی مرستيال